"د ټاکنو کمېسیون باید د قانوني مستنداتو په وړاندې کولو اندېښنې پای ته ورسوي"
نیمه سم - دسمبر 12, 2019

“د ټاکنو کمېسیون باید د قانوني مستنداتو په وړاندې کولو اندېښنې پای ته ورسوي”

 کابل (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې ښايي د ۳۰۰ زره رایو په اړه قانوني ملاحظات ولري، خو په دې اړه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته پرېکړه وکړي.

 د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند محمد رضا فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي د ۳۰۰ زره رایو اړوند ځینو کټګوریو په اړه شکایتونه ثبت شوي وي او یا دغه کمېسیون خپله قانوني ملاحظات ولري.

 هغه زیاته کړه: ((د هغو بېلابېلو کټګوریو په اړه چې په هکله یې د نظر اختلاف موجود دی، اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې تړاو غور او څېړنه کوي او د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته به د قانون مطابق په دې اړه مشخصه پرېکړه وکړي.))

 نوموړي ددې په روښانولو چې ۳۰۰ زره رایې یوه کټګوري نه ده بلکې څو کټګورۍ په کې شاملې دي زیاته کړه، دا سمه نه ده چې ۳۰۰ زره رایې جنجالي وګڼي.

هغه روښانه کړه: ((موږ د ټاکنو له کمېسیونه غواړو چې ژر تر ژره د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر ترسره او بشپړ کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.))

فیاض د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې د دغه بهیر د شفافیت او قانوني مستنداتو په وړاندې کولو د ټاکنیزو ټيمونو اندېښنې پای ته ورسوي او ټاکنو بهیر خپل اصلي مسیر ته راوګرځوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال ویاند ددې په روښانولو چې په قسمي ډول د پایلو اعلان اوس له قانوني اړخه سم نه دی وویل، قسمي پایلې کېداى شي د ټاکنو  له تر سره کېدو  او د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د نېټې ترمنځ  په موده کې اعلان شي، خو اوس له زماني پلوه د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه شاته پرېښودل شوې او باید لومړنۍ پایلې اعلان شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیالې زرمینې حقجو کاکړ له یوې داخلي ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د ټاکنو کمېسیون معلومات قانع کوونکي نه دي، دغه کمېسیون سرغړونه کړې او د ټاکنو کمېسیون له خوا د قسمي پایلو اعلان د منلو وړ نه دی.

 دغه راز نوموړې ته نسبت ورکړل شوى و چې ویلي یې دي، د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه د نوماندانو شکایت تر ارزونې لاندې دی او دغه کمېسیون تصمیم لري چې تر راتلونکو دوو يا درېیو ورځو پورې په دې اړه پرېکړه صادره کړي.

 خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال ویاندې زرمینې حقجو کاکړ پژواک ته وویل، ځینې ورځپاڼو ددې له قوله یوه موضوع خپره کړې او ځينې (شیر و شکر) یې په کې زیات کړي دي.

 هغې زیاته کړه، هغه موضوع چې څو ورځې مخکې یې له یوې ورځپاڼې سره مطرح کړې وه د ټاکنیزو شکایتونو مخکینی دریځ و خو د دغه کمېسیون اوسنی دریځ بل دی او له د رهبرۍ پلاوي تر اروزنو وروسته به یې په یوه خبري ناسته کې له خلکو سره شریک کړي.

 نوموړې زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون په اساس، د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د شکایتونو د ثبت ژمنه د ټاکنو د ترسره کېدو ورځ ده او د شکایتونو د ثبت د میعاد یوه دوره هم موجوده ده چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته پیلېږي.

 هغې روښانه کړه: ((دا چې د [۳۰۰ زره رایو] مساله جدي وه نو موږ د استثنايي شکایتونو په برخه کې ونیوله او زموږ د ارزونې بورډ یې په اړه څېړنې کوي او هرکله چې دغه څېړنې پای ته ورسېدلې د ټاکنو قانون او طرزالعملونو له مخې به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې اړه مشخصه او دقیقه پرېکړه ولري.))

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې.

 د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ ته وځنډېد، خو وروسته د لړم په ۲۳ مه هم اعلان نه شوې او مشخصه نه ده چې څه وخت به اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه بشپړه کړه خو ځینو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې ډول د ثبات او همپالنې ټېم په اوو ولایتونو کې د یاد بهیر مخه ونیوله.

عزیزالله همدرد

Hits: 13555

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…