سرچینه: د ټاکنو کمېسیون غړو د پایلو پر اعلان توافق کړی
سم - دسمبر 12, 2019

سرچینه: د ټاکنو کمېسیون غړو د پایلو پر اعلان توافق کړی

کابل(پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۸): د ټاکنو کمېسیون یوه باوري سرچینه وايي چې د دغه کمېسیون غړو له ډېرو بحثونو وروسته د ټاکنو د پایلو پر اعلان توافق کړی، خو د دوی پرېکړه تر اوسه د کمېشنرانو له خوا نه ده لاسلیک شوې.

 د ټاکنو کمېسیون یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو له دوامدارو بحثونو وروسته په ۱۱۵ پرېکړه توافق ته رسېدلي دي.

د سرچینې په خبره، د ۱۱۵ شمېرې پرېکړه لیک په اړه چې اوو موارد په کې شامل دي تر اوسه د کمېسیون غړو د هغه اړوند سند نه دی لاسلیک کړی.

 سرچینې زیاته کړه، په ۱۱۵ پرېکړه لیک کې شامل مواد به د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره په یو وخت په یوه ناسته کې له خلکو سره شریک شي.

 سرچینې وویل، د کمېسیون غړو د تېرې ورځې په ناسته کې ویلي چې د ۲۷ ولایتونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه پای ته رسېدلې او د اوو نورو ولایتونو محلونه چې تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا نه لري سیستم ته داخل شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه، په اوو ولایتونو کې له ټولو هغو ۱۳۷۹ محلونو چې تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا لري د ۱۹۱ محلونو رایې باطلېږي.

 د سرچیني د معلوماتو له مخي، په اوو ولایتونو کې د پاتې ۱۳۷۹ ملحونو له ډلې ۴۵۰ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا تفتیش او بیاشمېرنې ته تللې او په ۷۱ محلونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وړاندیز تطبیق شوی دی.

 هغه روښانه کړه چې اوس د کمېسیون غړو پرېکړه کړې ده چې د ۲۷ ولایتونو د رایو پایلې او هغه محلونه چې په اوو ولایتونو کې یې تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا نه لرله د ۱۳۷۹ هغو محلونو له پایلو سره یو ځای چې د ټاکنو په ورځ ترلاسه شوې اعلانوي.

 دغه راز په یاده ناسته کې داسې پرېکړه وشوه چې هر هغه څوک چې په پایلو اعتراض لري د قانون مطابق دې خپل شکایتونه او اعتراضونه ثبت کړي څو له قانون سره سم ورته رسېدنه وشي.

د ټاکنو د مهال وېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان کولای شي د لومړنیو ټاکنو له اعلان تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو خپل شکایات او اعتراضات ثبت کړي او د دغه وخت تر پای ته رسېدو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغه ارزونه پیلوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۱۵ ورځو کې شکایات ثبت او ورته رسېدنه کوي.

د ټاکنو کمېسیون سرچینې د ټاکنو کمېسیون ۱۱۴ شمېرې پرېکړه لیک ته په اشاره وویل، دغه پرېکړه لیک د ۲۷ ولایتونو د  رایو د تفتیش او بیا شميرنې د پایلو اړوند دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د دې پرېکړې په اړه د توافق پر سند لاسلیک کړی دی.

د يادې پريکړې له مخې، د ۲۷ ولایتونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه کې د ۴،۳۲۰ محلونو رايې پاکې رايې ګڼل شوي او دا سیستم ته پورته شوي دي.

 ټاکنو کمېسیون مطبوعاتي دفتر په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات وویل، د ۲۷ ولایتونو راپور د دارالانشا ریاست له خوا د کمېسیون رهبرۍ ته رسېدلی و، د ځینو ملاحظاتو له مخې بېرته دارالانشا ریاست ته لېږل شوی دی.

 دا په داسې حال ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې یاد کمېسیون نن د ورځې تر پایه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې.

 د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ ته وځنډېد، خو وروسته د لړم په ۲۳ مه هم اعلان نه شوې او مشخصه نه ده چې څه وخت به اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه بشپړه کړه، خو ځینو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې ډول د ثبات او همپالنې ټيم په اوو ولایتونو کې د یاد بهیر مخه ونیوله.

عزیزالله همدرد

Hits: 10162

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…