کورنیو چارو وزارت: د «پولیس ملى افغان» په نوم فيسبوک پاڼه جعلي ده
ناسم - اکتوبر 28, 2019

کورنیو چارو وزارت: د «پولیس ملى افغان» په نوم فيسبوک پاڼه جعلي ده

 کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٨): د «پولیس ملى افغان» په نوم فيسبوک پاڼې څخه د دولت ساز ټيم لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوب پوسټ په فيسبوک او واټس اپ کې بحثونه راپورته کړي دي.

 د «پولیس ملى افغان» په نوم ادرس په ټولنیزه شبکه فيسبوک کې فعالیت لري او لسګونه زره کسان یې تعقیبوي، د کورنیو چارو وزارت مسوولین دغه پاڼه جعلي ګڼي او وايي چې له مخابراتو وزارت سره یو ځای یې د دې پاڼې د غیرفعالېدو کار پیل کړی دی.

په دې پاڼه کې هره ورځ د لوړ رتبه دولتي چارواکو د ویناوو د وېډیو او انځورونو سره ډېر مطالب او د ملي پولیسو کړنې له خلکو سره شریک شوي دي.

 تېره شپه اووه بجې په یاده پاڼه کې د دولت ساز ټيم د لومړي مرسیال امرالله صالح له قوله یو پوسټ شریک شوی دی.

په دغه پوسټ کې چې امرالله صالح ته منسوب شوی راغلي:” د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر امرالله صالح: د جاسوسۍ ضد اداره، د ترورېزم ضد او جنايي څېړنې به د دولت ساز ټيم په دولت کې له باصلاحیته او قوي برخو څخه وي. “

 په یاده جعلي پاڼه کې دغه خپور شوی پوسټ شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو خوښ (لایک)، ۲۱۴ کسانو پرې تبصره کړې او ۷۱ کسانو له خپلو ملګرو سره شریک کړی دی.

 د امرالله صالح د دفتر یوې سرچینې پژواک ته ومنله چې یاد متن د امرالله صالح خبرې دي چې په فيسبوک پاڼه یې خپرې کړې او د «پولیس ملى افغان» جعلي پاڼې هغه کاپي او بیا نشر کړې دي.

 د «خبرنگاران و فعالان رسانه» واټس اپ ګروپ کې یو کس لیکلي، کورنیو چارو وزارت د دولت ساز ټيم تبلیغات مخته وړي. هغه لیکلي، کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې دغه فيسبوک او کاروونکی یې وپېژني.

نوموړي لیکلي: “دا د وزارت لپاره ستره بدنامي ده.”

 یو بل کس لیکلي، د یادې پاڼې د چلوونکي هویت نامعلوم دی.

وزارت امور داخله: صفحۀ فيسبوکى زيرنام «پوليس ملى افغان» جعلى مى باشد

د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، دغه جعلي پاڼه تر اوسه ۱۶۶ زره او ۷۵۸ کسانو خوښه کړې او د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۹ مه د « رياست مبارزه عليه جرايم سنگين وزارت امور داخله» په نوم په ترکیه کې جوړه شوې ده.

 وروسته په همغه کال د ««هواداران رياست مبارزه عليه جرايم سنگين وزارت امور داخله»، ورپسې د «Afghan army special force»، له هغه وروسته د «Afghan police»، بیا د «افغان پوليس» او د ۲۰۱۷ کال له جولای میاشتې راهیسې د «پوليس ملى افغان» په نوم فعالیت کوي.

 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، کورنیو چارو وزارت د «وزارت امور داخله» په نوم یوازې یوه رسمي پاڼه لري. د کورنیو چارو وزارت دغه پاڼه تر اوسه یو میلیون او ۴۲۳ زره او ۴۹۷ لایکونه لري.

د کورنیو چارو وزارت رسمي پاڼه تایید (Verified Page) شوې، که په پاڼه کې ابي نښه وینئ په دې معنا ده چې فيسبوک تایید کړې چې یاده پاڼه د دې ادارې لپاره باوري ده.

 یادې سرچینې وویل، دوی څو ځله د پولیس ملى افغان په نوم جعلي پاڼه د فېسبوک ادارې ته راپور (Report Badge) کړې خو له منځه نه ده تللې.

 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وياندمرستیالې مروې امیني د پولیس ملي افغان په نوم فېسبوک پاڼې په اړه وویل، دا یوه جعلي پاڼه ده او د کورنیو چارو وزارت له خوا نه، بلکې د خپل سرو کسانو له خوا جوړه شوې ده.

هغې زیاته کړه:”هغوى ددې پاڼې په جوړولو غواړې د خلکو او پولیسو تر منځ سوء تفاهم رامنځته کړي او داسې وښيي چې کورنیو چارو وزارت د کسانو او اشخاصو په ګټه کار کوي.”

 دهغې په خبره، ددې تر څنګ چې تېره ورځ یې په رسمي ډول له مخابراتو وزارت څخه د یادې پاڼې د بندولو غوښتنه کړې وویل، کورنیو چارو وزارت هم څېړنې پیل کړې څو معلومه شي چې یاده پاڼه د چا له خوا د کومې موخې لپاره جوړه شوې او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

 خو د مخابراتو وزارت یوې سرچینې وویل، کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه له دوی څخه رسمي غوښتنه نه ده کړې او له همدې امله نه غواړي په دې تړاو خبرې وکړي.

 خو د مخابراتو وزارت ویاند شېرشاه نوابي پژواک ته وویل، په تمه شئ چې دى له خپلو ادارو پوښتنه وکړي او ښايي تر نن مازیګر یا سبا پژواک ته ځواب ووايي.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

زرغونه صالحي

Hits: 11736

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…