پیام تبریکی رئيس ولسی جرگه به عبدالله جعلی است
ناسم - سپتمبر 29, 2019

عبدالله ته د ولسې جرګې د رئیس د مبارکۍ پیغام جعلي دی

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۸): د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د فېسبوک هغه پاڼه چې د ولسي جرګې د رئیس «الحاج میر رحمان رحماني» په نوم جوړه شوې او په هغه کې عبدالله عبدالله ته د مبارکۍ پیغام ورکړل شوی، د رحماني اړوند نه ده.

د ولسمشرۍ ټاکنې تېره ورځ (د تلې په شپږمه) ترسره شوې. تراوسه د دې ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې او ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د ولسمشرۍ له دیارلسو نوماندانو یو تن و چې خلکو رایه ورکړه.

ناسم اطلاعات:

د ولسي جرګې د رئیس الحاج میر رحمان رحماني په نوم پر فېسبوک پاڼه ليکل شوي: «د لوی مجاهد سیاستمدار، باصلابته، باتمکینه او خدمتګار ملت محترم ورور ډاکټر عبدالله عبدالله ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي وایم. تاسو قهرمان ملت په ډېرو سختیو وښوده چې زور او زر ونه شو کولای ستاسو قوي اراده د راتلونکي ولسمشر په نسبت له منځه یوسي. ژوندی او تلپاتې دې وي زموږ باعزته او غیرتي خلک.»

دې پیغام ته له درې زره ډېر لایکونه ورکړل شوي، په اړه یې ۹۶۲ تنو تبصرې کړې او ۴۶۲ کسانو د فېسبوک له لارې یو بل سره شریک کړی دى.

یاد پیغام ذبیح الله پنجشیري، نجیب الله نجیب، حامیان وحدت وحدت او ۴۵۹ نورو کسانو له خپلو فيسبوک پاڼو څخه شريک کړى دى.

پیام تبریکی رئيس ولسی جرگه به عبدالله جعلی است

سم اطلاعات:

د ولسې جرګې رئیس میر رحمان رحماني ته یوې نږدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي،  پژواک خبري اژانس ته وویل چې د «الحاج میر رحمان رحماني» په نوم جوړه شوې پاڼه، جعلي ده او د ولسي جرګې د رئیس رحماني اړوند نه ده.

هغه زیاته کړه چې تراوسه د ګډون کوونکو کچه معلومه نه ده او یوه نوماند ته د مبارکۍ پیغام له وخت مخکې دی.

هغه زیاته کړه: «زه هم له دې موضوع خبر شوم، ځینو د رحماني له نوم څخه استفاده کړې ده؛ په دې اړه به د ولسي جرګې د رئيس له رسمي پاڼې څخه ډېر ژر پيغام خپور شي.

  همدارنګه یادې سرچینې وویل، د ولسي جرګې د رئیس په نامه څو فېسبوک پاڼې جوړې شوې دي او دا موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره هم شریکه شوې ده.

د حقیقت معلومولو پایله:

پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې د ټاکنو او نوماندانو په اړه خپرې شوې ګنګوسې څېړي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم، او ناسم» له کټګوریو په کومه کټګورۍ کې راځي.

د یاد مطلب په اړه د دغه اژانس څېړنې ښيي چې د عبدالله د بریا په اړه د ولسي جرګې د رئیس د مبارکۍ پیغام ناسم او بې بنسټه دی.

خواجه بصیرفطري

Hits: 10301

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…