د ټاکنو روڼوالي لپاره د رایې ورکوونکو له نوملړه ۴۲۷زره کسان حذف شوي
یو څه سم - اکتوبر 22, 2019

د ټاکنو روڼوالي لپاره د رایې ورکوونکو له نوملړه ۴۲۷زره کسان حذف شوي

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون وايي چې له ټاکنو مخکې ۴۲۷زره شکمن کسان د رایې ورکوونکو له نوملړه حذف شوي چې په کومه ځانګړې جغرافیه او قوم پورې اړوند نه دي.

د ټاکنو کمېسیون هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې یاد کمېسیون د ځانګړې جغرافیې او قوم اړوند رایې ورکوونکي حذف کړي او ویې ویل، د رایې ورکوونکو له لېسته حذف شوي کسان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دي.

د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات وویل، دغه کمېسیون له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې ۴۲۷زره کسان په دوو پړاوونو کې د رایې ورکوونکو له لېسته لرې کړي خو د ځانګړې جغرافیې او قوم نه، بلکې د ټول هېواد اړوند دي.

هغه زیاته کړه، دغه کمېسیون ۴۰۰زره رایې ورکوونکي چې تکراري یا جعلي پېژندپاڼې یې لرلې او قانوني عمر یې کم و، د رایې ورکوونکو له نوملړه لرې کړي دي.

نوموړي د احصايي ملي ادارې په مرسته د یو شمېر نورو رایې ورکوونکو حذف کېدو ته په اشاره وویل: “نوملړ مو د احصايي ملي ادارې ته ولېږه او ویې ویل، له ټولو رایې ورکوونکو شاوخوا ۲۷زره پېژندپاڼې د احصایې ادارې د معلوماتو په مرکز کې نه وې او هغه یې حذف کړل.”

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس جبیب الرحمن ننګ پژواک ته وویل، د رایې ورکوونکو په ځینو لېستونو کې ځکه ستونزې وې چې دوی ته له مخکنیو کمېشنرانو پاتې وو او په تازه لېستونو کې هېڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کېږي.

هغه زیاته کړه: ” یوازې هغه کسان د رایې ورکونې له حقه محروم شوي چې جعلي او یا دوه تذکرې یې لرلې.”

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویاند روینا شهابي هم د یادې ادارې له خوا د رایې ورکوونکو له نوملړه د ځانګړې جغرافیې یا قوم د خلکو حذف کېدل رد کړل او ویې ویل، دا یوازې تور دی او په اړه یې هېڅ اسناد نشته.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون د احصايي له ادارې غوښتي وو چې شکمن رایه ورکوونکي د تذکرې پر اساس وپېژني او دې ادارې د قانون مطابق خپله دنده ترسره کړه.

نوموړي وویل، د ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول له دوی غوښتنه وکړه چې له ټولو ۹.۱ میلیون تذکرو جعلي، تزویري او شکمنې تذکرې وپېژني چې دې ادارې د قانون مطابق ورته رسېدنه وکړه.

هغه روښانه کړه: “هغه تذکرې چې ستونزه یې درلودې، د احصايي ملي ادارې له خوا شکمنې وپېژندل شوې او د ټاکنو کمېسیون د مکتوب په ځواب کې په رسمي ډول ولیکل شول چې ۲۷زره تذکرې کوایف لري او تر راتلونکې اطلاع شکمنې تذکرې تشخیص شوې دي او کمېسیون د خپلو طرزالعملونو مطابق کولای شي په دې اړه تصمیم ونیسي.”

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو هغه مکتبونه چې د رایې ورکوونکو د نوملړ د تصفیې په موخه د ټاکنو کمېسیون او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ رد او بدل شوي وو، ترلاسه کړي خو له پرله پسې اړیکو او احصایې ادارې ته د اطلاعاتو غوښتنې فورم پر لېږلو سربېره د یادو مکتوبونو پر ترلاسه کولو بریالی نه شو.

خو پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې لومړی یې د دغه کار هرکلی وکړ خو وروسته ولیدل شول چې د رایې ورکوونکو د نوملړ د تصفیې په برخه کې لازم دقت نه دی شوی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید پژواک ته وویل، د ټاکنو کمېسیون او ځینو سیاستوالو له خوا له ټاکنو مخکې د څه باندې ۴۰۰زره رای ورکوونکو حذف خوشاله کوونکی و او دوی یې هرکلی وکړ.

نوموړي قومي، سمتي او ژبنۍ تصفیه رد کړه او ویې ویل، په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې له بېلابېلو سیمو څارنه کړې او د یادو کسانو حذف په یوه قوم، سمت او ژبې پورې اړوند نه دی.

نوموړي زیاته کړه:”موږ د څارونکي بنسټ په حیث کمېسیون ته وویل چې لېست نصب کړي، څو تېروتنې اصلاح شي، خو زموږ د غوښتنې ملاتړ ونه شو، له همدې امله د ټاکنو به ورځ د ډېرو رای ورکوونکو نومونه د رایې ورکوونکو په لېست کې نه وو، سټېکر یې لرل او د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې رایې ورکړې وې، خو د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې نومونه په لېست او بایومټریک ماشینونو کې نه وو.”

د تیفا اجرائیوي رییس نعیم ایوب زاده دې ته په اشاره چې کمېسیون د رای ورکوونکو د نوملړ په تصفیه کې سستي کړې وویل، د رایې ورکوونکو د شفاف لېست په جوړېدو کې ناغېړي شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي قطب الدین رویدار وویل، له دغه کمېسیون سره ۴۱۷ شکایتونه په بایومټریک ماشیونونو کې د نومونو او ۷۹۲ شکایتونه د رایې ورکوونکو په لېستونو کې د نومونو د نه موجودیت په اړه ثبت دي.

د رویدار په خبره، د رایې ورکونې مرکزونو ته د رایې ورکوونکو د نوملړ د نه رسېدو په اړه هم اته شکایتونه ثبت شوي دي.

د کابل ښار د پنځمې ناحیې یوه اوسېدونکي احمد نسیم پژواک ته وویل، د اسماعیل حسن زي په لېسه کې ځکه د رایې ورکونې له حقه بې برخې شوی چې په بایومټریک سیستم کې یې نوم نه و.

هغه زیاته کړه: “ما په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره دویم ځلي پر خپله پېژندپاڼه سټېکر وواهه، خو د ټاکنو په ورځ مې نوم په بایومټریک سیستم کې نه و او د رایې ورکونې له حقه محروم شوم.”

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي محمد حسن هم پژواک ته وویل، د حاجي محمد داد جومات په تاکنیز مرکز کې یې نوم لیکنه کړې وه، خو د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې مرکز ته ولاړ خو د رایې ورکونې اجازه ورنه کړل شوه.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام د رایې ورکوونکو د نومونو پر حذف نیوکه وکړه او ویې ویل، شخصاً له ده سره په دې اړه مشوره نه وه شوې او د ده د اطلاعاتو له مخې، د مرکزي احصايي کارکوونکو له ځانګړو حکومتي ټېمونو سره کاړ کړی او یو شمېر کسان یې د رایې ورکونې له لېسته لرې کړې دي.

د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمېر:

د ټاکنو کمېسیون چارواکو د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوملیکنه لومړنۍ نوم لیکنه وه چې له ۱۰۰ مخیز کتاب څخه په کې استفاده وشوه. د کتاب په هره پاڼه کې شپږ رایې ورکوونکو ثبتېدل. دغه کتابونه د نارینه او ښځینه وو د رایې ورکونې ځانګړو مرکزونو لپاره ترتیب شوي وو.

په نوي بهیر کې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې ۹۴۶۳۵۵۵ کسان موجود وو خو له کتابونو ډېټابېس ته د معلومات له رسولو او سکن وروسته د اوو کټګوریو پر اساس د رایې ورکوونکو ۵۶۳۶۱۴ ریکارډونه حذف شول.

په یادو کټګوریو کې ۱۴۰۹۰۶ د خرابو تذکرو، ۱۵۷۱۴۲ د تکراري تذکرو، ۱۰۱۷۴۶ د زېږېدو د نېټې د نه لرونکو تذکرو، ۱۶۰۶۹۳ د کم عمره کسانو د تذکرو، ۴۰۳ د تذکرو د معلوماتو د نه موجودیت، ۱۸۷ د هغو تذکرو چې کتاب یې ورک شوی او ۸۴۶ د تړلو مرکزونو موارد شامل وو.

د معلوماتو د ارزول شوې برخې دغه ریکارډونو د موقعیت او یا قوم د نه شتون له امله له پېژندل کېدو وروسته د ډېټابېس له سکرېپټونو په استفاده حذف شوي دي. له تصفیې او حذف وروسته د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو شمېر ۸۸۹۹۹۴۱ میلیونو ته رسېده.

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو شمېر:

د ۱۳۹۸ کال د ولسي جرګې تر ټاکنو وروسته ټاکنو کمېسیون فرصت درلود چې په محدود وخت کې ترلاسه شوي معلومات له نږدې و ارزوي. دوی داسې کتابونه ترلاسه کړل چې سکن شوي نه دي او ځينې پاڼې یې نه وې. دغه راز دوی د تکراري رایو او خرابو شوو ایډي ګانو لپاره تازه پلټنه ترسره کړه او د حذف وړ ۴۲۸۹۰۱ موارد یې پیدا کړل. د رایې ورکوونکو دغه موارد هم ځکه د حذف وړ وو چې د موقعیت او قوم سرچینه یې نه وه معلومه.

له تصفیې او زیاتولو وروسته دوی ۵۹۳۶۴۶۵ نارینه او ۳۱۶۷۱۸۷ ښځینه رایې ورکوونکو درلودل چې په ټوله کې د رایې ورکوونکو شمېر ۹۱۰۳۶۵۲ وو.

دغه راز کمېسیون ۲۶۸۴۶ موارد له مرکزي احصايي ترلاسه کړل چې په ښکاره داسې رایې ورکوونکي وو چې جعلي تذکرې یې لرلې. د مرکزي احصايي معلوماتو سټېکر نمبر نه درلود نو ځکه له ډېټابېس سره د دغو معلوماتو تطبیق سخت و. کمېسیون وکولای شول یوازې ۲۰۵ هغه موارد تطبق کړي چې معلومات یې موجود و او په ډېټابېس کې یوازې ۱۸۱ موارد د فعالیو رایې ورکوونکو و چې حذف شوي دي.

له دې وروسته کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په رانږدې کېدو پر شرایطو د برابرو ډېرو هېوادوالو لپاره تقویتي نوم لیکنه پیل کړه چې په ټوله کې ۳۲۹ زره او ۳۱۲ کسانو پکې نوم لیکنه وکړه.

دغه راز یاد بنسټ د تقویتي نوم لیکنې تر څنګ په غزني ولایت کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه هم پیل کړه چې په ټوله کې۲۴۴ زره او ۴۰۹ کسانو پکې نوم لیکنه وکړه.

وروسته د ټاکنو کمېسیون د هغو رایې ورکوونکو معلومات ډېټابېس ته زیات کړل چې د تقویتي نوم لیکنې په جریان او غزني ولایت کې یې ثبت کړي وو، له یادو کسانو وروسته د رایې ورکوونکو شمېر ۹۶۶۵۷۴۵ ته ورسېد، له دې ډلې له ۲،۷ میلیونه ډېرو کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی، خو د ټاکنو کمېسیون له یادو کسانو د یو میلیون او ۷۸۷ بایومټریک رایې ورکوونکو معلومات د اطلاعاتو مرکز ته انتقال کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې ډېر ژر به له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د جلا کېدو پړاو بشپړ او لومړنۍ پایلې به اعلان کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶ اعلانېدې.

خو د تلې په ۲۷مه د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې سرور ته د بایومټریک له ماشینونو څخه د معلوماتو د لېږلو د پروسې د ځنډ له امله یې د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان وځنډاوه.

عزیزالله همدرد

Hits: 9539

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…