«له وخته مخکې د ټاکنو پایلو په اړه د مسلمیار او عطامحمد نور پرېکړه د قانون خلاف ده»
پاروونکې ویناوې - سپتمبر 29, 2019

«له وخته مخکې د ټاکنو پایلو په اړه د مسلمیار او عطامحمد نور پرېکړه د قانون خلاف ده»

 کابل (پژواک، ۷ تله ۹۸): ټاکنو کمېسیون، د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ټاکنو د پایلو په اړه د ځینو سیاسیونو له خوا له وخته مخکې مبارکي د طرزالعمل او ملي ګټو خلاف عمل بللی چې له سرغړونکو سره یې قانوني چلند کېږي.

  ولسمشرۍ ټاکنې پرون ترسره شوې او خلکو خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړه؛ تراوسه چې د ټاکنو پایله نه ده اعلان شوې، او نه هم په دې پروسه کې د ګډون کوونکو شمېر معلوم دی.

 خو د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار پر خپله فېسبوک پاڼه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند اشرف محمد غني ته مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي:«ډېر د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې چې له مختلفو ولایتونو یې تر لاسه کړي، تراوسه دولت جوړونکي ټېم د رایو اکثریت لاسته راوړی.»

هغه زیاته کړې چې د تېرې ورځې په ټاکنو کې، خلکو په خپل پراخ ګډون نړیوالو ته وښوده چې افغانان د امنیت او جمهوریت د دوام غوښتونکي دي.

مسلمیار لیکلي چې ټاکنې تېره ورځ رڼې او عادلانه ترسره شوې.

 د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطامحمد نور هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « له ټولو کمیو او ستونزو سره سره چې په ټاکنو کې موجودې وې، لومړی د خلکو ګډون او د ولسواکۍ بریا د هېواد ټول غیور ملت ته وړاندې کوم.

لومړنۍ پایلې په لومړي پړاو کې د یوه نوماند بریا ښیي او دويم پړاو ته د تلو اړتیا به نه وي. هغه کسان چې د بحران په لټه، له پیله د پایلو نه منل او څلورلارو ته د خلکو راايستل څو اجرائیه ریاست ته ورسیږي، لطفا دا نظریه مو له سرڅخه لرې کړئ.

دا ځل به اجرائیه ریاست وجود و نه لري. افغانستان په یوه ځانګړي پړاو کې قرار لري، هېواد او خلک د ناورین زغم نه لري. د سولې او ارامتیا په هیله!»

نور د بریالي نوماند نوم نه دی لیکلی خو د هغه خبرې ممکن «د اجرائیه ریاست او بحران د خلق» په اړه د حکومت د جرائیه ریاست او ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ته متوجه وي؛ چې عبدالله په هغه وخت کې پایله نه منله.

 د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو له جنجالي کېدو وروسته، دوه مخکښ نوماندان (محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړیتوب، په ملي وحدت حکومت موافقه وکړه.

«پیشداوری های مسلمیار و عطامحمد نور در مورد نتایج انتخابات خلاف قانون است»

د قانون خلاف پیغامونه:

 خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، ددې ډول پیغامونو نشرول د طرزالعمل او قانون خلاف وبلل او ویې ویل چې هېڅوک د ټاکنو د پایلو په اړه د وړاندوینې حق نه لري.

 هغه زیاته کړه: «ددې ډول پیغامونو خپرول د ملي ګټو او ملي وحدت پر ضد پای ته رسیږي، دا پیغامونه عامه ذهنونه خرابوي او حتى کولای شي د ټاکنو مشرعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

 هغه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له پلویانو په ځاګړې توګه له دولتي مقاماتو وغوښتل چې د پایلو تر اعلان مخکې، د ټاکنو د پایلو اړوند هر ډول پیغامونو له خپرولو دې ډډه وکړي.

 هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون، له هغه کسانو سره چې دروغ او شایعات نشروي، قانوني چلند کوي او هېڅوک ددې حق نه لري چې د پایلو تر اعلان مخکې، پایلې اعلان او د کمېسیون کاري چارو کې مداخله وکړي.»

 ابراهیمي وویل چې وړاندوینه د عامه ذهنونو د خرابېدو سبب کېږي او د شاکایتونو کمېسیون د قانون له مخې اړ دی چې دا کړنې وڅېړي.

 د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي وویل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون پرته د ټاکنو د پایلې په اړه د هرې سرچینې وړاندوینه د طرزالعمل او ټاکنو قانون خلاف عمل دی چې له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند کېږي.

 هغه ددې په اړه چې له سرغړونکو سره څنګه چلند کېږي، جزیيات ور نه کړل؛ خو ويې ویل: « په دولت کې د موقف او پیغام له نظره جزا ورکول کېږي.»

د یادنې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې رئیس رفېع الله صدیقي هم مخکې اعلان کړی و چې هېڅو د ټاکنو د پایلو د وړاندینې حق نه لري او هر کس او رسنۍ چې وړاندینه وکړي، له هغو سره چلند کېږي.

خو په دې اړه د مشرانو جرګې ريیس وویل: «زه د دولت جوړونکي ټاکنیز ټېم د یوه غړي په توګه، دا حق لرم؛ خو هرڅه مې چې لیکلي، په اسنادو او د هغو راپورونو له مخې دي چې د غړو له خوا له مختلفو ولایتونو موږته راکړل شوي.»

هغه زیاته کړه چې د پایلې اعلان، د ټاکنو د کمېسیون مسوولیت دی؛ خو هغه تر اوسه پایله نه ده اعلان کړې او یوازې د دولت جوړونکي ټېم ملاتړ کوونکو ته یې خبر ورکړی چې د هغوی زحمتونه مؤثر واقع شوي دي.

پژواک کوښښ وکړ څو له عطامحمد نور سره په دې اړه خبرې وکړي؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم هغه سره اړیکه ټینګه نه شوه.

خو د عطامحمد نور د مطبواعاتي دفتر مسوول پروېز ومنله چې نور، پر خپله فېسبوک پاڼه یاد پیغام خپور کړی؛ خو ویې نه غوښتل چې په دې اړه نور څه ووایي.

خواجه بصیرفطری

Hits: 14822

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…