ټاکنو کمېسیون: د دولت جوړوونکي ټېم څاروونکو د مرکزي سرور پر کارکوونکو فزیکي برید نه دی کړی
یو څه سم - اکتوبر 19, 2019

ټاکنو کمېسیون: د دولت جوړوونکي ټېم څاروونکو د مرکزي سرور پر کارکوونکو فزیکي برید نه دی کړی

کابل(پژواک، ٢٧ تله ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د مرکزي سرور پر کارکوونکو د دولت ساز ټېم د څارونکو د فزیکي برید په اړه د محقق او ځینو نورو فېسبوک کاروونکو څرګندونې سمې نه دي بلکې د دغه ټېم یوه څارونکي د کمېسیون له یوه کارکوونکي سره لفظي شخړه کړې ده.

دغه راز ځینو نورو فېسبوک کاروونکو ادعا کړې وه چې یاده شخړه د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي او عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم د څاروونکو تر منځ پېښه شوې، خو لفظي شخړه د دولت جوړوونکي ټېم د څاروونکي او ټاکنو کمېسیون د یوه کارکوونکي ترمنځ شوې ده.

د ثبات او همپالنې ټېم طرفدار محمد محقق تېره ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه داسې لیکلي:”کله چې د تابوت ساز ټېم ماتې روښانه شوه د دغه ټېم څاروونکو نن د مرکزي سرور پر کارکوونکو فزیکي برید کړی دی. “

د محقق دغه پسټ شاوخوا دو زرو کسانو خوښ کړی، ۲۸ کسانو پرې تبصره کړې،۱۲۴ کسانو له نورو دوستانو سره شریک کړی دی.

د یوې خصوصي رسنۍ خبریال بشیر احمد قاساني د محقق دغه پوسټ پر خپله فېسبوک پاڼه شریک کړی دی.

نوموړي داسې لیکي: “محمد محقق د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر بایومتریک کارکوونکو د برید خبر ورکړی دی.”

د محمد فهیم فطرت په نوم یوه بل فسبوک کاروونکي په خپله فېسبوک پاڼه د یادې شخړې په اړه دوه جلا پوسټونه له دوستانو سره شریک کړی دي.

نوموړي په خپل یوه پوسټ کې لیکلي: “د دولت ساز ټېم یو څاروونکی د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو سره د فزیکي شخړې او تاوتریخوالي له امله نن له کمېسیونه و ایستل شو. “

هغه په یوه بل پوسټ کې لیکلي: “د هرې ورځې په تېرېدو د دولت جوړوونکي ټېم ماته یقیني کېږي. نن د پکتیا ولایت د رایو د ارزونې پر مهال د ټاکنو کمېسیون یوه کارکوونکي ته ښکنځا وکړه او تاوتریخوالی یې رامنځ ته کړ. وضعیت کنټرول شوی او کار په نورمال ډول مخته ځي. د دولت جوړوونکي ټېم ناظره له محل څخه بهر شوی او د امنیتي سرتېرو تر پوښتنو لاندې دی. تاوتریخوالی ته مخه کول او د ګډوډیو رامنځته کول د ماتې د تریخوالي پایله ده. “

کميسيون مستقل انتخابات: ناظرين دولت ساز بالاى کارمندان سرور مرکزى حملۀ فزيکى نکرده اند

فېسبوک کاروونکو د یادو پوسټونو په اړه څرګندونې کړې دي، ځینو د ثبات او همپالنې ټېم په طرفدارۍ تبصرې کړې خو یو شمېر نورو بیا د دولت ساز ټېم په ملاتړ تبصرې کړې دي.

د محمد فدا کریمي فرخاري په نوم یوه فېسبوک کاروونکي لیکلي: “دو له خپلې ماتې ځورېږي، رواني ناروغي ورته پیدا ده چې داسې عمل کوي.”

احمد جاوید عرفاني هم لیکلي: “په دې هیله چې یوه ورځ یې رییس هم له هېواده ووزي. “

خو ځینو نورو فېسبوک کاروونکو د ثبات او همپالنې ټېم پر خلاف تبصرې کړې دي.

امید رښتین لیکلي: ” د ثبات او همپالنې ټېم څارونکو ته هم د ماشومانو په څېر توی ورکړل شوی دی، که زه ستاسو پر ځای وای له شرمه د څو ورځو لپاره له خلکو پټېدم. “

صدف یوسفي هم د ثبات او همپالنې د ټېم پر خلاف لیکلي: ” وايي ۴۰۰ چيپ کارتونه ورک شوي، څرنګه کېږي ایا په دې اړه مو فکر کړی چې مقابل ټېم د عبدالله د رایو د لغوه کېدو لپاره کوم نوی تکنیک کارولی دی. “

نصرت الله مهرزاد پر خپله فېسبوک پاڼه د ټاکنو کمېسیون خبرپاڼه خپره کړې او داسې یې لیکلي: “هیله من یم چې محقق او قاساني نور دروغ ونه وايي، په اسلام کې دروغ لویه ګناه ده. “

د مهرزاد پر فېسبوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې داسې راغلي: ” د اوازې رد! ګرانو هېوادوالو په دې اړه خپرې شوې ګنګوسې چې ګواکي د دولت ساز ټېم څارونکو د ټاکنو کمېسیون د مرکزي سرور او یا بایومتریک پر کارکوونکو برید کړی بشپړې ناسمې دي، اصلي خبره داسې وه چې نن جمعه د جبهه ملى نجات افغانستان ګوند یو ناظر د ټاکنو کمېسیون له یوه کارکوونکي سره لفظي شخړه وکړه. له شخړې وروسته د کار جریان نیم ساعت بند شو او وروسته حالت بېرته عادي شو. همدا اوس ناظرین او کارکوونکي پر خپلو چارو بوخت دي. نو ځکه په مجازي پاڼو خپرې شوې ګنګوسې حقیقت نه لري.”

د دولت جوړوونکي ټېم یوه ویاند سید باقر کاظمي پژواک ته وویل: “داسې چلند معمول دی، ځینې وخت ترسره کېږي، د دولت جوړوونکي ټېم یو ناظر  د ثبات او همپالنې ټېم له ناظره سره ډېره وړه لفظي شخړه رامنځته شوه خو تر فزیکي حده نه وه. “

دی وايي چې په هېڅ صورت د دغه ټېم ناظر د ټاکنو کمېسیون د مرکزي سرور پر کارکوونکي برید نه دی کړی.

خو د پژواک خبري اژانس د تحقیق پایله څه ده؟

د پژواک لاسته رواړنې ښیي چې د محمد محقق په دې اړه خبرې چې د دولت جوړونکي ټېم ناظرینو د مرکزي سرور په کارمندانو فزیکي برید کړی، ناسمې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې کوچنی لفظي شخړه ترسره شوی.

په ټاکنو کمېسیون کې یو معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم ذکر شي پژواک ته وویل چې تېره ورځ د دولت جوړونکي ټېم یوه ناظر د مرکزي سرور له یوه کاکوونکي سره لفظي شخړه وکړه او وروسته هغه ورقې چې په لاس کې يې وې؛ کارکوونکی یې پر مخ پرې وواهه.

پژواک خبري اژانس د حقیقتونو یو بل پرګرام ترسره کړ او خلکو ته ښیي چې  دا خبر د سم، لږسم، لږ ناسم، او ناسمو خبرونو له ډلې د لږ سم خبر په کتګورۍ کې راځي.

زرغونه صالحي

Hits: 9944

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…