د ولسمشرۍ ټاکنو دوه څارونکي وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي
فیچري راپورونه - اکتوبر 17, 2019

د ولسمشرۍ ټاکنو دوه څارونکي وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي

کابل(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): تر اوسه په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنو له څارونکو د دوه تنو د وژل کېدو، د شلو د ټپی کېدو، د ۲۶ د نیول کېدو او بېرته خوشي کېدو او د لسګونو د وهل کېدو او ګواښل کېدو خبر ورکړل شوی. 

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د تلې په شپږمه ټاکنې ترسره شوې؛ خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ولسمشريزو ټاکنو کې څه باندې۱۱۳۵۰۰ ناظرينو، څه باندې ۲۱۶۸۰ ملي او نړيوالو مشاهدينو، ۱۱۵۳ ملي او نړيوالو خبريالانو او ۸۷ ځانګړو مېلمنو د ټاکنو له بهير څخه څارنه کوله.

له دغو څارونکو، ۸۴۲۷۲ د ولسمشرۍ د نوماندانو، ۲۹۲۴۶ د سیاسی ګوندونو، ۲۱۵۹۷ د ملي کتونکو بنسټونو، ۱۱۵۳ د ۴۰ رسنیو، ۷۸ د اتو نړیوالو کتونکو بنسټونو او ۸۷ د ۷ نړیوالو بنسټونو کسان دي چې د ټاکنو په ورځ يې د ټاکنو له بهیر څخه څارنه کړې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې له دغو کسانو تر اوسه د دوه تنو د وژل کېدو، د شلو د ټپی کېدو، د ۲۶ د نیول کېدو او بېرته خوشي کېدو او د لسګونو و هل کېدو او ګواښل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزيز رفيعي وايي، د ټاکنو ۵ ورځې وروسته علي نقي په نوم د دوی يو ناظر د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په لنګر سيمه کې د دولت وسله والو مخالفینو نيولی و او درې ورځې يې تر شکنجه کولو وروسته وژلی و. 

رفيعي زیاته کړه: “د مجما مشاهد علی نقی د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د بهارک د نسوانو په ښوونځي کې نظارت وکړ، د اکتوبر په درېیمه د سيمې د طالبانو لخوا د لنګر په سيمه کې له موټر څخه ښکته کړای شو، د درې ورځو تر شکنجه کولو او زورولو وروسته د اکتوبر په ۷مه د بازارباشي په سیمه کې شهید کړای شو.”

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د ټاکنو پر مهال د دوی څو تنه ډبول شوي او لسګونه نور يې ګواښل شوي، ان  تر دې چې ځینو یې دنده پرېيښې ده.

ده وویل چې ډېر دغه کسان د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ګواښل شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، د افغانستان د مدني ټولنو بنسټ په ټول هېواد کې ۴۷۰۰ ناظرين لرل.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (تيفا) وياند احمد زبير حبيب زاده پژواک خبري اژانس ته وويل:”د تخار د مرکز اړوند تالقانو ښار په څنډو کې زموږ درې ناظرين سهار مهال چې غوښتل يې ټاکنيزو مرکزونو ته ولاړ شي د لارې په اوږدو کې د سيمه ييزو طالبانو له خوا تښتول شوي وو، خو د ملي پوليسو په هڅو راخوشي شول.

دی د جزییاتو له ورکولو پرته وایی چې د دغه بنسټ لوړ پوړي چارواکي د ځينو ټاکنيزو ټکټونو د پلويانو له خوا ګواښل شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، تيفا په ټول هېواد کې ۵۲۰۰ ناظرين لرل.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ (فيفا) مشر يوسف رشيد وایي چې د دوی يو څارونکی د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې په چادونه کې ټپي شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دى.

هغه زياتوي چې طالبانو د ټاکنو په ورځ د تخار پر چاه آب ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی و او د دغه بنسټ پنځه تنه څارونکي په دغه جګړه کې بند پاتې وو او څلور ورځې یې له دفتر سره اړیکه پرې وه.  

دی زیاتوي:” امنيتي ځواکونو مرسته ورسره کړې وه او د تخار رستاق ولسوالۍ ته يې بېولي وو او بېرته تالقانو ته راغلل.”

رشيد د جزییاتو له ورکولو پرته زياته کړه، د دوی يو ناظر د هېواد په يوه ولايت کې وسله والو طالبانو نيولى و، خو بېرته یې راخوشی کړ.

هغه وایي چې د ټاکنو په ورځ د فيفا درې ناظرين په کابل، دوه په پکتيا، يو، يو په فراه، کندوز، شبرغان، بدخشان او کاپيسا ولايتونو کې ډبول شوی یا ګواښل شوي وو.

د ده د معلوماتو له مخې، فيفا په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ ناظرين لرل.

همداراز، د افغان ښځو شبکې یوې غړې قدسيه رحيم وايي، د افغان ښځو شبکې د هېواد په اتو زونونو (کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، پکتيا، کندوز او باميان ) کې ۲۸ تنه ناظرين لرل، خو له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

له ماينونو څخه د متاثرو افغانانو موسسې (ALSO) مشر محمد حسين احمدي وايي، چې دوی په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، پروان، باميان او کندهار کې ۹۰ تنه کتونکي (مشاهدين) درلود چې ۹۵ سلنه يې معلوليت لرونکي کسان وو.

هغه زياتوي، په دې موده کې يې هېڅ کتونکی له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی.

د ودان افغانستان د عامه اړيکو مسوول عبدالحق ثاقب وايي چې د ودان افغانستان موسسې په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتيا، خوست او کندهار کې ۳۵۰ تنه څارونکي لرل چې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوي.

د ملي پيوند ګوند د تشکيلاتو مشر او د رهبرۍ شورا غړي خيرالدين عيني وايي چې دوی ګوند په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ څارونکي لرل چې د ولسمشريزو ټاکنو په ورځ يې څارنه کوله.

هغه زياتوي، د دوی دوه څارونکي د تخار په خواجه غار او يو کس د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا ګواښل شوی دی.

د دولت ساز ټيم د حقوقي او نظارت  چارو مسوول او استازي اجمل هوډمن پژواک ته وويل چې د ډاکټر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټيم  د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د څار په موخه ۲۹۵۸۶ څارونکي پر دندو ګومارلي وو چې د دولت ساز د ټيم د ملاتړو ګوندونو ۲۰۲۷۳ غړو هم د دوی لپاره نظارت کاوه.

ده وويل: ” د دولت ساز ټيم یو تن د طالبانو له خوا په غزني کې وژل شوی او په ټول هېواد کې د دولت ساز ټيم ۱۹  ناظرين په بېلابېلو پېښو کې ټپيان شوي دي.”

هوډمن زیاته کړه چې په میدان وردګو، بدخشان او کندوز کې د دوی  ۵  ناظرین د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې اوس د قومي مشرانو په مرسته راخوشې شوي  او دغه راز  ۷ تنه نور يې د کم وخت لپاره په کابل، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د دولتي ځواکونو له لوري بنديان شوي چې بېرته ژر خوشې شوي دي.

د ثبات او همپالنۍ ټيم وياند فريدون خوځون وايي، د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنيز ټکټ د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو د څار په موخه ۳۱ زره څارونکي په دندو ګومارلي و.

هغه زياته کړه:” زموږ يو ناظر د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري ډبول شوي و، د کونړ په مرکز اسعد آباد کې زموږ څلور څارونکي بنديان شوي و، د کندهار په سپين بودلک کې زموږ يو ناظر د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان بندي کړي و.”

دی همداراز زياتوي، د ياد ټيم يوه څارونکې د کاپيسا په مرکز محمود راقي ښار کې د ولسي جرګې وکيل اقبال صافي له خوا ډبول شوې وه.

د ګلبدين حکمتيار د سولې او اسلامی عدالت ټاکنيز ټکټ د ټاکنیزو سياليو مشر عبدالستار خواصي وايي، دوی په تېرو ټاکنو کې د ټول هېواد په کچه ۱۴۰۰۰ څارونکي لري چې له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وياند د دفتر سرپرست ذبيح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته د ناظرينو د وهل ډبول کېدو، تښتونې، ټپي کېدو او ګواښونو په اړه راپور نه دی رسېدلی.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د وياند مرستيال محمد رضا فياض هم وايي چې ياد کمېسيون په هر ټاکنيز مرکز کې يو استازی درلود، خو د دوی استازي له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د نورو بنسټونو ځينې ناظرين چې وهل شوي او يا ګواښل شوي د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې يې خپل شکايتونه ثبت کړي دي.

ده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

احمدشاه عرفانيار

Hits: 5920

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…