فېسبوکي اوازې - جنوري 4, 2021

ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې مرکچې پلاوي کې د خالد نور غړيتوب نه دی لغوه شوی

کابل (پژواک، ١٤ مرغومی ٩٩): ولسمشرۍ ماڼۍ هغه اوازې ردوي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچې پلاوي کې د خالد نور غړيتوب لغو کړی دی.

دغه راز له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی ۲۱ غړي لري چې یو یې خالد نور، د جمعیت اسلامي ګوند د اجرایي رییس عطامحمد نور زوی دی.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د (مرغومي ۸مه) ملي امنیت او لويې څارنوالۍ په ګډه د عامې روغتيا د وزير ورور او د دغه وزارت درې کارکوونکي د بډو اخیستو په تور ونیول او ورورسته له هغه (د مرغومي یوولسمه) ولسمشر د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني له دندې لرې کړ.

عطا محمد نور په دې اړه سخت غبرګون او مخالفت وښود او وروسته یې تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل د رامنځته شوې ستونزې په اړه ورسره ټيلېفوني خبرې وکړي، خو ده یې غوښتنه رد کړې او په دغه شرط لیدنې ته چمتو دی چې عثماني بېرته خپلې دندې ته وګرځي.

له پرون راهیسې یو شمېر کسانو پر خپلو فېسبوکپاڼو لیکلي چې ولسمشر د عطا محمد نور د مخالفت په غبرګون کې د سولې په مرکچې پلاوي کې د عطامحمد نور د زوی خالد نورغړيتوب لغو کړی دی.

انجنير محمود حیدري پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزیر د ګوښه کېدو په تړاو د عطامحمد نور د اعتراض، اعلامیې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه اقدام پر وړندې د درېدو په غبرګون کې د سولې په مرکچي پلاوي کې د خالد نور غړيتوب لغو کړی دی.»

یو شمېر نورو کسانو هم په تولنیزو رسنیو کې ورته څرګندونې کړې دي.

خو د ولسمشرۍ ماڼي مطبوعاتي دفتر هغه څرګندونې بې بنسټه بولي چې ګواکې د سولې په مرکچي پلاوي کې د خالد نور غړیتوب لغوه شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي مولوي عطاءالله لودین هم نن په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې سبا له دغه مرکچي پلاوي سره خالد نور هم قطر ته ولاړ شي؛ ځکه د هغو کسانو په نوملړ کې د خالد نور نوم هم شته چې قطر ته د الوتنې ټکټونه ورته اخیستل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې له اتیا ورځو بحثونو وروسته د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وکړه او بیا یې له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره درې اوونۍ خبرې ودرولې.

ټاکل شوې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی سبا (د مرغومي ۱۵مه) له کابل نه دوحې ته ولاړ شي او د مرغومي په ۱۶مه د دواړو لورو مرکچي پلاوي د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 6684

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…