په کابل کې د یوې سرښوونکې د مړینې خبر چې ګواکې کرونا مړه کړې، اوازه ده
ناسم - نوومبر 8, 2020

په کابل کې د یوې سرښوونکې د مړینې خبر چې ګواکې کرونا مړه کړې، اوازه ده

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩): په کابل ښار کې د کرونا ناروغۍ له امله د لامعه شهید ښوونځي د سرښوونکې د مړینې خبر چې په ځینو ښوونځیو کې خپور شو او خلک یې ووېرول، ناسم او يوه اوازه ده.

د پژواک موندنې ښيي چې په کابل ښار کې د لامعه شهید ښوونځي سرښوونکې زرغونه اکبري پر کرونا ناروغۍ نه وه اخته، بلکې د سږو، وینې د غوړو او ځيګر ناروغیو له امله مړه شوې ده.

د لامعه شهید د ښوونځي يوه ښوونکې د مېرمن اکبري د کورنۍ په حواله پژواک ته وویل، په امیري روغتون کې د نوموړې له ترسره شويو معایناتو په ډاګه شوې وه چې هغه د سږو، وینې د غوړو او ځيګر د ناروغیو له امله مړه شوې او د کرونا ټسټ یې منفي ثابت شوی و.

په هېواد کې د کرونا له خپرېدو وروسته د سړو سیمو ښوونځیو درسونه چې هر کال د وري په دویمه نېټه پیلېږي، پیل نه شول؛ خو د کرونا د مثبتو پېښو د کموالي په دوام د ښوونځیو د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو درسونه د وږي او له لومړي بیا تر یوولسمو ټولګیو درسونه د تلې په میاشت کې پیل شول.

د ښوونځیو درسونو له پیل سره ډېری زده کوونکي او ښوونکي د روغتیایي سپارښتونو د نه عملي کولو په اړه اندېښمن وو او ویل یې چې یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي پر یاد ويروس اخته شوي دي.

د سرښوونکې د مړینې خبر په ښوونځيو کې اندېښنې رامنځته کړې:

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل ښار د ځینو ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ اوازې خپرې شوې چې ګواکې د لامعه شهید لېسې یوه سرښوونکې [زرغونه اکبر] د کرونا له امله مړه شوې ده.

یو شمېر مرکه کېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د یادې سرښوونکې سربېره، د دې لېسې ډېر نور زده کوونکي او ښوونکي هم په کرونا اخته دي، له همدې امله د یاد ښوونځي د یو شمېر نورو ټولګیو زده کوونکي رخصت شوي دي.

لیلا اسدي چې د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې د نجونو په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، پژواک خبري اژانس ته وویل: “په ښوونځیو کې کرونا خپره شوې ده، ډېری ښوونکي او زده کوونکي پرې اخته شول، موږ اندېښمن یو، څو ورځې مخکې په لامعه شهید لېسه کې یوه سرښوونکې کرونا مړه کړه.»

هغې چې د ښوونځي د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل چې همدا مهال هم په یو شمیر زده کوونکو او معلمانو کې د کوویډــ۱۹ نښې، ټوخی، د ستوني درد، ځان دردي او تبه لیدل کېږي.

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د بي بي مهرو د نجونو ښوونځي یوې ښوونکې هم وویل، د لامعه شهید ښوونځي سرمعلمه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوې ده

هغې د کابل په ډېری ښوونځیو کې د روغتیايي لارښوونو د نه رعایتولو په اړه اندېښنه وښوده، زیاته یې کړه:” د لامعه شهید لېسې د سرښوونکې مړینې موږ اندېښمن کړي یو؛ هیله لرو چې د پوهنې وزارت رهبري د ښوونځیو رخصتولو په اړه جدي پرېکړه وکړي.”

د کابل ښار په کلای زمان خان سیمه کې د نجونو د یوې لېسې ښوونکې شګوفې فرید وویل:” زموږ په ښوونځي کې اوازه شوه چې د لامعه شهید ښوونځي سرمعلمه چې پر کرونا اخته شوې وه مړه شوه، موږ نور نه پوهېږو چې څه خبره ده.”

د نوموړې په خبره، د دغه ښوونځي یو شمېر ټولګي ځکه رخصت شول چې د دوولسمو ټولګیو ځينې زده کوونکي یې پر کرونا ویروس اخته شوي وو.

خو په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له امله د مېرمن اکبر مړینه دروغ وه:

د پوهنې وزارت مقام امره، سرښوونکې او د لامعه شهید ښوونځي یو شمېر زده کوونکي وایي، په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله د زرغوني اکبري د مړینې خبر دورغ دی.

د دغه ښوونځي یوه سرمعلم چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د زده کوونکو او استادانو ترمنځ د ډېرو اوازو خپرېدو له امله مجبور شوي د «مکتب لېسه لامعه شهید مکروریان اول» په نوم فېسبوک پاڼه جوړه او د دې اوازې په اړه خبرپاڼه خپره کړي.

په دې خبرپاڼه کې داسې لیکل شوي:”له بده مرغه سرمعلم صاحب زرغونې اکبر د کرونا ناروغۍ له امله نه، بلکې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.”

د دې لېسې امر دانش محمدي پژواک ته وویل: «د کرونا وژونکې ناروغۍ له امله د لامعه شهید لېسې د یوې سرمعلمې مړینه، په دغه وژونکي ویروس د یو شمېر زده کوونکو اخته کېدل او د ښوونځي د ادارې له خوا د هغوی رخصتېدل، یوه اوازه ده.»

هغه دې ته په اشاره چې څو اوونۍ وړاندې د دغه ښوونځي یو سرمعلم د سینه ــ بغل ناروغۍ له امله مړ شوی، وویل: «په دې وروستیو کې چې هر څوک مړه شي، اوازه خپرېږي چې کرونا ویروس یې درلود.»

محمدي پر کرونا ویروس د زده کوونکو اخته کېدو له امله د یو شمېر ټولګیو رخصتېدو اوازې ته په اشاره وویل، درسي ټولګي ډېر ساړه دي، نهه زده کوونکي د سړې هوا له امله ناروغان شوي، د درېیو ورځو لپاره رخصت شول او له روغېدو وروسته بېرته ښوونځي ته حاضر شوي دي.

هغه روښانه کړه:” یو شمېر کورنۍ او زده کوونکي فکر کوي چې د اوازو په خپرولو به ښوونځي رخصت شي خو دا ډول نه ده او باید اوازه خپره نه کړي.”

د دې لېسې یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، کله چې سرمعلمه مړه شوه څو ورځې داسې اوازه وه چې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

هغه د دې په روښانولو چې سرمعلم د وینې او ځګر غوړ او د سږو ناروغي درلوده، زیاته کړه:”د سرمعلم صاحب اکبر کورنۍ موږ ته وویل چې د نوموړې د کرونا ناروغۍ معاینات یې ترسره کړي او پایله یې منفي وه.”

د نوموړي په خبره، مېرمن اکبر په امیري خصوصي روغتون کې معاینات ترسره کړي وو.

د لامعه شهید ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکې شمیم روشنګر هم د کرونا ناروغۍ له امله د دې لېسې د سرمعلمې مړینه اوازه وبلله او ویې ویل: ” زه هم د زکام له امله دوه ورځې رخصت وم او نن بېرته ښوونځي ته راغلم، دا چې موسم تغییر کړی، نو هر څوک چې زکام او ټوخی ولري، دوی فکر کوي کرونا ناروغۍ نیولي دي.”

پژواک خبري اژانس ډېره هڅه وکړه چې د لامعه شهید ښوونځي د مړې شوې سرمعلمې زرغونې اکبر د کورنۍ نظر واخلي خو دوی له پژواک سره مرکې ته حاضر نه شول.

د مېرمن اکبر یوې لور د پژواک د مرکې د غوښتنې په ځواب کې وویل:” په مهربانۍ سره زموږ غم مه تازه کوئ، موږ نه غواړو په دې اړه خبرې وکړو.”

د پوهنې وزارت ستر سلاکار دستګیر منیز پژواک ته وویل، د لامعه شهید ښوونځي سرمعلمه د کرونا ناروغۍ له امله نه، بلکې د زړه ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

هغه زیاته کړه:” یو شمېر زده کوونکو او راحت غوښتونکو ښوونکو اوازه خپره کړه چې کرونا ویروس دی خو موږ د لامعه شهید ښوونځي موضوع جدي تعقیب کړه او دا یوه اوازه وه.”

نوموړي وویل، په یو شمېر ښوونځیو کې یوه میاشت مخکې محدود زده کوونکي پر کرونا ناروغۍ اخته شوي وو، خو بېرته ښه شول او اوس خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

پژواک خبري اژانس له امیري روغتون سره د مېرمن زرغونې اکبر د روغتیايي ریکارډ په اړه خبرې وکړې خو د دغه روغتون مسوولین وايي چې د مېرمن اکبر د کورنۍ له خوښې پرته د هغې روغتیايي ریکارډ رسنیو ته نه ورکوي؛ ځکه دا د ناروغ محرم اسناد دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو راهیسې د دې ناروغۍ ۴۱۸۱۴ مثبت پېښې ثبت شوې دي، چې ۳۴۴۰۴ کسان ترې بېرته جوړ او ۱۵۴۸ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


دغه د حقیقت موندني راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

عزيزالله همدرد

Hits: 8245

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…