د بایومټریک تر ۴۰۰ ډېرې الې ورکې او خرابې شوې دي
سم - اکتوبر 29, 2019

د بایومټریک تر ۴۰۰ ډېرې الې ورکې او خرابې شوې دي

کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر په جریان کې څه باندې ۴۰۰ بایومټریک ماشینونو له ورکېدو او تخریب خبر ورکوي او وايي چې د قضیې ډول ته په کتو به په دې اړه پرې‎کړه وشي.

د یاد کمېسیون مسوولین وايي چې د بایومټریک دستګاوې او د هغه اړوند توکي د رایې ورکونې پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو او د پولیسو او زورواکو له خوا د ضبط له امله ورکې شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو په عملیاتو کې ۱۹۹ بایومټریک ماشینونه ورک شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه: “له تخریب څخه موخه دا ده چې یادې ۲۰۰ دستګاوې په ټولیزه توګه له منځه تللې او د ترمیم او استفادې وړ نه دي.”

دغه راز هغه وویل، د ټاکنیزو عملیاتو پر مهال ۱۷۲ پرېنټر او ۴۹۵ چیپونه د بایومټریک ماشینونو د حافظې کارتونه ورک او ضایع شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۱۹۸۳ پاور بانکونه، ۲۲۵۲ چارجر، ۸۷۲ ډېټاکېبل او د بایومټریک ماشینونو ۲۳۶ سیمکارتونه هم ورک شوي دي.

سرچینې د کارکوونکو د روزنې پر مهال بایومټریک ماشینونو او په هغو پورې د اړوند وسایلو ورکېدو خبر ورکړی او ویې ویل، تر اوسه یې هم د بایومټریک ۱۹ ماشینونه، ۱۷ پرېنټر، ۶۹ چیپونه، ۱۰۵ پاوربانکونه او ۲۲۰ چارجر نه دي ترلاسه کړي.

هغه د دې په روښانولو چې بایومټریک ماشینونه او د هغه اړوند وسایل په ۳۴ ولایتونو کې ورک شوي وویل، له هغو کارکوونکو سره به قانوني چلند وکړي چې په دې برخه کې یې ناغېړي کړې ده.

هغه روښانه کړه چې د بایومټریک ۱۶ الې له کابل او یوه له تخار ولایته دوی ته نه دې رسېدلې، خو د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا غړي له اندازې ډېره بوختیا پلمه کړه او په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون مشرتابه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، یاد کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ۳۴زره او ۹۸۵ بایومټریک ماشینونو ته ځانګړې کړې وې چې له دې ډلې ۳۴ زره او ۷۶۷ کمېسیون ته سپارل شوې او د پورته معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۹۱ بایومټریک ماشینونه کمېسیون ته نه دي رسېدلي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له یادو ۳۴زره او ۷۶۷ تسلیم شوو ماشینونو په ۲۳زره او ۱۷۶ ماشینونو کې د رایې ورکوونکو اطلاعات موجود وو او د ۲۳زره او ۱۷۶ ماشینونو معلومات مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

دغه راز یاد کمېسیون وايي چې دوه زره او ۸۸۸ بایومټریک ماشیونونه د نه فعالېدو، سکرین ماتېدو، انځور نه اخیستو او نورو لاملونو له وجې قرنطین شوي وو چې اوس د ۲۴۷۰ بایومټریک ماشیونون له قرنطین څخه ایستل شوي او د ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې څېړل شوي او د لړم په لومړې نېټه اطلاعات یې مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

د لړم په ۶مه، د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات پرون پژواک ته وویل، د قرنطین شوو بایومټریک ماشینونو ستونزه د کمېشنرانو او ناظرینو په موجودیت کې حل او معلومات یې مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله هم د تلې په ۲۷ مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تر اوسه د ۲۹۸۶ بایومټریک ماشینونو معلومات مرکزي سرور ته د لېږدېدو په حالت کې دي، له تصفیې وروسته به د بایومټریک شوو رای ورکوونکو شمېر کم شي.

Over 400 biometric devices missing, damaged: IEC

دغه راز د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات د تلې په ۲۷ مه پژواک ته وویل: “دغه ډول لوی بهیر ضایعات لري، له بده مرغه چې د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د بایومټریک الو او د هغو اړوند وسایلو ضایعات موجود وو.”

هغه د بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د راټولو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د بایومټریک ماشینونو راټولول پیل شوي او ولایتي رییسانو ته امر شوی چې د ضایع شوو بایومټریک ماشیونونو په اړه خپل راپورونه بشپړ او له کمېسیون سره شریک کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنرې رحیمې ظریفي د لړم په لومړۍ پژواک ته وویل: “یاده مسئله په جدي ډول تعقیبوو او د ولایتي رییسانو له لارې سیمه ییزو ارګانونو ته امر شوی چې ژر تر ژره د بایومټریک ماشینونو او چيپونو (د حافظې کارتونو) په پیدا کولو کې مرسته وکړي.”

هغې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ورک شوو بایومټریک دستګاوو برخلیک به څه کېږي؟ وویل، ښايي د هرې دستګا قضیه او ډول توپیر ولري او د قضیې ډول ته په کتو به په دې اړه پرېکړه کېږي او تر راتلونکو دوو ورځو به له خلکو سره شریکه شي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه دستګاوې د پولیسو په همکارۍ راټولې او کمېسیون ته سپارل کېږي.

بلخوا د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېرې بایومټریک دستګاوې په بغلان، کندهار او فاریاب ولایتونو کې ورکې شوې دي.

په بغلان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا منشي پژواک ته وویل، د ټاکنیزو عملیاتو په جریان کې ۶۵ بایومټریک ماشینونه ورک دي.

هغه زیاته کړه: “۶۱ دستګاوې په مرکزي بغلان او څلور نورې په نهرین ولسوالۍ کې نادرکه شوې خو په اړه یې څېړنې روانې دي او ښايي دغه شمېر لوړ شي.”

دغه راز په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون رییس ایمل عبدالله پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۶ بایومټریک ماشیونونه ورک شوي دي.

هغه زیاته کړه: “یاده ستونزه په ناامنو ولسوالیو کې هغه مهال رامنځته شوې چې پر مرکزونه راکټ توغول شوي او هر څه ګډوډ شوي دي.”

د فاریاب د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې پژواک ته وویل، په ګرزیوان ولسوالۍ کې څلور بایومټریک دستګاوې ورکې شوې او له ټاکنو یوه ورځ مخکې د طالبانو له خوا د قرمقول ولسوالۍ د سقوط له امله ۳۰ بایومټریک ماشینونه او ټول ټاکنیز حساس مواد او رای پاڼې سوځول شوې دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پژواک ته وویل، تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي راټول شوي.

د ټاکنیزو ډلو غبرګون:

د دولت ساز ټېم د دفتر یوه مسوول اجمل هوډمن پژواک ته وویل، د بایومټریک شوو رای ورکوونکو هغه شمېر چې کمېسیون اعلان کړی، دوی ته د منلو وړ نه دی؛ ځکه د رایې ورکوونکو واقعي شمېر له دې څخه ډېر دی او کمېسیون باید د ورکو او ماتو بایومټریک ماشینونو په اړه هم څېړنې وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۱۹۹ بایومټریک دستګاوې او د بایومټریک ماشینونو ۴۹۷ د حافظې کارتونه ورک شوي دي.

هغه وویل، دا د ټاکنو کمېسیون مسوولیت دی چې بایومټریک ماشینونه یې ساتلي وای او باید د خلکو رایو ته احترام وشي.

دغه راز د ثبات او همپالنې ټېم یوه ویاند حکمت ساپي پژواک ته وویل، کمېسیون باید ژر تر ژره د ورکو بایومټریک ماشینونو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

هغه زیاته کړه: ” کمېسیون باید د افغانستان خلکو او ټاکنیزو ټېمونو ته د ورکو بایومټریک ماشینونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي چې یاد ماشینونه چېرته ورک او عاملین یې څوک دي. “

پر ټاکنو د څار بنسټونه:

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې «فیفا» اجرایوي رییس یوسف رشید پژواک ته وویل، کمېسیون ته باید فرصت ورکړل شي چې بایومټریک ماشینونه پیدا او د سموالي په اړه یې ډاډ ترلاسه کړي.

هغه دې ته په اشاره چې د ماشینونو بدلونونه د کشف وړ دي زیاته کړه: ((له نېټې او ټاکنو د ترسره کېدو له ساعت جدا  د بایومټریک ماشینونو د نېټې او ساعت په تنظیماتو کې هر ډول بدلون د کشف وړ دی او دا د اندېښنې خبره نه ده.))

په ټاکنو کمېسیون کې د یوه ټاکنیز ټکټ ناظر میلاد یوسف ابراهیم د ورکو بایومټریک ماشینونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:” د مطرح او مخکښو ټاکنیزو ټکټونو پرېکړه داوه چې د ناوخته رسېدلو او ورکو بایومټریک دستګاوو رایې د منلو وړ نه دي.”

د یادونې ده، ولسمشرۍ ټاکنو د تلې په شپږمه ترسره خو تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوې.

عزیزالله همدرد

Hits: 7715

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…