د سکوت دوره کې له شمېرو په استفادې د کنايې په بڼه کمپاين وشو
فیچري راپورونه - سپتمبر 28, 2019

د سکوت دوره کې له شمېرو په استفادې د کنايې په بڼه کمپاين وشو

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين مودې پاى ته رسېدو وروسته د سکوت په دوه ورځنۍ دوره کې د نوماندانو پلويانو په ټولنيزو شبکو کې په نوې بڼه په کنایه کې د شمېرو په کارولو سره کمپاين وکړ.

په دغو فېسبوکي کمپاينونو کې د نوماندانو پلويانو د هغوى د ټاکنيزو شمېرو له لارې په بېلابېلو بڼو کمپاينونه کول.

د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاينونه د روان لمريز کال د زمري په ٦مه پيل او تر دوو مياشتو مبارزو وروسته د تلې په درېيمه پاى ته ورسېده، د تلې څلورمه او پنځه نېټه د سکوت دوره وه او د ټاکنو د قانون له مخې، کانديدان او د هغوى پلويان د کمپاين حق نه لري.

خو دغه ځل د ولسمشرۍ نوماندانو د کمپاين غړو، ملاتړو او مينه والو په ټولنيزو شبکو کې د چوپتيا دورې پر مهال په يوه نوې بڼه دغه کمپاينونه ښه په درز کې ترسره کړل.

د الهام ياسيني په نوم يوه کس په فېسبوک کې ليکلي: “جنت ٨ دروازې لري، الله تعالى دې زموږ په کې نصيب کړي.” د ولسمشرۍ د کانديد اشرف غني ټاکنيزه شمېره اته ده.

نوموړي دغه راز په يو بل پوسټ کې ليکلي: “د يوسف (ع) وروڼه هم ١١ وو؛ والله که يې ترې ښه ورځ ليدلي وي، وروڼو به يې تل پرې چيلک اچاوه او راکيټونه به يې پرې ورول.”

د ګل اغا ضميري په نوم يوه بل کس ليکلي: “له وطن سره لېونۍ مينه لرم، سبا له خيره سهار ٨ بجې د رايو ورکولو مرکز ته ځم.”

د نجيب الله انورزوى په نامه يوه بل کس ليکلي: “د ۹ بجو مامور خپل مسووليت نه پېژني، هر وخت غير حاضر وي او د ۸ بجو مامور مسووليت پېژندونکی وي.”

د ببرک عمر په نامه يوه کس بيا حديث شريف نقل کړى: “خداى يو دى او تاق خوښوي، نو بناً (۸) جفت او (۹) تاق دى.”

د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنيزه شمېره (٩) ده او د نوموړي اشاره هغه ته ده.

د سکوت دوره کې له شمېرو په استفادې د کنايې په بڼه کمپاين وشو

د عبدالبصير سباوون په نامه بل کس ليکلي: “موږ په خير سهار اته بجې، اته ملګري په اتو مرکزونو کې د خپلې خوښې نوماند په ګټه خپله رایه استعمالوو، تاسې هم ورته کار وکړئ.”

د تاج لودين په نامه يوه تن ليکلي، اتم نمبر باچا دی، نهم نمبر تباه دی.

د مسعود حقمل په نامه بل یوه کس په فېسبوک کې ليکلي: “نن ماخوستن غواړم اته رکعته لمونځ وکړم! څلور فرض، دوه سنت او دوه نفل، وتر تهجدو ته پرېږدم، تاسو هم همداسې وکړئ.”

د سمون په نامه يوه کس فېسبوک کې ليکلي: “د اکسېجن اټومي نمبر ٨ دى، له دې پرته ژوند نه کېږي، د دې برعکس د فلورين نمبر ٩ دى چې يو زهرجن وژونکى ګاز دى.”

د عبدالله سهار په نامه يوه کس بيا نهه هغه کارونه خپاره کړي چې اللهﷻ پرې خوشحالېږي؛ ده هم د عبدالله نهمې ټاکنيزې شمېرې ته اشاره کړې ده.

د ميرويس رحماني په نوم بل کس ليکلي، سبا سهار به د خيره د رايو په مرکزونو کې سخت بيروبار وي، د کمېسيون مامورينو به هم کار په درز کې شروع کړی وي او هېوداوال به مو خپل د خوښې نوماندانو ته رايه ورکړي.

د پښتون لالا په نوم يوه کس ليکلي: د ملا امام به راسره هر وخت جنجال و چې دا ۸ رکعته تراويح ولې کوې، ستاسې نظر غواړم ۸ هم روا دي او که نه؟

د محب الله سهاک په نوم يوه کس بيا ليکلي چې الوتکه د پرمختللي ژوند نماينده ګي کوي؛ د ده اشاره د ولسمشرۍ نوماند نور رحمن لېوال ته وه، د هغه ټاکنيزه نښه الوتکه ده.

د عبدالجبار اندړ په نوم يوه کس فېسبوک کې ليکلي: “زه هره ورځ سهار ۸ بجې دفتر ته ځم او ۸ ساعته کار کوم.”

د عبدالروف عارف په نوم يوه کس ليکلي: “موږ په دفتر کې ټول اته تنه کارکوونکي يو، ټول اته بجې په وخت سره دفتر ته راځي.”

محمد داوود احمدي ليکلي: “اوومه مياشت، اتمه شمېره شپږمه نېټه چې ټول ٧٨٦ کېږي چې د ابجدو په حساب د بسم الله په معنا ده.”

د سکوت دوره کې له شمېرو په استفادې د کنايې په بڼه کمپاين وشو

د ميرويس په نوم بل کس ليکلي چې د ماخوستن لمونځ ٩ رکعته دى.

د شهاب په نوم يوه ليکلي چې د محمد اشرف غني نوم د حروفو شمېره ١١ ده، د ده اشاره د حکمتيار ټاکنيزې شمېرې ته ده.

د لعل الدين حقاني په نوم يوه کس بیا فېسبوک کې ليکلي چې ١١مه شمېره د سولې او عدالت نښه ده.

په دغه فېسبوکي کمپاين کې ډېرو کسانو د دولت ساز په پلوۍ کمپاين کړى دى.

خو د دولت ساز ټېم وياند جاوېد غفور وايي چې د دوى له رسمي فېسبوک پاڼو څخه د سکوت په دوره کې هېڅ ډول کمپاين نه دى شوى.

هغه زياته کړه چې نورو مينه والو او ملاتړ کوونکو که یې که کوم ډول کمپاين کړى وي، هغه په دوى پورې اړه نه لري.

جاوېد هميم کاکړ

Hits: 4715

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…