موندنې: نیول شوي کس د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنر مولانا عبدالله د برید هوډ نه درلود
ناسم - اکتوبر 21, 2019

موندنې: نیول شوي کس د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنر مولانا عبدالله د برید هوډ نه درلود

کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٨): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي، هغه خبر چې ګواکې یوه کس د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنر مولانا عبدالله د برید هوډ درلود، ناسم دی او یاد کس د یوې تېروتنې له امله نیول شوی وه.

ناسم اطلاعات:

تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات پژواک ته ویلي وو چې یوه وسله وال موټرسایکل سپور د دغه کمېسیون پر کمېشنر مولانا عبدالله د برید کولو په تور نیول شوی دی.

نوموړي ویلي وو، د مولانا عبدالله ساتونکو نن له ماسپښين وروسته د کابل ښار د ۱۷مې امنیتې حوزې اړوند په سرای شمالي سیمه کې یو کس چې غوښتل یې پر مولانا عبدالله برید وکړي، له نیول کېدو وروسته امنیتي ارګانونو ته سپارلی دی.

سرچینې زیاته کړې وه، له نیول شوي کس څخه یو میل مکاروف تومانچه، دوه شاجوره مرمۍ، چاړه، یو سېټ موبایل، یوه مخابره او د (برېښنا د تخنیګر ۱۵۵ شمېره هویت کارت چې د طلوع ټلوېزیون لوګو یې هم درلوده) ترلاسه شوي دي.

دغه راپور ځینو نورو رسنیو هم خپور کړی و، خو تازه موندنې ښيي چې یاد خبر ناسم دی.

سم اطلاعات:

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پژواک ته وویل، د مولانا عبدالله ساتونکو تېره ورځ یو کس چې پر موټرسایکل سپور و، پر مولانا عبدالله د برید په تور درولی او تر څېړنو لاندې یې نیولی و.

هغه زیاته کړه: “کله چې د مولانا عبدلله ساتونکي شکمن کس د ملي امنیت ځانګړو سرتېرو ته سپاري، په ډاګه کېږي چې دغه کس د ملي امنیت کارکوونکی و او پر مولانا عبدالله یې د برید هېڅ تصمیم نه درلود.”

د رحیمي د معلوماتو له مخې، له یاد کس څخه چې ملي امنیت ته سپارل شوی، د کوم خصوصي ټلوېزیون د هویت کارت هم نه دی ترلاسه شوی.

هغه وویل، یاد شکمن کس اوس په خپله دنده کې دی؛ ځکه پر نوموړي لګول شوی تور ناسم دی.

د طلوع خصوصي ټلوېزیون هم ویلي چې د یاد کس په نامه د دغه ټلوېزیون په ډېټابېس کې د هویت کارت نه دی ثبت شوی او هغه د ملي امنیت کارکوونکی دی.

د حقیقت موندنې پایله

پژواک خبري اژانس د ټاکنو او نوماندانو په اړه خپرې شوې ګنګوسې او خبرونه څېړي او خلکو ته ښيي چې دا ډول خبرونه او اوازې د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم، او ناسم» له کټګوریو په کومه کې راځي.

د پژواک خبري اژانس د څېړنې ډله د یادو سرچینو څرګندونو ته په پام وایي، هغه راپور چې ګواکې یو کس د ټاکنو کمېسیون پر غړي مولانا عبدالله د برید تصمیم درلود، ناسم او بې بنسټه دی.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

احمد صهیب حسرت

Hits: 8568

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…