په کندهار کې د رایې ورکوونکو په اړه خپاره شوي مختلف ارقام د پوښتنې وړ دي
فیچري راپورونه - اکتوبر 1, 2019

په کندهار کې د رایې ورکوونکو په اړه خپاره شوي مختلف ارقام د پوښتنې وړ دي

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر له خوا په کندهار کې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د ګډون کوونکو کسانو په اړه خپرې شوې شمېرې د ولایتي دفتر له شمېرو سره توپیر لري او شنونکي دغه چاره د پوښتنې وړ بولي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ «فیفا» او ځینې شنونکي د رایو ورکوونکو د شمېر د توپیر پر جدي پلټنه ټينګار کوي.

ولسمشرۍ ټاکنې تېره شنبه (د تلې په شپږمه) په ټول هېواد کې ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال مولانا محمد عبدالله نن سهار اووه بجې په خپله فیسبوک پاڼه د ولایتونو په توپیر د کارول شوو رایو جدول خپور کړی او لیکلي یې دي، دغه شمېرې د یکشنبې ورځې تر پایه د ولایتي دفترونو له خوا مرکزي دفتر ته وړاندې شوي، خو راپور نه دی بشپړ شوی.

د یاد جدول له مخې د ټاکنو پر ورځ په کندهار ولایت کې د رایې ورکونې په ۱۵۱ مرکزونو او ۱۴۵۷ محلونو کې ۱۸۲۵۴۰ کسانو ګډون کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون د مرستیال دغه پوسټ تر اوسه ۱۱۰۰ کسانو خوښ کړی، ۳۵۲ کسانو پرې تبصره کړې او ‍۱۲۷ کسانو له نورو سره شریک کړی دی.

ازادۍ راډيو هم هغه جدول خپور کړی چې یادې شمېرې ښيي.

یو شمېر فيسبوک کارکوونکو په کندهار ولایت کې د رایې ورکوونکو د شمېر په اړه په وړاندې شوو شمېر کې د پر شته اختلاف نیوکې کړې دي.

مسلم شېرزاد په خپل ټویټر کې لیکلي، د ټاکنو کمېسیون ساعت مخکې په کندهار ولایت کې د رایې ورکوونکو شمېر ۱۸۲۵۴۰ ښودلی، خو د کندهار ولایتي کمېسیون طلوع نیوز ته ویلي چې ۱۷۰۰۰۰ کسانو رایه ورکړې ده.

شېرزاد لیکلي: ((د کندهار له ولایتي دفتره د کابل تر مرکزي دفتره د ۱۲۵۴۰ رایو توپیر ستونزه نه ده؟))

د نظر توپیر:

په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس ایمل عبدالله نن سهار د خپاره شوي جدول په اړه پژواک ته وویل: ((د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷۰زره کسانو په کندهار ولایت کې په ټاکنو کې ګډون کړی دی، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.))

پژواک د ټاکنو کمېسیون د کندهار د ولایتي دفتر او مرکزي دفتر د خپرو شوو شمېرو ترمنځ د توپیر موضوع د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء له رییس حبیب الرحمن ننګ سره شریکه کړه.

ننګ وویل، د کمېسیون د مرستیال له خوا خپور شوی جدول د ټيليفوني معلوماتو له مخې ترتیب شوی او په دغه جدول کې به تغییرات راځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د رایې ورکوونکو په اړه خپاره شوي ارقام وروستي نه دي او ښايي سیمه ییزو کارکوونکو د شمېرو په خپرولو کې تېروتنه کړې وي.

ننګ نن له غرمې مخکې ۱۱:۴۵ بجې له پژواک سره د خبرو پر مهال نیم ساعت وخت وغوښت څو د کندهار له ولایتي دفتر سره اړیکه ونیسي او په دې اړه کره شمېرې خپرې کړي، خو پژواک نیم ساعت وروسته له پرله پسې اړیکو وورسته هم د ننګ د نظر په اخیستو بریالی نه شو.

خو په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس غرمه ۱۲ بجې وویل: ((د ټيليفوني معلوماتو په اساس ۱۸۰زره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی، خو دغه شمېر اټکلي دی او ښايي کم شي.))

نوموړي په دې اړه چې ولې یې سهار په کندهار کې د رایې ورکوونکو شمېر ۱۷۰ زره خو اوس یې شاوخوا ۱۸۰ زره کسان بولي؟ وویل: ((د ټيليفوني معلوماتو له مخې ترلاسه شوي راپورونه د رایې ورکوونکو شمېر ۱۸۰ زره خو د پایلو د جدول له مخې په ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر ۱۷۰ زره کسانو ته رسېږي.))

نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر له خوا په خپاره شوي جدول کې شاملې شمېرې د ده په وسیله نه دي وړاندې شوې؟ وویل: ((ما هغه جزئیات چې په لېست کې دي، نه دي وړاندې کړي، ښايي مرکزي دفتر د کندهار د ولایتي کمېسیون له کارکوونکو څخه اخیستی وي، زه نه پوهېږم دغه لېست د کومو معلوماتو له مخې خپور شو دی.))

په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره د زمینې برابرلو احتمال:

د چارو شنونکی بشیر بېژن د ارقامو تر منځ دغه توپیر د پوښتنې وړ بولي او وايي، د مختلفو شمېرو خېرېدل د ټاکنو کمېسیون پر نه بېطرفۍ دلالت کوي او د خلکو د اندېښنې وړ ګرځېدلي ده، ځکه د هغه په خبره، په رایو کې دغه ډول توپیر کولای شي د ټاکنیز بحران نښې وي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید وویل، د مختلفو شمېرو وړاندې کول څارونکي بنسټونه، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان او خلک د ټاکنو کمېسیون د فعالیت په اړه شکمن کړي دي.

د هغه په خبره، کمېیسیونونه باید په ډېر احتیاط ګامونه واخلي څو دغه بهیر له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه زیاته کړه، د مختلفو ارقامو خپرول حساسیتونه ډېروي او د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین باید د یوې موضوع تر خپرېدو مخکې هغه ثابته کړي او وروسته یې له ملت سره شریکه کړي.

د ده په وينا، د ټاکنو کمېسیون مسوولین باید د دغه کمېسیون د پخوانیو مسوولینو له عواقبو چې اوس په بند کې دي او د تېرو ټاکنو پر مهال یې بېلا بېل شمېرې خپرولې او بحران یې رامنځته کړی، عبرت واخلي.

رشید د مختلفو شمېرو خپرول د پوښتنې وړ بولي او وايي، له دغه شمېرو کېدای شي په بېلا بېلو ډولونو استفاده وشي.

د نوموړي په خبره، دغه موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي، ځکه کولای شي دغه توپیر په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونو ته زمینه برابره کړي.  

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ټولو ۴۹۰۵ مرکزونو څخه په ۳۷۳۶ مرکزونو کې شاوخوا ۲.۲ میلیون کسانو رایه ورکړه. ټاکل شوې نن د پاتې نورو مرکزونو د رایې ورکوونکو شمېر هم په ډاګه شي.

خواجه بصیر فطري

Hits: 6991

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…