د ولسمشرۍ نوماند عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مخنیوی نه دی کړی
ناسم - اکتوبر 20, 2019

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مخنیوی نه دی کړی

کابل (پژواک، ٢٨ تله٩٨): هغه خبر چې ګواکې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مخنیوی کړی، ناسم او بې بنسټه دی.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.          

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې بايد پرون شنبه (د تلې ۲۷مه) اعلان شوې واى، خو تراوسه دا کار نه دی شوی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې امله چې ویې نه شو کړای، د رایو پایلو اړوند چارې بشپړې او تېره ورځ اعلان کړي، بښنه غوښتې ده.

ناسم اطلاعات

یو خصوصي تلوېزیون تېره شپه د یوې سرچینې له قوله لیکلي وه:”ډاکټر عبدالله عبدالله د لومړنیو پایلو د اعلان مخنيوى كړ‎ی چې د دغو رايو پر اساس ټاکل شوې وہ اشرف غني بريالى اعلان شي. د كمېسیون دارالانشاء غوښتل د ناپاكو رايو پر اساس نتايج اعلان كړ‎ي خو د ثبات او همګرايي ټیم د غيربايومټريك رايو د تصفيې غوښتنه کړ‎ې.”

دغه خبر ۲۳۰۰ کسانو خوښ کړی، ۲۸۹ کسانو پرې تبصره کړې او ۱۷۹ تنو له نورو سره شریک کړی دی.

خو ځینو اړوندو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه خبر سم نه دی.

سم اطلاعات

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د یاد خبر په اړه پژواک خبری اژانس ته وویل، دا حقیقت نه لري چې د ثبات او همپالنې ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مخه نیولې ده.

ده زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مستقل دی او دوی ته د فرد بریا مهمه نه ده، د ټاکنو د بهیر بریا مهمه ده.

د هغه په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ونه شو کړای چې په ټاکلي وخت  لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

سادات زیاته کړه: “د کمېسیون په کارونو کې د تصفیې برخه چې دوه، درې ورځې وخت به ونیسی او ځینې نور تخنیکي کارونه پاتې دي چې وروسته له هغه به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.”                  

دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تیره شپه په خبري ناسته کې  وويل، دا چې د ټاکنو د پايلو د پړاوونو ترسره کول لا ډېر دقت او شفافيت ته اړتيا لري، نو د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د تامينولو په خاطر يې له مهالوېش سره سم نن لومړنۍ پايلې اعلان نه شواى کړې.

نوموړې دغه راز په ډاګه کړه چې د پايلو د پروسس پرمهال يو شمېر څارونکي له خپل صلاحيت څخه د باندې د دغه بهير د ځنډېدو لامل شوي دي، نو وروسته له دې له ټولو څارونکو او سياسي ګوندونو په جدي ډول غواړي چې د خپل صلاحيت په حدودو کې عمل وکړي او د دې بهير د ټکني کېدو او ځنډېدو سبب نه شي.

د نورستانۍ په وېنا، د پایلو راټولولو په ملي مرکز کې تر اوسه د پایلو د (۲۵۵۶۶) فورمونو کار پای ته رسولی چې له دې ډلې (۱۳۲۹) فورمونه ستونزې لري او باید د دغو فورمونو اړوند معلومات وڅېړل شي او ۴۸۲ فورمونه تر اوسه نه دې راغلې. ۲۳۱۷۶ دیجیتلي فورمونه په سرور کې پروسس شوي چې وروسته به بیا په سرور کې تصفیه شي.

هغې زیاته کړه، کمېسیون د ټاکنو ورځې ته ټولې ( ۳۴۹۵۸) بایومتریک دستګاوې ځانګړې کړې وې چې د دغو دستګاوو له ډلې (۳۴۷۶۷) دستګاوې بېرته راوړل شوې دي چې د(۲۳۱۷۶) رایه ورکوونکو اطلاعات په کې دي؛ خو (۲۸۸۸) بایومتریک دستګاوې د شیشو د ماتېدو، نه روښانېدو، د ټاکنو په ورځ د فورم د عکس نه اخیستو او نورو دلایلو له مخې قرنطین دي چې اوس له قرنطینه ایستل شوې دي، د څارونکو او کتونکو په حضور کې څېړل کېږي او په هغو کې بایومتریک اطلاعات سرور ته لېږدول کېږي.

د ثبات او همپالنې ټيم ویاند فریدون خوځون هم یاد خبر ناسم وباله او ویې ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپلو کارونو کې خپلواک دی او هېڅوک حق نه لري چې په کارونو کې یې لاسوهنه وکړي.

د هغه په خبره، د ثبات او همپالنې ډله که پر کمېسیون نیوکه ولري، د قانون له مخې عمل کوي او باور لري چې کمېسیون لومړنۍ پایلې د لاروڼوالي لپاره ځنډولې دي.

ده زیاته کړه:” د ثبات او همپالنې ټیم د کمېسیون پرېکړو ته درناوی لري، خو ښه به دا وه چې لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان شوې وای.”

د حقیقت معلومولو پایله

پژواک خبري اژانس د ټاکنو او نوماندانو په اړه خپرې شوې ګنګوسې او خبرونه څېړي او خلکو ته ښيي چې دا ډول خبرونه او اوازې د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم، او ناسم» له کټګوریو په کومه  کې راځي.

د پژواک خبري اژانس د څېړنې ډله د یادو سرچینو څرګندونو ته په پام وایي، د رسنیو یاد راپور چې ګواکې عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو مخنیوی کړی، ناسم او بې بنسټه بولي.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

 احمد صهیب حسرت

Hits: 5098

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…