فېسبوکي اوازې - ناسم - جون 23, 2021

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، مارشال دوستم ته جګړه ییز امکانات ورکړي او دوستم به ژر له دغو امکاناتو سره افغانستان ته راشي، ناسمې دي.

ځینې سرچینې وایي چې مارشال عبدالرشید دوستم “د نازک روغتیایي وضعیت” په خاطر د درملنې په موخه یوه اوونۍ مخکې ترکیې ته لېږدول شوی، خو د ده نږدې کسانو دغه خبره رد کړې او ویلي یې دي چې هغه په رسمي سفر ترکیې ته تللی دی.

پرون (د غبرګولي په ۳۱مه) یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د جنبش ملي ګوند بنسټ ایښودونکي او د ولسمشر پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم ته جنګي امکانات او تجهیزات ورکړي او ژر به یې افغانستان ته راولېږي.

هغوی له دغه متن سره د دوستم او اردوغان ګډ انځور هم خپور کړی او د «اراک ملي نیوز» په حواله یې د اردوغان له قوله لیکلي: “دا یوه مرسته ده چې زه یې د افغانستان له خلکو سره کوم.”

حقیقت موندنه:

د دوستم او اردوغان یاد شوی انځور پخوانی دی. د «اراک ملي نیوز» په نوم کومې رسنۍ داسې څه نه دي خپاره کړي او د دوستم او اردوغان یاد شوی انځور شاوخوا دوه میاشتې مخکې (د روان کال د غويي په څلورمه) ټي ار ټي نیوز (TRT HABER)او ځینو نورو رسنیو خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي چې اردوغان له دوستم سره په ترکیه کې د تړلو دروازو شاته کتلي دي.

د مارشال دوستم ویاند احسان نیرو هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو برابرول بې بنسټه اوازې دي.

هغه وایي چې دوستم یوه اوونۍ مخکې د خپلو روغتیایي معایناتو په موخه ترکیې ته تللی او په نږدې ورځو کې به بېرته هېواد ته راستون شي.

ده وویل: “مارشال صاحب هر کال دوه – درې ځله د خپلو معایناتو لپاره ترکیې ته ځي، سلاح او تجهیزات ورکول اوازې دي، خو دې کې شک نشته چې موږ ترکیې او اردوغان سره نږدې اړیکې لرو، ترکیې تل د افغانانو ملاتړ کړی، که چېرې موږ د نظامي ملاتړ غوښتنه وکړو احتمال لري چې زموږ ملاتړ وکړي، خو دا چې دوی اوس په دې برخه کې له موږ څخه ملاتړ کړی وي او یا یې موږ ته څه راکړي وي داسې څه نشته او نه هم موږ د نظامي ملاتړ غوښتنه کړې ده.”

ده وویل چې دوستم تر دې مخکې له ترکیې څخه د سولې په برخه کې د افغانستان د ملاتړ غوښتنه کړې وه او ترکیه اوس هم چمتو ده چې له افغانستان څخه د سولې په بهیر کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال منصور خالقیار د پوځي امکاناتو په برخه کې له دوستم سره د ترکیې د مرستې د اوازې په اړه یوازې دومره وویل:”موږ نه یو خبر.”

یاده موضوع مو په کابل کې د ترکیې له سفارت سره هم د برېښنالیک له لارې شریک کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی. د ترکیې رسمي سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

یادې اوازې په داسې حال کې دي چې طالبانو په دې وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړی او په تېره شاوخوا یوه نیم میاشت کې تر ۶۰ ډېرې ولسوالۍ د هغوی لاسته لوېدلې دي. له دغو ولسوالیو ډېرې په شمالي ولایتونو کې دي.

د بېلګې په توګه په جوزجان ولایت کې – چې د دوستم اصلي د استوګنې ولایت دی- له ۱۱ اداري واحدونو څخه یوازې یوه ولسوالي (خواجه دوکوه) او د ولایت مرکز (شبرغان) د دولت په واک کې پاتې دي او پاتې نور د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوستم تل له طالبانو سره د مقابلې ټټر وهلی او کله نا کله د پوځیانو په منځ کې هم راڅرګندېږي.

د مشرانو جرګې غړې او د دوستم لور راحلې دوستم شاوخوا یوه اوونۍ مخکې پر خپله فيسبوک پاڼه د مارشال دوستم له انځور سره لیکلي: “پلار مې مارشال دوستم د دې خاورې له دښمنانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې.”

پایله: ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د اردوغان او دوستم له ګډ انځور سره «د اراک ملي نیوز» په حواله لیکلي چې د ترکیې ولسمشر مارشال دوستم ته جنګي امکانات ورکړي، خو د اراک ملي نیوز په نوم کومې رسنۍ داسې څه نه دي خپاره کړي، یاد شوی انځور هم د یادو دواړو کسانو پخوانی انځور دی او د دوستم ویاند هم یادې اوازې ناسمې بللې دي.    

پرېکړه: د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 5050

Check Also

هغه راپورونه چې «کرونا واکسین مرګونی دی، دوه کاله وروسته یې ټول تطبیق کېدونکي مړه کېږي» ناسم دي

کابل(پژواک،۱۹غبرګولی۱۴۰۰): هغه فېسبوکي پوسټ چې ګواکې «د کرونا واکسین شوي کسان به په دوو کل…