خبر کشته شدن ناظر غنی از سوی طرفداران عبدالله در پنجشیر نادرست است
ناسم - سپتمبر 28, 2019

پنجشېر کې د عبدالله د پلویانو له خوا د غني د څارونکي د وژلو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): په پنجشېر کې د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله د پلویانو له خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د “دولت ساز” ټېم د یو څارونکي د وهلو او وژلو اوازه بې بنسټه ده. 

د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳ نوماندانو ترمنځ نن سهار پیل شوې دي.

ناسم اطلاعات:

د امین یوسفزي په نوم يوه کس په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: “لوی جنايت! په پنجشېر کې د عبدالله کسانو د دولت ساز ټېم ناظر په وهلو وژلی!”

خبر کشته شدن ناظر غنی از سوی طرفداران عبدالله در پنجشیر نادرست است

رښتيني اطلاعات څه دي؟

د پنجشېر د والي وياند محمد منصور عنابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

هغه وايي: “دا يوه فېسبوکي اوازه ده، داسې هېڅ څه نه دي شوي او په دغه ولايت کې ټاکنې په نورمال  ډول روانې دي.”

احمدشاه عرفانيار

Hits: 4448

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…