فېسبوکي اوازې - جنوري 5, 2021

د کرونا ناروغانو ته د امپولو تطبیق اړوند اوازو عام ذهنیت اغېزمن کړی

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ٩٩): که څه هم په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، خو په روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته د امپولو یا پېچکارۍ (تطبیق) اړوند اوازې لا هم په عامه ذهنیت کې شته او ځیني کسان د تشخیص او درملنې لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

کرونا ویروس په چین کې له خپرېدو وروسته د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې په افغانستان کې هم خپور شو، د روان کال تر غبرګولي میاشتې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ټولو لوړ رقم ته ورسېد.

هغه مهال د خلکو او ټولنیزو رسنیو ترمنځ اوازه خپره شوه چې د کووید- ۱۹ په ځانګړو روغتونونو کې ناروغانو ته داسې پېچکارۍ تطبیقېږي چې له امله یې ناروغ ساه ورکوي.

له دې اوازې وروسته هغو کسانو چې د کرونا نښې نښانې په کې څرګندېدې، ډاکترانو او روغتون ته مراجعه نه کوله.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د دې اوازې خپرېدل تایید کړل او ویلي یې دي، هغه مهال د دې اوازې له امله روغتونونو ته د ناروغانو مراجعه کمه شوې وه، خو اوس په روغتیايي مرکزونو کې پر روغتیايي خدمتونو د خلکو باور ډېر شوی دی.

د پیسو په بدل کې د ناروغانو وژلو په اړه اوازې!

د «خبر عاجل» په نوم فېسبوک پاڼه کې د روان کال د غبرګولي په ۲۴مه د «#فوری: #کشتن _مريضان _کرونایی _در بدل_پول! » تر عنوان لاندې مطلب خپور شوی دی.

په دغه مطلب کې راغلي: “داسې شواهد لرو کې په افغان ــ جاپان روغتون کې د کرونا ناروغان د ډاکترانو له خوا نظر ورځنۍ سهمیې ته د پېچکارۍ په وسیله وژل کېږي!!… د قضیې شاهدانو د معلوماتو له مخې، ډېری ناروغان چې افغان ــ جاپان یا علي جناع روغتونونو ته وړل کېږي، هره ورځ یې له ۱۰ تر ۱۵ کسانو د ډاکترانو له خوا قصداْ د پېچکارۍ په وسیله وژل کېږي چې د دې ډول کسانو جسدونه د کرونا ناروغانو په څېر له څو دقیقو وروسته غیر عادي شین او تور رنګ نیسي. سرچینې زیاتوي، دغه روغتونونه د کرونا د هر ناروغ مړینې په بدل کې ۵۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي… له دې امله د کرونا له امله هېڅ مړه شوي کس ته د مړي چیرولو اجاره نه ورکوي. د مهربانۍ له مخې مو خپلو ناروغانو ته متوجه و اوسئ… دا خبر د ثواب لپاره له نورو سره شریک کړئ چې ټول مسلمانان ترې خبر شي.”

پر دغه پوسټ سلګونه کسانو تبصره کړې، زرګونو کسانو خوښ کړی او لسګونو کسانو پر خپلو ټولنیزو پاڼو له نورو دوستانو سره شریک کړی دی.

د روحید فرهمند په نوم یوه فېسبوک کاروونکي د دغه پوسټ په اخر کې لیکلي: “اوازې مه خپروئ! په دې دروغو سره د کرونا خطرناک ویروس په اړه د خلکو فکرونه د بې باورۍ لوري ته بیايئ او پر روغتیايي خدمتونو د خلکو باور ته زیان رسوئ.د دغه ډول اوازو خپرول ظلم او زیاتی دی.”

د پژواک موندنې ښيي چې هغه مهال لسګونو کسانو یاد پوسټ پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپور کړی و او ځينو خلکو پر دې اوازې باور درلود او خلکو ته یې ویل، د ژوند خوندیتوب لپاره باید روغتونونو ته مراجعه ونه کړي.

د دې اوازې له خپرېدو نږدې لس میاشتې تېرې شوې خو لا هم د ځينو خلکو په فکر کې پاتې ده او د ډار له امله د تشخیص او درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته نه ځي.

د کابل اوسېدونکې فېروزې مرادي چې شاوخوا میاشت وړاندې پر کرونا اخته شوې وه او تازه ترې بېرته رغېدلې وویل: “سختې ورځې مې تېرې کړې تر دې چې بېرته روغه شوم، له ډاکترانو او روغتون څخه ډارېدم نو ځکه مې ورته مراجعه ونه کړه؛ ځکه د کرونا په لومړیو کې هر چا وویل د کرونا ناروغانو ته پېچکاري ورکوي، خپل ګاونډی مې په سترګو ولید چې روغتون ته په خپلو پښو لاړ او له هغه ځایه یې مړی راووړ.”

د غور ولایت د فېروزکوه اوسېدونکي جمشېد چې پر کرونا اخته و، وویل: “شاوخوا دوه میاشتې مخکې پر کرونا اخته شوم چې له بده مرغه د بې باورۍ او ټولنیزو شبکو کې د هغو اوازو له امله چې په نورو ولیاتونو کې د کرونا ناروغانو ته پېچکارۍ تطبیقوي او وژني یې روغتون ته لاړ نشوم او په خپل سر مې درمل خوړل، له همدې امله یادې ناروغۍ سخت وځورولم.”

دغه راز د فېروزکوه بل اوسېدونکي ۶۵ کلن پیرمحمد پژواک ته وویل: “په لومړیو کې مې چې خبرونه اورېدل له کرونا ډېر ډارېدم، تر دې اندازې چې ما لوړ فشار درلود او د بستر کېدو له ډاره مې روغتون ته مراجعه نه کوله، یوه ورځ مې حالت ډېر خراب شو او زامنو مې روغتون ته انتقال او د کرونا د ناروغ په نوم یې بستر کړم، زه پوهېدم چې ستونزه مې لوړ فشار دی نه کرونا، له بده مرغه هره ورځ یې شاوخوا شپږ پېچکارۍ راته تطبیقولې او ډېر کمزوری شوم، ان تر دې چې له ډوډۍ مې زړه بد بد کېدو. زما په اند د کرونا له نومه استفاده کوي، څو له افغانستان سره مرستې ډېرې شي، خو دا کار زما په څېر د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره خطرناک دی.”

په ورته وخت کې د نیمروز اوسېدونکې ارزو وویل: ” کرونا خطرناکه ناروغي ده، که کرونا خپله انسان ونه وژني، د کرونا د روغتونونو ډاکتران یې وژني؛ دا هغه خبر ده چې له خلکو مې اورېدلې چې هر څوک د کووید ــ ۱۹ روغتون ته تللی بېرته نه دی راغلی. ډاکتران د دې لپاره چې د کرونا ناروغانو د مړینې شمېر زیات ثبت کړي، امپول ورکوي او ناروغ وژني. زه پر دې ناروغۍ اخته شوم خو کورنۍ درملنه مې غوره وګڼله، ځان مې کرنتین کړ او لازمې لارښوونې مې عملي کړې، زموږ د سیمې ډېری خلک دا کار ترسره کوي. “

د هرات ښار اوسېدونکې ۱۸ کلنې مونیکا پژواک ته وویل: “پلار مې پر کرونا اخته شو، زموږ لپاره ډېره سخته وه، هر چا ویل کرونا یې وژني، پلار مې د شکر ناروغي هم لرله… خو له ډاره مو هغه ان شیدايي رغتون ته هم انتقال نه کړ، د خدای شکر دی ښه شو.”

د نوموړې په خبره، په هرات کې هم داسې اوازې موجودې وې چې روغتیايي مرکزونه ناروغانو ته پېچکاري تطبیقوي او دغه اوازې لا هم د خلکو په ذهنونو کې شته دي.

د هرات اوسېدونکی ۳۵ کلن فرهاد وايي، د کرونا اړوند اوازې کولای شي ګېچ کوونکې وي، مثلاً په لومړیو ورځو کې خلکو ویل، هر څوک چې ناروغ شي امپول ورکوي چې مړ شي.

د پشه يي قوم د شورا مرستیال عبدالرحمن وویل: ” موږ ډېر اورېدلي چې په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو ته پېچکارۍ ورکوي، څو دوی ته فنډ ورکړي.”

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي یوسف علي چې ۷۰ کاله همر لري وویل: “کله چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوم ډېر سخت حالت کې تېر کړ، خو ما او کورنۍ مې نه غوښتل کرونا سنټر (د کرونا د درملنې روغتون) ته لاړ شو، ځکه خلکو ویل چې ډېر عمر لرونکي کسان په اجباري توګه د پېچکارۍ په وسیله له منځه وړي. “

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او ډاکترانو دغه ډول اوازې د اندېښنې وړ بللې دي.

د افغان جاپان روغتون د کووید ــ۱۹ برخې پخواني رییس ډاکتر زلمي رښتین له پژواک سره د مرکې پر مهال په روغتيايي مرکزونو، په ځانګړې توګه افغان ــ جاپان روغتون کې د کرونا ناروغانو ته د پېچکارۍ د تطبیق د موضوع خپرېدل د روغتیايي پرسونل ځورول ګڼلي او دغه اوازې یې بې اساسه بللې دي.

هغه زیاته کړه: “ټول شاهدان وو چې د کرونا ویروس په لومړیو ورځو کې د خلکو ترمنځ اوازه خپره شوه چې ګواکې د کرونا د درملنې په مرکزونو کې ناروغانو ته پېچکاري ورکول کېږي څو مړه شي. له بده مرغه ډېری هېوادوالو دا باور درلود او هېچا نه غوښتل د خپلې کورنۍ غړي د درملنې او معاینې لپاره د کرونا مرکزونو ته انتقال کړي او له همدې امله د کرونا ناروغان د مړینې کچه د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېده.”

نوموړي وویل، د ډاکتر دنده د ناروغ د ژوند ژغورل دي او هېڅ ډاکتر او روغتيايي پرسونل داسې کار نه کوي.

هغه زیاته کړه: “موږ شکر مسلمان یو او اسلام هېچا په ځانګړې توګه ډاکترانو ته چې دنده یې د ناروغانو د ژوند ژغورل دي د انسانانو د وژلو اجازه نه ده ورکړې.”

ډاکتر رښتین دې ته په اشاره چې د اوازو خپرېدل د واټن زیاتېدو، پر روغتیايي پرسونل د خلکو د بې باوره کېدو او کرونا ناروغانو د مړینې لامل کېږي له خلکو وغوښتل چې د دې ډول اوازو له خپرېدو ډډه وکړي؛ ځکه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه د دې ترڅنګ چې د ناروغۍ له شدت مخنیوی کوي، د ناروغۍ د تثبیت په صورت کې د کورنۍ نورو غړو ته د هغه د خپرېدو مخه هم نیسي.

نوموړي وویل، اوس د کرونا درملنې پر روغتونونو د خلکو بې باوري ختمه شوې او خلک د کرونا تر نښې وروسته له هر راز ډار پرته د درملنې لپاره روغتونونو ته مراجعه کوي.

د علي جناح روغتون رییس ډاکتر ابوذر متقي یاده موضوع دروغ وبلله او وویل، په لومړیو کې د علي جناح روغتون په اړه داسې اوازې خپرې شوې چې ټولې بې اساسه وې.

هغه دې ته په اشار چې دا ډول اوازې تر ډېره د خصوصي روغتونونو او بهرنیو هېوادونو لخوا خپرېدې زیاته کړه: “دغه ډول اوازې یې د دولتي روغتونونو د بې باوره کېدو او خصوصي روغتونونو ته د ناروغانو د مراجعې لپاره خپرې کړې وې.”

نوموړي ادعا وکړه چې ځیني هېوادونه چې په دولتي مرکزونو کې یې بې کیفیته محصولات نه پلورل کېږي، د دغه ډول اوازې خپرېدو له لارې هڅه کوله په ازاد بازار کې پر دوی بې کیفیته محصولات وپلوري.

د هغه په خبره، د اوس لپاره په هېواد کې د کرونا د درملنې د ډېرو مرکزونو جوړېدو له امله وضعیت کنټرول شوی، د کرونا ناروغانو ته اسانتیاوې رامنځته شوې او پر دولتي روغتونونو د خلکو باور بېرته ډېر شوی او اوازې کمې شوې دي.

د روغتیايي چارو کارپوه ډاکتر حکیم الله صالح د کرونا ویروس په لومړیو کې ددغه ډول اوازو د خپرېدو لامل د دې ناروغۍ په اړه د خلکو نه پوهېدل، د روغتیايي کارکوونکو ډار او د کرونا ناروغانو ته نه پاملرنه وبلله.

هغه وویل، د کرونا ویروس په لومړیو کې روغتیايي کارکوونکو هم پر کرونا د اخته کېدو له ډاره ناروغانو ته ډېره توجه نه کوله، د دوی دغه کار پر روغتیايي مرکزونو د خلکو د بې باورۍ او اوازې د خپرېدو لامل شو.

هغه پژواک ته وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم ټول خلک ډارېدل، او ډېری روغتیايي کارکوونکو نه حاضرېدل چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې کار وکړي.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د خلکو د باور د بیا ترلاسه کولو او اوازې د کمېدو لپاره د عامه پوهاي پروګرامونه ډېر کړي، څو پر روغتونونو د خلکو باور زیات شي او د اوازو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا مرستیال ویاندې معصومې جعفري ومنله چې داسې موضوعات د ټولنیزو رسینو او خلکو ترمنځ خپاره شول او پژواک ته یې وویل: “ټولې اوازې دي او حقیقت نه لري.”

هغې د دې په روښانولو چې یاده ستونزه یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې داسې اوازې موجودې وې چې ګواکي ډېر عمر لرونکي ناروغان نه تداوي کوي او یا ورته پېچکارۍ تطبیقوي.

نوموړې زیاته کړه: “د ډاکتر صاحبانو په ګډون ټول روغتیايي پرسونل له خپل ځانه تېر وو چې د خلکو ژوند وژغوري، تاسو شاهدان وی چې یو شمېر ډاکتران پر کرونا اخته شول او ځينو یې له امله ساه هم ورکړه. “

هغې زیاته کړه، ددغه ډول اوازو خپرول لامل کېږي چې پر روغتیايي مرکزونو د خلکو باور کم شي او په نتیجه کې یاد وسرو په ډېره کچه خپور او د عامه روغتیا لپاره جدي ستونزه جوړه کړي.

هغې له رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دې ډول اوازو خپرېدل پیدا او ناسم ثابت کړي؛ ځکه عامه ذهنیتونه ګډوډوي او د ټولنې لپاره لویې ستونزې رامنځته کوي.

د نوموړې په خبره، تر اوسه په افغانستان کې له څلور زرو ډېر روغتیايي پرسونل پر کرونا اخته شوي او ۸۰ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ۵۲۵۱۳ پېښې ثبت شوې دي، له دې ډلې ۴۲۰۰۶ کسان له کرونا بېرته رغېدلي او ۲۲۰۱ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

عزيز الله همدرد 

دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 6690

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…