فېسبوکي اوازې - جون 9, 2021

هغه راپورونه چې «کرونا واکسین مرګونی دی، دوه کاله وروسته یې ټول تطبیق کېدونکي مړه کېږي» ناسم دي

کابل(پژواک،۱۹غبرګولی۱۴۰۰): هغه فېسبوکي پوسټ چې ګواکې «د کرونا واکسین شوي کسان به په دوو کلونو کې مړه شي» په داسې حال کې هېوادوال اندېښمن کړي چې طبي پوهان یې ناسم بولي او له خلکو څخه غواړي چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین وکړي.

اوازې:

د «من و ما با کرونا» په نوم فیسبوک پاڼې د «کرونا واکسین خطرناک جانبي عوارض لري» په نوم ویډیويي کلېپ خپور کړی، په دغه کلېپ کې یو کس په ګردي مېز کې د یاد واکسین د جابني عوارضو په اړه خبرې کوي. یاد کس وايي: “د کرونا واکسین خلکو ته څلور لوی خطرونه لري او که اوس په دې اړه خبرې ونه کړي وروسته به ډېر ناوخته وي.”

د هغه په خبره، دغه واکسین په انګلستان کې د جنټیک په اساس جوړ شوی، په لومړي قدم کې هغو کسانو ته تطبیق شو چې ډېری یې ځوانان وو، د عضلاتو قوي درد، تبه او قوي سردرد یې رامنځته کړل، خو هرکله چې ډېر عمر لرونکو کسانو ته تطبیق کېده ښايي پر سر یې افت راته.

نوموړي زیاته کړې، یاد واکسین په خپل ترکیب کې بېلا بېل کیمیاوي توکي لري چې په تطبیق کېدونکو کسانو کې د قوي حساسیت و ان نفس تنګۍ لامل هم کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یاد واکسین درېیم خطر دادی چې د بدن معافیاتي سیستم له خطر سره مخ کوي، ځکه هغه مهال چې په امتحاني ډول حیواناتو ته تطبیق شوی و، ځینې یې په همغه مهال مړه شول. د دغه واکسین څلورم خطر دادی چې د بدن د رګونو د انسداد لامل شوی او د مړینې لامل کېږي.

په یو بل فیسبوکي پوسټ کې راغلي، د کرونا واکسین د بدو پایلو اړوند مطلب «پروفیسور لوک مونتیه، د نوبل جایزې ګټونکي» شریک کړی او په هغه کې ټینګار شوی چې که دغه راپور رښتیا وي باید خبرداری ورکړل شي. د دغه متن په دوام کې ویل شوي: “ټول هغه کسان چې کرونا واکسین ورته تطبیق شوی په دوو کلونو کې به مړه شي.”

په ورته وخت کې یوې اردو ژبي پاکستانۍ ورځپاڼې هم لیکلي، هغه کسان چې کرونا واکسین ورته تطبیق شوی په دوو کلونو کې ساه ورکوي.

په همدې ډول د «ایسنا» په نوم ایرانۍ ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي: “په دې ورځو کې د کرونا واکسیناسیون پروګرام د پیل لپاره تر لومړي بشري ګام وروسته په مجازي فضا کې اوازې رامنځته شوې او د وېرې واکسین څپه یې رامنځته کړې ده، دغې پوښتنې چې ایا کرونا واکسین د مړینې لامل کېدای شي؟ عمومي فکرونه سخت بوخت کړي دي.”

حقیقت موندنه:

د یادو پوسټونو له خپرېدو وروسته ډېرو کسانو ته پوښتنې پیدا شوې چې ایا هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې لولي او له شاوخوا کسانو یې اوري څومره سم دي؟ ایا د کرونا واکسین له تطبیق وروسته د کسانو مړینه حقیقت لري؟ ایا د کرونا واکسین تطبیق مرګونی دی او دوه کاله وروسته ټول مړه کېږي؟

طبي پوهان: هغه راپورونه چې ګواکې د کرونا واکسین تطبیق له دوو کلونو وروسته د مړینې لامل کېږي علمي او ساینسي اساس نه لري.

د عامې روغتیا مخکني سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې اړه د راپورونو خپرېدل چې ګواکې کرونا واکسین له تطبیق دوه کاله وروسته د مړینې لامل کېږي علمي او ساینسي اساس نه لري.

هغه زیاته کړه: “یاد عالم په خپله ویډیو کې نه دي ویلي، هغه کسان چې کرونا واکسین ورته تطبیق شوي په دوو کلونو کې مړه کېږي، یوازې د کرونا واکسین یې طبي تېروتنه بللې او له تطبیق سره یې مخالفت کړی دی.”

شېرزاد وویل، دغه عالم ویلي چې کرونا واکسین د کرونا د ډول تغییر لامل شوی، خو موندنې ښيي چې د ویروس بڼې د واکسین تر تطبیق مخکې تغییر کړی و.

هغه روښانه کړه چې دغه عالم ویلي، کرونا واکسین د بدن مقاومت ټيټوي او د بېلا بېلو ناروغیو لامل کېږي، په داسې حال کې چې داسې نه ده، انټي باډي ویروس پېژني او مبارزه ورسره کوي.

نوموړي د دې په روښانولو چې د یاد خبر خپرېدو هېوادوال ډار کړي وویل، د دغه عالم له نظریې سره یې نه یوازې همکاران موافق نه دي، بلکې ډېری طبي پوهانو دغه مطلب بې اساسه بللی دی.

هغه دې ته په اشاره چې ځينې ټولنیزې رسنۍ د ځان د مشهورولو لپاره دغه ډول بې اساسه خبرونه خپروي وویل، یاد عالم د خپلو خبرو د اثبات لپاره تر اوسه علمي او ساینسي ثبوت نه دی وړاندې کړی.  د شېرزاد په خبره، دغه عالم د بې اساس ادعاوو له امله خپل شهرت له لاسه ورکړی دی.

ډاکتر شېرزاد د کرونا واکسین ګټور وباله او ویې ویل، چې خپله یې هم واکسین کړی او که هېوادوالو ته یې د ترلاسه کېدو زمینه برابرېږي حتمن دې ځان ته تطبیق کړي او هېڅ اندېښنه دې نه لري.  نوموړي په ټینګار سره وویل، له دې وژونکې ناروغۍ د خلاصون یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی.

په ورته وخت کې د افغان ــ جاپان روغتون پخواني رییس ډاکتر حکیم الله صالح هم په دې اړه مطلب چې د کرونا ویروس ضد واکسین له دوو کلونو وروسته د مړینې لامل کېږي رد کړ.

هغه د دې په ویلو چې د یادو خبرونو خپرېدل مردود او اوازه ده وویل، ځينې د هند پر طبابت د بې باورۍ له امله دغه ډول څرګندونې خپروي.

نوموړي نشر شوی مطلب غیر علمي وباله او زیاته یې کړه، ناشونې ده چې د کرونا واکسین تر تطبیق دوه کاله وروسته دې یو کس مړ شي.

د هغه په خبره، طبي پوهانو هم دغه خبرونه بې اساسه او غیر علمي بولي او پر دغه ډول نظریو باور نه لري، او هېوادوال هم باید پر دغه ډول غیر علمي خبرونو باور ونه کړي.

هغه د واکسین پر تطبیق او روغتیايي سپارښتنو عملي کېدو ته د خلکو پر هڅونه ټینګار وکړ او ویې ویل، کرونا ویروس خطرناک، وژونکی او ټول خلک پرې اخته کېږي، که خلک احتیاط ونه کړي ناورین رامنځته کېږي.

د تهران پوهنتون د طبي علومو د ویروس پېژندنې استاد مختاري ازاد وايي: “د نوبل جایزې ګټونکی پروفیسور لوک مونتنیه هغه کس دی چې د لومړي ځل لپاره یې د ایډز ناروغۍ عامل کشف کړ او د دغه ډول ناسمو خبرونو خپروونکي اټکل کوي چې که د هغه له قوله خبره وکړي ټولو د تایید وړ ګرځي، په داسې حال کې چې د نوموړي د خبرو ژباړه په ډاګه کوي چې اصلا داسې خبره نه ده شوې او دغه اوازې د واکسین د مخالفو ډلو له لوري مطرح کېږي.”

هغه د دې پوښتنې په طرحه چې ایا په نړۍ کې یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون کسان چې کرونا واکسین ورته تطبیق شوی له دغو ستونزو سره مخ شوي زیاته کړه: “تر اوسه د داسې څه راپور نه دی ورکړل شوی. کاناډا هېواد تر ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکي کسان هم واکسین کوي. ایا دوی باید ټول مړه شي؟ دغه ډول اوازې د واکسین د تطبیق د مخالفو ډلو له خوا چې په ټوله نړۍ کې شته مطرح کېږي. په داسې حال کې چې د واکسین ګټې همېشه د هغو له عیبونو ډېرې دي، په اصل کې د نوموړي له خبرو ناسم برداشت شوی دی.”

مسوولینو هم دغه مطلب اوازه بللې او خلک د کرونا واکسین تطبیق ته هڅوي. د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، خپور شوی مطلب علمي او ساینسي اساس نه لري او خلک باید پرې باور ونه کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري خلک د روغتیايي سپارښتونو مراعات او د واکسین تطبیق ته وهڅول.  د هغه په خبره، افغانستان ته تر اوسه له ۹۶۸ زره دوزه ډېر واکسین وارد شوی چې اوس خلاص شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: “تر اوسه ۶۵۰ زره کسان د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي او دغه بهیر تقریباً پای ته رسېدلی، خو د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د اکفورډ استرازنکا نورې محمولې هم واردې کړي.”

نوموړي وویل، عامې روغتیا وزارت د واکسین ټولو تولیدوونکو شرکتونو او هېوادونو ته لیک لېږلی او د واکسین غوښتنه یې کړې ده، خو له بده مرغه چې په نړیوال بازار کې د کافي واکسین د نه موجودیت له امله مو تر اوسه نه دی پېرلی.

طاهري دې ته په اشاره چې افغانستان ۵۰ میلیون دوزه کرونا واکسین ته اړتیا لري وویل، تر راتلونکو اوونیو به نورې محمولې هم افغانستان ته واردې شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند له خلکو وغوښتل چې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

پایله: په دې وروستیو کې ځينو فیسبوک کاروونکو، یو شمېر بهرنیو رسنیو په دې اړه راپور خپور کړی چې کرونا واکسین له تطبیق دوه کاله وروسته د مړینې لامل کېږي، دغه چاره د خلکو د اندېښنې لامل شوې وه، خو طبي پوهانو یاد مطلب رد کړ او ویې ویل، علمي او ساینسي اساس نه لري.

حکم: د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او ډاکترانو څرګندونو ته په کتو دا خبر چې کرونا واکسین تر تطبیق دوه کاله وروسته د مړینې لامل کېږي ناسم دی.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 5180

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…