حقیقت موندونکی پلاوی: په ټاکنیزو موادو کې هېڅ لاسوهنه نه ده شوې
سم - اکتوبر 26, 2019

حقیقت موندونکی پلاوی: په ټاکنیزو موادو کې هېڅ لاسوهنه نه ده شوې

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۸): له ثبات او همپالنې او دولت ساز ټاکنیزو ټيمونو او ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه جوړ د حقیقت موندونکي پلاوي موندنې ښيي چې په ټاکنیزو توکو او بایومتریک ماشینونو کې هېڅ ډول تصرف او لاسوهنه نه ده شوې.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د تلې په ۲۹مه په کابل کې خبري ناستې ته ویلي و چې د کمېسیون د ډیجيټالي جمع بندۍ د مرکز د دروازې قلف مات شوی او په دې اړه باید څېړنې وشي.

د دغه ټاکنیز ټيم غړو ادعا کړې وه چې د ټاکنو کمېسیون د یاد مرکز د دروازې قلف د ارګ په لارښوونه د پولیسو د ځانګړې قطعې او کمېسیون د دارالانشاء د کارکوونکو له خوا مات شوی دی.

له یادو ادعاوو وروسته د قضیې د څېړلو لپاره د لړم په لومړۍ نېټه د ثبات او همپالنې او دولت جوړوونکي ټاکنیزو ټکټونو او ټاکنو کمېسیون څخه پلاوی جوړ شو. یاد پلاوي چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران مولانا عبدالله او اورنګزېب، د ثبات او همپالنې ټيم په استازیتوب څارنوال قاطع او ډاکټر رستم او د دولت ساز ټيم په استازیتوب یاسر مومند او سید خالد سادات یې غړي وو، د لړم په دویمه څېړنې پیل کړې.

د پلاوي موندنې:

د یاد پلاوي په راپور کې چې په اوو پاڼو کې ترتیب شوی او پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، راغلي، د بایومتریک ماشینونو د خونو د دروازو مهرو لاکونه په فزیکي ډول څېړل شوي او د قلف د مهرو لاک شمېره د ټاکنیزو څارونکو او کتونکو له یادښت سره مطابقت درلود او ټولو ناظرینو او مشاهدینو په کتبي ډول تایید کړی دی.

د دغه راپور له مخې، هغه صندوقونه چې بایومتریک ماشینونه په کې وو، خلاص شول او د ماشینونو شمېر د ټاکنیزو ټيمونو د ناظرینو له خوا وڅېړل شو چې ټول جوړ وو او په هغه کې یې لاس نه وهل تایید او وروسته یې د ناظرینو په موجودیت کې د بایومتریک ماشینونو پاتې اطلاعات سرور ته انتقال کړل.

دوی دغه راز په دې اړه د لا ډېر ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې ایا د تلې د ۲۸مې په شپه کوم اطلاعات سیستم ته انتقال شوي او که نه؟ کمېسیون د رسمي ايميل له لارې د درملوک کمپنۍ څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه، چې یاد شرکت د کمېسیون په ځواب کې لیکلي چې هېڅ ډول اطلاعات سیستم ته نه دي انتقال شوي چې دغه ايميل له ټاکنیزو ټکټونو سره هم شریک شوی دی.

په راپور کې زياته شوې، د خونې په داخل کې ۱۶ موجود صندوقونه له فزیکي لحاظه او د شمېر او مهر و لاکونو له مخې وڅېړل شول چې ټول جوړ وو، د ټاکنیزو ټکټونو له یادښتونو سره مطابقت ورکړل شو او ناظرینو او مشاهدینو هم تایید کړل.

د راپور په بله برخه کې راغلي: “دې ته په پام د ټاکنیزو روزنو د ریاست ودانۍ دروازه د معمول په څېر مهر و لاک شوې او د معمول په څېر باید سبا د مسوولینو له خو خلاصه شوې وای. دا چې د شپې خلاصه شوې، سوءتفاهم یې رامنځته کړى، په ډاګه کوي چې د بایومتریک ماشینونو د خونې د دروازې څېړنو، فزیکي څېړنو او د دغه مهرو لاک د فزیکي څېړنې او د درملوک شرکت رسمي ايميل په پام کې نيولو، دې پايلو ته رسېږو چې په انتخاباتي موادو او بايومتريک ماشينونو کې هيڅ ډول لاسوهنه او تصرف نه دى شوى.”

پلاوي ليکلي، د هيئت د څېړنې ترڅنګ بايد امنيتي کمرې په جدي ډول وڅېړل شي او هر شخص چې په دغه شپه د کميسيون د باصلاحيته مقام له اجازې پرته د کميسيون دفترونو ته داخل شوي، بايد تر تعقيب لاندې ونيول شي.

د راپور په پاى کى راغلي، پېښ شوي تخلف په کتلو، د پلاوي تصميم پر دې شو چې هر يو (د کميسیون د دارالانشاء امنیتی مشاور حمیدالله احمدزی، د کمېسیون د ملکي محافظينو مسئوول حاجي لطف الرحمان، د پوليسو د لومړي ټولي سرتېرى سید اصغر) او ټولو هغه کسان چې په دې قضيه کې ښکېل دي او لارښونه يې ورکړې ده، تر قانوني تعقيب لاندې نيولو په منظور اړوندې عدلي او قضايي مرجع ته معرفي شي.

د ټاکنو کميسيون د وياند دفتر سرپرست ذبيح الله سادات هم پژواک ته وويل چې د پلاوي د څېړنې پايله ښيي چې د رايه ورکوونکو په معلوماتو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه ده شوې او يادې شوې خونې ته هم څوک نه دي دننه شوي.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم هغو کسانو ته د مجازات ورکولو غوښتنه کړې چې د دهلېز قفل يې مات کړى دى.

د دې ټيم وياند فريدون خوځون د پژواک دې پوښتنې ته چې د يادې څېړنې له مخې په انتخاباتي موادو او بايومتريک ماشينونو کې هيڅ ډول لاسوهنه او تصرف نه دى شوى، مشخص ځواب ورنه کړ.

خو هغه وويل، د کمرو د تصويرونو په ليدلو سره بايد د قضيې اصلي مقصر وپېژندل او ثابت شي.

هغه دې ته په اشارې چې د هغه کس هويت چې قفل يې مات کړى، تراوسه روښانه نه دى، زياته کړه: «هلته شپږ تنه موجود وو او هويت يې بايد د ثبت شوې ويډيو په اساس، هغه کمره چې د دروازې مخامخ نصب شوې، روښانه شي.»

ده په ډاګه کړه: “موږ ته دا مهمه ده چې عدلي او قضايي بنسټونه د دې قضيې عاملان بايد په مجازاتو محکوم کړي، ترڅو په راتلونکي کې هيڅوک د ملي پروسې د بدنامولو جرئت ونه کړي.”

په حقیقت پلټونکي پلاوي کې د دولت جوړوونکي ټيم استازی سید خالد سادات، پژواک ته وویل، موظف هیئت مني چې د بایومټریک ماشین پر خونې نه کوم برید شوی او نه هم کومه مداخله؛ همدارنګه په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنه او بدلون رد شوى او د ټاکنو بهیر له روڼوالي ډاډ ورکړل شوی دی.

هغه وویل: «اوس څرګنده شوه چې د ثبات او همپالنې ټيم وروستۍ توطیه هم بې پایلې شوه، هغه بهانه چې د خپلې ماتې لپاره یې لټوله، هغه هم ونه چلېده او د افغانستان د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل معلوم شول. یو ټيم چې خپله ادعا نه شي ثابتولی، په کوم اساس په ټاکنو کې د بریا ادعا کوي.»

هغه زیاته کړه: «یو ټيم چې څارونکي یې مني چې په حساسو مواد کې لاسوهنه نه ده شوې؛ خو چارواکي یې د تلویزیون پر پرده د خپلې ماتې لپاره بهانه لټوي، د هغوى د ګټلو چانس خيال دى، ناشونى دى او لېونتوب.»

د لویې څانوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ادارې رییس عبدالقهار فرخ سیر، پژواک ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه د (ډیجیټالي پایلو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز) د قلف ماتولو قضیې په تور چې په کمېسیون کې رامنځ ته شوې، هېڅوک نه دى ور معرفي کړى.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرائیه رییس یوسف رشیدي پر ټاکنو کمېسیون نیوکه وکړه او ويې ویل: «پر ټاکنو هېڅ ناظر بنسټ د دغه هیئت غړیتوب نه درلود. په دغه ډول حالاتو کې چې د قضيې يو اړخ کمېسیون او بل اړخ ټاکنیز ټکټونه وي، پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو شتون مهم او کلیدي دى؛ ترڅو په پوره بې پلوۍ له خلکو سره دقیق معلومات شریک کړي.»

هغه وویل، راپور یې مستقیما نه دی ترلاسه کړی؛ خو د رسنیو له لارې یې خبر ترلاسه کړی، هغه کسان چې د قلف په ماتولو کې په یو ډول دخیل وو، څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او ماشین ته له زیان نه رسېدو ډاډ هم ورکړل شوی دی.

ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ د لړم په ۱۶ اعلان شوې واى.

خو د ټاکنو کمېسیون د تلې په ۲۷مه اعلان وکړ چې له بایومټریک ماشینونو سرور ته د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې وروسته اعلانیږي چې تراوسه نه دي اعلان شوې.

عزیز الله همدرد

Hits: 5983

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…