ناسم - نوومبر 22, 2020

په ټولنیزو رسنیو کې د محمد محقق د مړینې خبر ناسم دی

کابل (پژواک، د لېندۍ میاشتې لومړۍ نېټه ٩٩): په ټولنیزه رسنۍ فېسبوک کې د کرونا ناروغۍ له امله د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق د مړینې خبر ناسم دی.


د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د روان کال په غبرګولي میاشت کې پر دې ناروغۍ اخته شوی و خو بېرته ترې روغ شوی دی.


محقق اوس د ترکیې په یوه روغتون کې د جراحي عملیاتو له امله بستر دی، خو یو شمېر فېسبوک کاروونکو پر خپلو ټولنیزو پاڼو د کرونا ناروغۍ له امله د محقق د مړینې خبر خپور کړی، خو د محقق مطبوعاتي دفتر یاد خبر رد کړی دی.

د (Cricketer Queen) په نوم یوه فېسبوک کاروونکي د (Kabul University Students) په نوم فېسبوک ګروپ کې د روان کال د لړم په ۲۹مه داسې خبر خپور کړی: ((ټکان ورکوونکی خبر! محمد محقق نن د ترکیې په یوه روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه.))

پر یاد پوسټ شاوخوا ۲۰۰ کسانو تبصره کړې، ځینو له خپلو دوستانو سره شریک کړی او سلګونه کسانو لایک کړی دی، یو شمېر کسانو دغه خبر رښتیا بللی، د محقق له کورنۍ او دوستانو سره یې غم شریکي ښودلې او نوموړي ته یې د جنت دعا کړې ده.

د شبیراحمد سهیم په نوم فېسبوک کاروونکي د (Kabul Security Now) په نوم فېسبوک ګروپ کې یاد مطلب د (Kabul Security Now) فېسبوک پاڼې له لارې شریک کړی دی.

د مها نوري په نوم بل فېسبوک کاروونکي هم د محقق د مړینې خبر ((محمد محقق نن د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی.)) له دوستانو سره شریک کړی دی.

(Noori Media) په نوم فېسبوک کاروونکي هم تېره ورځ د ((محمد محقق نن د ترکیې په یوه روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې.)) تر عنوان لاندې خبر شریک کړی دی.

خو ځینو نورو فېسبوک کاروونکو بیا یاد خبر ناسم ګڼلی دی. د عمران افغان په نوم یوه کس لیکلي: ((… دروغ دي، ما نن شپه یو ځای ورسره چای وڅیښ.))

د فرحان خان په نوم بل کس د (Kabul Security Now) په نوم فېسبوک پاڼه کې د ((ښاغلی محقق د ناروغۍ په بستر پروت دی. نوموړی د ترکیې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، له الله ج څخه ورته دعا غواړي.)) تر عنوان لاندې خبر شریک کړی دی.

په ورته وخت کې د محمد محقق مطبوعاتي دفتر د کرونا ویروس له امله د نوموړي د مړینې خبر ناسم بللی دی.

د استاد محمد محقق سکرتر صبغت الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، شېبه مخکې یې له محمد محقق سره ټيلېفوني خبرې وکړې او د نوموړي روغتیايي وضعیت کاملاً د ډاډ وړ دی.

نوموړي د محمد محقق له قوله ویلي، ښاغلی محقق ترکیې ته د خپل سفر لامل په بدن کې د څو چرو موجودیت وباله او ویې ویل، عملیات یې ترسره شوی او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

دغه راز د اسدالله صابري په نوم فېسبوک کاروونکي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ترکیې په استانبول کې د افغانستان جنرال کونسل محمد زکریا بارکزي د نوامبر په ۲۰مه چې د لړم له ۳۰مې سره برابره ده، د حاجي محمد محقق د لنډمهال اوسېدو په ځای کې لیدلي دي.

نوموړي لیکلي چې محمد محقق بارکزي ته د خپلې درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي او هغه یې د رضایت وړ ګڼلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ننه (د لېندۍ لومړۍ نېټه) په افغانستان کې ٤٤٥٠٣ کسان پر کرونا اخته شوي، ٣٥٤٢٢ کسان ترې بېرته روغ شوي او ١٦٧٥ کسان یې مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې له ۵۶ میلیونه او ۶۲۳ زره کسانو ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شږي او له یو میلیون او ۳۵۵زرو ډېر کسان یې وژلي دي.

عزيزالله همدرد

Hits: 7581

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…