" واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مختار وزیرې مدینې قاسمي له دندې ګوښه کېدل حقیقت نه لري"
ناسم - دسمبر 12, 2019

” واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مختار وزیرې مدینې قاسمي له دندې ګوښه کېدل حقیقت نه لري”

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۸): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د مستشارې وزیرې مدینې قاسمي له دندې ګوښه کېدل حقیقت نه لري  او قاسمي به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې بیان کړې چې د وحدت ګوند مشر او د ثبات او همپالنې ټيم غړي محمد محقق پر خپل فیسبوک کې ادعا کړې چې مېرمن مدینه قاسمي په امریکا کې د یوې خبرې په کولو چې لنډه پزه ګناه نه ده، د خدای پیدايښت ده؛ په سفارت کې له دندې ګوښه او یوځل بیا تبعیض کوونکو ثابته کړه چې په هېواد کې هزاه توب جرم دی.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد، د محقق په ځواب کې پرخپله پاڼه لیکلي چې د مېرمن مدینې قاسمي ګوښه کېدل حقیقت نه لري او کار ته به دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې بهرني ماموریت ته د ګومارنې، تبدیلۍ او لېږلو بهیر، د دندې پای ته رسېدل او مرکز ته غوښتل یو اداري امر دی او د افغانستان د اسلامي جمهوريت په بهرنیو چارو وزارت کې د نافذو قوانینو له مخې به عملي کېږي.

هېواد ویلي، بهرنیو چارو وزارت هیله لري چې خلک له تهمت پرته، پر حقیقت ولاړ نظر وړاندې کړي

مېرمن مدینې قاسمي د شخصیت، کار او ژوند په اړه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې خپلې خبرې په دې شعر پیل کړې دي.

“گر پچق بينى ام نه جرم و خطا است +++ خلقتم کار مه نه، کار خدا است”

نوموړې په افغانستان کې د هزاروو په اړه د شور ماشور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

 خو هغې په دې مرکه کې له دندې د ځان د ګوښه کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

مېرمن مدینې قاسمي په دې وروستیو کې د افغانستان د سفارت د قونسلي برخې سرپرستي هم پرغاړه اخیستې ده.

 نوموړې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت مرستیاله یا شارژدافیره ده چې له سفیر وروسته په واشینګټن کې د افغانستان سفارت دویمه رتبه شمېرل کېږي او د سفیر د نه شتون پرمهال؛ د هغه کارونه سرته رسوي.

جاويد هميم کاکر

Hits: 7630

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…