«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»
یو څه ناسم - اکتوبر 21, 2019

«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د امنیتي او دغه کمېسیون د اداري سرتېرو په همکارۍ د دولت ساز ټيم د کسانو له خوا د یاد کمېسیون د ډیجیټالي مرکز د دروازې د قلف د ماتولو ادعا ګنګوسه او د کمېسیون پر وړاندې یوه دسیسه بللې، خو د ثبات او همپالنې ټيم د یادې موضوع د څېړلو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت او ټاکنو کمېسیون د دوو مهمو چارواکو د دندو د ځنډېدو غوښتنه کوي.

د یوه راپور په حواله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د تلې په اتمه د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د جدول د څېړلو لپاره ډیجيټالي مرکز پرانیست. د کمېسیون مسوولینو هغه ورځ ویلي وو چې په بایومتریک وسایلو کې د ثبت شوو محلونو د جدول انځورونه دغه مرکز ته استول کېږي.

د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنیز کمپاین رییس علي احمد عثماني نن ماسپښين په کابل کې خبری ناستې ته وویل: “تېر ماښام څارونکو ته ویل شوي چې کورونو ته لاړ شي او نن شپه کار نشته، د څارونکو له تګ وروسته د کمېسیون امنیتي مشاور او د دارالانشاء رییس د ځانګړې قطعې له پولیسو سره یو ځای د ډیجیټالي مرکز دروازې ته راغلي او لارښوونه کوي چې د دروازې قلف مات شي، کله چې موږ خبر شو، محل ته لاړو، ومو لیدل چې د دروازې قلف مات شوی دی. د دوی دغه کړنه پر شفافیت، د خلکو پر رایو او ديموکراسۍ د نه منلو وړ برید دی.”

هغه وویل: ” موږ نن سهار د ټاکنو کمېسیون له مشرتابه سره په دې اړه دوه ساعته ناسته درلوده، خو د یاد کمېسیون کمېشنران له دې موضوع ناخبر وو او ویې ویل، موضوع مهمه ده او موږ دې پایلې ته ورسېدو چې باید په اړه یې څېړنه وشي.”

نوموړي زیاته کړه، ښايي دغه عمل د دولت ساز ټيم له خوا رهبري او ترسره شوى وي. 

هغه وویل، د خلکو رایو ته د لاسرسي او د ډیجیټلي مرکز د قلف ماتولو له امله د کمېسیون د دارالانشاء د رییس، د کمېسیون د امنیتي سلاکار، د کورنیو چارو وزارت د ارشد مرستیال او ارګ د امر ورکوونکو دندې وځنډول شي، څو عدلي او قضايي مراجع وکولای شي په دې اړه لازمه څېړنه وکړي.

دغه راز سرچینې روښانه کړه چې د ټاکنو بهیر هم باید په دې اړه د څېړنو تر بشپړېدو ودرول شي.

یاده موضوع له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي:

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم یو شمېر مهمو غړو یاده موضوع چې ګواکي د دولت ساز يم څارونکو د امنیتي سرتېرو او ټاکنو کمېسیون د یوه کارکوونکي په همکارۍ د ډیجیټالي مرکز د دروازې قلف مات کړی او هغه ته داخل شوي، په خپلو فسبوک او ټوېټر پاڼو خپره کړې ده.

د ثبات او همپالنې ټيم په خپله فيسبوک پاڼه د ټاکنو کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله له خولې داسې لیکلي: ” مولانا عبدالله: د دولت ساز ټيم ځينو څارونکو څو شېبې مخکې د ځانګړو امنیتي سرتېرو او ټاکنو کمېسیون د یوه مهم غړي په همکارۍ د ډیجیټالي مرکز د دروازې قلف مات او د حساسو ټاکنیزو موادو خونې ته داخل شوي. نن ماښام د ټاکنو کمېسیون دارالانشاء اعلان کړی و چې نن شپه تخنیکي کارونه بند دي. د ډیجیټلي مرکز دروازه د ناظرینو تر مخ وتړل شوه، خو څو ساعته وروسته خبر شو چې د اتاق قلف مات شوی او د دولت ساز ټيم څارونکي د کمېسیون او پولیسو په همکارۍ خونې ته ننوتي دي. د ثبات او همپالنې ټيم څارونکي سیمې ته رسېدلي او قضیه تر جدي څېړنو لاندې ده. دا به روښانه شي چې کومه لویه درغلي ترسره شوې ده.”

د ثبات او همپالنې ټيم یوه مهم غړي فضل احمد معنوي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: “د ټاکنو کمېسیون د کار تر رخصتېدو وروسته له ځانکړو پولیسو سره یو ځای د دولت ساز ټيم د څارونکو له خوا د شپې پر مهال د ډیجیټالي مرکز د دروازې د قلف ماتول جرم دی چې د نوماندانو د استازو تر نظر لاندې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري جدي څېړنو ته اړتیا لري، لطفاً موضوع جدي وګنئ. “

بلخوا د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنیز کمپاین د رهبرۍ غړي نور رحمان اخلاقي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ” د څو نظامي کسانو له خوا د یوه حساس ټاکنیز مرکز د قلف ماتول د ډيموکراسۍ او خلکو د ارادې پر ضد عمل او د افغانستان لپاره بد خبر دی. دا سمه ده چې غني بایللې، خو غني یو کس دی. د غني تر بایللو د افغانستان بریا مهمه ده. نظامیان مکلف دي چې افغانستان تر بریا ورسوي، نه دا چې د افرادو له بریا او ماتې اغېزمن شي او سیاسي چلند وکړي. هیله من یو چې سبا سهار د دغې سترې تېروتنې د جبران په اړه څه واورو.”

دغه راز د یاد ټيم بل غړي محمد محقق پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي: ” د ټاکنو کمېسیون ډیجیټالي مرکز د دولت باز [دولت ساز] ټيم له څارونکو سره یو ځای د شپې پر مهال د ځانګړو پولیسو ننوتل او د دغه مرکز د دروازې د قلف ماتول د خلکو د پاکو رایو پر وړاندې نظامي کودتا او د ټاکنو بهیر د بې باوری لپاره بې ګټې هڅه ده. “

کميسيون مستقل انتخابات: ناظرين دولت ساز بالاى کارمندان سرور مرکزى حملۀ فزيکى نکرده اند

هغه سرچینې چې تور پرې لګول شوی، څه ځواب لري؟

د ټاکنو کمېسیون یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، په دې اړه پژواک اژانس ته وویل: ” امنیتي سرتېري د سړې هوا له امله یوې ادارې څانګې ته چې صندوقونه او ډيټا سنټر په کې نشته، ننوتلي، خو د دولت ساز ټيم څارونکي نه دي داخل شوي.”

خو د ټاکنو کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ” نن په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي د ډیجیټالي پایلو د څېړلو او ټولولو مرکز ورودي دروازې قلف تېره شپه مات شوی دی. دغه ګنګوسې اساس نه لري او د افغانستان د خلکو ډاډ لپاره د لاندې دوو مواردو ته وضاحت ورکول کېږي.

۱ـ هغه مرکز چې بایومتریک ماشینونه په کې قرنطین شوي، تر تخنیکي کار لاندې دی. ټول کاري بهیر یې د ناظرینو او مشاهدینو تر نظر لاندې پر مخ ځي او د هر کاري شفټ په پای کې یې دروازه د ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې مهرولاک کېږي. د دغه مرکز د قلف نمبر د بېلا بېلو ټاکنیزو ټيمونو له ناظرینو سره شته او د دوی په موجودیت کې خلاصېږي او بندېږي.

۲ـ کمېسیون د ټولو نوماندانو لپاره ځانګړی کاروونکی حساب په پام کې نیولی چې په مرکزي سرور او ډیجیټالي معلوماتو د راټولولو او څېړلو په برخه کې هر ډول تغییرات دوی ته د ليدو وړ دي. “

د ټاکنو کمېسيون کمېشنر مولانا عبدالله د هغې موضوع په اړه چې د هغه  له خولې د ثبات او همپالنې ټيم له خوا خپور شوې، ځواب  ور نه کړ او ويې ويل چې په دې اړه دې د ثبات او همپالنې له ټيم څخه وپوښتل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس حبيب الرحمان ننګ پژواک ته وويل، دغه مسئله چې مطرح شوې، دا ټول افوهات او د کمېسيون پرضد توطيه ده .

هغه زياته کړه، ډيجيټل سنټر د ټولو څارونکو پر وړاندې مهرولاک شوى او تراوسه هيڅوک خونې ته نه دي داخل شوي.

ده وويل، له هغې ودانۍ سره چې ډيجيټل سنټر په کې موجود دى، نږدې امنيتي ځواکونه شته، تېره شپه چې د ثبات او همپالنې ټيم  له خوا چې کومه ادعا وشوه، ټول سيمې ته لاړل او داسې کار چې قفل مات شوى وي، نه دى شوى.

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې قفل نه و مات شوى او د ثبات او همپالنې ټيم استازي په دې اړه ډاډمن شول چې داسې کوم کار نه دى شوى، بيا يې هم نن  سهار په فېسبوک او ټويټر کې دغه ډول افواهات خپاره کړل.

د هغه په وينا، د دې موضوع په اړه د رامنځته شويو اندېښنو په  اړه کمېسيون څېړنه کوي او پايلې يې د خبري ناستې په ترڅ کې اعلانوي.

دغه راز د کورينو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په دې اړه پژواک ته وويل، دغه موضوع له يوې اوازې پرته بل څه نه ده او پوليسو د هيڅ خونې قفل نه دى مات کړى.

هغه وويل: ” هغه نشر شوي خبرونه چې ګواکې امنيتي ځواکونو دې د کمېسيون په چارو کې مداخله کړې وي، په بشپړه توګه بې اساسه دي، لکه څرنګه چې مخکې هم امنيتي ځواکونوپه دې اړه خپله بې طرفي ښودلې، له دې وروسته هم د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې خپله دنده تر سره کوي. ”

هغه په دې مسئله کې د امنيتي معين لاس لرل رد کړل او ويې ويل: ” دا يوه اوازه وه، خلاص شوی ځای د ملي امنيت له خوا ټاکنو کمېسيون ته د رسېدلى تحریر په اساس خلاص شوی، له هغه وروسته د ټاکنو کمېسيون لومړۍ درجه رهبرۍ  تصميم ونيوه چې امنيتي ځواکونه دې ځاى پرځاى شي، نو په دې اساس دغه تصميم نيول شوى و او له ارشد مرستيال او د دغه وزارت له نورو چارواکو سره هېڅ اړیکه نه لري.”

د ملي امنيت د عمومي رياست د مطبوعاتو يوه مسوول حارث جبران  پژواک ته وويل چې په دې اړه خبرې نه کوي.

د دولت جوړونې د ټيم يوه وياند جاوېد فیصل پژواک ته وويل، د ثبات او همپالنې د  ټيم له خوا مطرح شوې ياده موضوع بې اساسه ادعا، اوازه او محض تور دى.

هغه زياته: ” ټاکنيز ټيمونه بايد د بې ځايه تورنو په  پورې  کولو او  نيوکو کولو سره ملي پروسه زيانمنه نه کړي. موږ د دغه مرکز د امنيت په اړه د کمېسيون له مسوولينو خبرې درلودې او موږ ته ډاډ راکړل شوى چې مرکز خوندي دى او د اندېښنې لپاره ځاى نشته، دوى بايد د پروسې حيثيت ته زيان ونه رسوي او اجازه ورکړئ چې د کمېسيون کار پاى ته ورسيږي.

«د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټالي مرکز دروازې د قلف ماتولو ادعا باید وڅېړل شي»

” زرغونه صالحي او عزيزالله همدرد

Hits: 13838

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…