سم - دسمبر 2, 2020

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد کړه چې مرکچي پلاوو د سولې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې او نن به په دې اړه دواړه لوري ګډه اعلاميه خپره کړي.

وروسته له هغه چې د سولې د خبرو پر طرز العمل د موافقې خبره لانجمنه شوه، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې بن بست د هواري لپاره دوحې ته رسېدلې او د دواړو لورو د مرکچي پلاوو له غړو سره يې کتلي دي.

د دولت د مرکچي پلاوي وياند احمد نادر نادري پژواک ته وويل چې د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیل کیږي.

د ۱۳۹۸ کال په کب میاشتې کې د امريکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنـځ دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه د دولت کسان خوشي شول او د سولې بین الافغاني خبرې د وږي په ٢٢مه په دوحه کې پیل شوې. په هوکړه کې راغلي چې د لاسلیک له نېټې به تر ١٤ مياشتو امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د تګلارې په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د مسایلو د حل لپاره حنفي فقه او د دغو خبرو لپاره په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل باله، خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخته بیولو لپاره یې د اصل په توګه وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل .

اوس د سولې خبرو پر تګلاره د هوکړې په اړه سرچینې بېلابېلې څرګندونې کوي؛ طالبان او ځینې سرچینې وایي چې په دې اړه د ۲۱ مادو لرونکې هوکړه شوې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري وایي، هوکړه شوې خو مقدمه یې نور کار ته اړتیا لري او د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند بیا ویلي چې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

خو د دولت د مرکچِي پلاوي غړي حفیظ منصور تېره اوونۍ ویلي  چې د سولې خبرو پر اصولو هوکړه شوې او ژر به له خلکو سره شریکه شي.

هغه وایي: «نړۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او د جمهوري ریاست اختلاف د سولې د خبرو مخه نه شي نيولى.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا کې دوو سرچینو هم بي بي سي ته ویلي، د دواړو لوریو مرکچي پلاوي سره سلا شوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه، د افغانستان د خلکو غوښتنه، د دواړو لوریو تعهد او د ملګرو ملتونو بیا بیا غوښتنې به د دغو خبرو بنسټ وي او هغه اختلافونه به د دواړو لوریو علما حل کوي چې شرعي تفسیر ته اړتيا لري.

په قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خبرو د تګلارو په ټولو برخو په ۲۱مادو کې د نومبر په ۱۵ مه هوکړه شوې ده. هغه وایي:«هېڅ شی نه دي پاتې، په ټول طرزالعمل موافقه شوې ده.»

ده په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي:«نوموړی طرزالعمل د مسهل يا کوربه هېواد په حضور کې د ۲۰۲۰ د نومبر مياشتې په ۱۷مه (د لړم ۲۷مه) ولوستل شو. د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه يا مسهل ته هم ور کړل شوه.»

ده د هوکړې متن له پژواک سره شریک نه کړ، ویې ویل:« توافق داسې شوی چې له مطبوعاتو سره به نه شريکېږي.»

خو په همدې ورځ، د دولت د مذاکرتي ډلې غړي او وياند نادر نادري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې په استثنا یوازې د مذاکراتو د مجالسو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي. خو څنګه چی د دغه طرزالعمل د مقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري، ځکه نو د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې په مشترکه جلسه کې چی کوربه هم په کې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې طرزالعمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یوازې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت له مقابل لوري سره شریک کړی دی.»

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د لیندۍ په شپږمه ( نوامبر په ۲۶مه) کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او بندون نه دی مات.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د لیندۍ په ۶مه ویلي و چې په قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او د دوی مرکچي پلاوی هڅه کوي چې په دغه برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.

خو صدیقی بیا وروسته وویل چې مرکچي پلاوو د طرزالعمل په ۲۱ مادو هوکړه کړې او دا مهال د دغې تګلارې پر مقدمه بحث کوي؛ ځکه چې په دې اړه ځینې موارد نور وضاحت ته اړتیا لري.

خبريال او شنونکي سمېع يوسفزي چې د قطر خبرې له نږدې څخه څاري هم وایي چې دواړه لوري د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د ده په وینا، د طرزالعمل په مادو کې ځینې ساده مسایل دي؛ لکه ناسته به څو بجې پیلېږي، د قران کریم په تلاوت به پیلېږي، په دعا به پای ته رسېږي، یو بل ته به درناوی کېږي او یو بل ته به نامناسب ژبه نه کارول کېږي.

خو هغه وویل چې په دغو مادو کې مهم مسایل هم شته؛ لکه د خبرو بنسټ به د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وي او که مسایل حل نه شي، بیا به د مذاکراتي ډلې غړي په افغاني طریقو ستونزه حل کوي، یا به خلکو ته رجوع کېږي او که نور مشکل رامنځته کېږي بيا به ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ته هم موقع ورکول کېږي چې هغوی د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

«حکومت غواړي دغه موضوع وځنډوي»

یوسفزي په دې اړه چې د ولسمشر ویاند پر طرزالعمل د هوکړې په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته وویل چې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، وایي، کله چې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي مشران لکه سلام رحيمي او ستانکزی کابل ته ولاړل او ولسمشر ته یې د هوکړې په اړه معلومات ورکړل « نو هغه (غني) په کې نوي شرايط کېښودل چې د خبرو اترو چې کوم بنياد ده، هغه به د لويې جرګې له پرېکړو سره مخالف نه وي، هغه به له اساسي قانون سره مخالف نه وي او دوی چې کومه پرېکړه کوي تر هغې پورې یې وځنډوي چې د سولې عالي شورا تکميلېږي.»

د ده په اند، ولسمشر غني غواړي د امریکا د نوي حکومت د کار تر پیله دا خبرې وځنډوي.

يوسفزی وايي:«نو تر يو حده پورې ويلی شو، په دغه وخت کې دولت ناغېړي کوي او دولت له هغه څه چې دواړو خواوو پرې امنا کړي وه له هغه نه شا ته شو او له امله يې د دولتي ټيم غړي هم پر خپل ټيم باندې يو څه بې باوره شول او داسې برېښي چې عملا ځينې اشخاص چې دغه ټيم کې قطر تللي دي، هغوی اوس د دولتي ټيم پر دغې پرېکړې چې دوی امنا ورباندې کړې، له هغې نه په شا کېدو باندې خوښ نه دي.»

دی زیاتوي:« ولسمشر تر فشار لاندې هم ده، حتی تېره هفته دوی کوښښ کولو چې مذاکراتي ټيم بېرته کابل ته وغواړي، پرون بيا تشدد (دغزني او زابل بریدونه) وشول، نو هغوی هم وايي چې تشدد او د سولې خبرې يو ځای مشکل دي چې مخکې ولاړ شي، حتی غوښتل يې چې خپل ټيم راوغواړي، خو د بريتانيې او اروپايي ټولنې سمدستي مداخلت له وجې نه يې دغه فکر او دغه پرېکړه چې د ټيم راغوښتلو باندې فکر کوي، د يو څه وخت لپاره وځنډوله.»

دی وايي، که تاوتریخوالي زیاتېږي نو د دې امکان شته چې دغه خبرې په ټپه ودرېږي.

یوسفزی وایي:« د طالبانو وياند دا خبرې چې موږ د سولې توافق ته رسېدلي يو، اصلا دا په دې معنی دي چې يو نوی بحران رامنځته شوی او دا په دې معنی نه ده چې مشکل حل شوی… اوس سوال دا ده چې که دغه بحران او بن بست نه ماتېږي، نو ځينې کړۍ دا سوچ کوي چې هغه عناصر چې په دغه تللي پلاوي کې دي، له طالبانو سره يو درېيم بهیر جوړ کړي چې هغه داسې بهير وي چې ممکن ډاکټر عبدالله هم په کې ورګډ شي او د امريکا مرسته هم ورسره وي او يو بې طرفه او موقت حکومت باندې پرېکړه وکړي، ترڅو په نتيجه کې ډاکټر صیب [غنی] مجبور کړي واک پرېږدي او يو بې طرفه او ناپيلي خلک حکومت کې راشي.»

د هشت صبح ورځپاڼې هم د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې پر طرزالعمل هوکړه شوې او ولسمشر غني د مرکچي پلاوي مشر ته په سخته ژبه ویلي چې ولې يې په خپل سر له طالبانو سره هوکړې ته رضايت ښودلی دی.

سرچینه لیکي، غني ویلي چې د پلاوي پر ځای، د قطر امیر ده ته د سولې خبرو کې د پرمختګ په اړه خبر ورکړی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، ولسمشر غني غواړي چې د طرزالعمل له متن سره باید یو ضمیمه ورزیاته شي، چې هغې کې د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړې او د ملګرو ملتونو ۲۵۱۳ ګڼه پرېکړه لیک ته ځای ورکړل شي.

دغه ورځپاڼه هم لیکي چې غني هڅه کوي تر هغه د سولې خبرې وځنډول شي چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن شاوخوا دوه میاشتې وروسته د لوړې مراسم تر سره کړي؛ ځکه چې د هغه په اند وروسته کېدای شی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره بدله شي او له افغانستانه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاس هم لنډ شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم یو راپور خپور کړی چې ګواکې د سولې خبرو کې له پرمختګ سره سره، ولسمشر غني د دغو خبرو پر وړاندې درېدلی دی.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې ولسمشر غنی هېڅکله هم د سولې خبرو لپاره خنډ نه جوړوي، بلکې د پرمختګ لپاره یې هڅې کوي.

صدیقي ویلي چې ولسمشر د پنځه زره طالب بندیانو په خوشي کولو سره د سولې په برخه کې یو زړه ور ګام پورته کړ، خو طالبانو دغه حسن نیت ته مثبت ځواب ورنه کړ او تاوتریخوالیو ته یې زور ورکړ، خو ولسمشر له دې سره سره، د سولې خبرو دوام ته ژمن دی او دا یې د سولې په لاره کې بل زړه ور ګام دی.

هغه ویلي چې ولسمشر افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې نه سپموي.

بل خوا د ولسمشر سلاکار وحید عمر پر خپله ټويټرپانه ليکلي: “موږ د سولې خبرې نه دي بندې کړي؛ بلکې موږ هغې ډلې ته چې حتا حاضر نه دي چې موږ د یوه دولت په توګه وپېژني، امتیازات ورکړي چې په نړۍ کې یوه هېواد هم دا کار نه دی کړی. ”

وروسته له هغه چې د سولې پر طرزالعمل د موافقې او نه موافقې په تړاو ناندرۍ زياتې شوې، ملګرو ملتونو په دې اړه د ستونزې د هواري هڅې پيل کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (يوناما) نن سهار پر ټويټر ليکلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن ډيبرا دوحې ته رسېدلې ده.

سرچينې زياته کړې، هغه به په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره د سولې خبرو د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

احمدشاه عرفانیار

Hits: 9496

Check Also

په کابل کې د یوې سرښوونکې د مړینې خبر چې ګواکې کرونا مړه کړې، اوازه ده

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩): په کابل ښار کې د کرونا ناروغۍ له امله د لامعه شهید ښوونځي د سرښوو…