د ټاکنو کمېسیون: مخابراتو وزارت باید په نوماندانو جعلي فېسبوکپاڼې بندې کړي
فیچري راپورونه - سپتمبر 26, 2019

د ټاکنو کمېسیون: مخابراتو وزارت باید په نوماندانو جعلي فېسبوکپاڼې بندې کړي

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون له مخابراتو وزارته غوښتی، هغه جعلي فېسبوکپاڼې وتړي چې د پژواک د راپور له مخې، د نوماندانو پر نومونو جوړې شوې، خو دغه وزارت وایي، داسې غوښتنه نه ده ترې شوې.

د پژواک خبري اژانس راپور ښيي چې د ولسمشرۍ نوماندانو پر نومونو د فېسبوک لسګونه جعلي او ناتاييد شوې پاڼې جوړې شوې چې په ځينو په تېره بيا د “تورسن” په نوم جعلي پاڼو کې د نورو نوماندانو پر ضد منفي او د اخلاقي معيارونو ماتوونکي تبليغات کېږي.

دغه راپور د تېرې (وږي) میاشتې په شلمه خپور شوی دی.

د ولسمشرۍ نوماندانو په اړه جعلي فېسبوک پاڼو اندېښنې راولاړې کړې دي

د موندنو له مخې، له ١٧ نوماندانو يوازې د يوه کس (نور رحمان لېوال) په نوم جعلي فېسبوکپاڼه نه ده جوړه شوې او د پاتې نورو ١٦ تنو په نومونو ټولې ٥٣ جعلي او یا ناتاييد شوې فېسبوکپاڼې شته چې تر ټولو ډېرې (١٢) يې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم دي.

د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونو لګول چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي او له خلکو غواړي چې پر دغه ډول تورونو باور ونه کړي.

هغوی وايي چې اړوند ارګانونوه باید د دا ډول پاڼو د جوړېدو او فعالیت مخه ونيسي؛ ځکه چې منفي اغېز لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنیو کمېټې مشر محمد رفېع رفيق صديقي نن (د تلې ۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، ستونزه دا ده چې په هېواد کې د ټولنيزو رسنيو لپاره داسې قانون نه شته چې له مخې یې جعلي یا په بدلو نومونو د جوړو شوو پاڼو جوړوونکو ته سزا ورکړل شي او یا یې فعالیت بند شي.

خو هغه زیاته کړه: “د پژواک خبري اژانس د څېړنيز راپور له مخې، د نوماندانونو په نومونو د جعلي پاڼو د جوړېدو په تړاو موږ يو مکتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته استولی او له ترې غوښتي مو دي چې دغه ډول جعلي پاڼې تر خپل کنټرول لاندې ونیسي او بندې يې کړي؛ ځکه چې دغه کار په راتلونکي کې په ټاکنيزو سياليو کې د ناسم فرهنګ دودېدو لامل کېږي.”

ده د دغه مکتوب هغه کاپي هم پژواک ته ورکړه چې د یاد وزارت د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې (اترا) ته يې استولې ده.

یاد مکتوب شپږ ورځې مخکې صادر شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون: مخابراتو وزارت باید د نوماندانو جعلي فېسبوکپاڼې بندې کړي

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مطبوعاتي سلاکار شېرشاه نوابي نن (د تلې څلورمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنیو کمېټې له خوا د نوماندانو د جعلي فېسبوکپاڼو په اړه کوم مکتوب دغه وزارت ته نه دی رسېدلی.

دی وايي: “موږ له يادې مرجع داسې هېڅ څه نه دي ترلاسه کړي، که موږ په دې اړه څه ترلاسه کړو، د قانون په رڼا کې عمل پرې کوو.”

دا په داسې حال کې ده چې پژواک د نوماندانو د جعلي فېسبوکپاڼو د راپور جوړولو پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وياند شکيب کامجو سره په دې اړه خبرې کړې وې او هغه ویلي وو چې دغه وزارت هغه مهال په دې اړه اقدام کولای شي چې نوماندان شکايت ورته وکړي.

نوابي په دې اړه چې مخابراتو وزرات ولې د پژواک د راپور له خپرولو وروسته، د یادو جعلي فېسبوکپاڼو په اړه اقدام نه دی کړی، وویل: “موږ د پژواک خبري اژانس د راپور په اړه څه نه شو ويلای، خو د شکايت درجولو پروسه داسې ده چې بايد شخص حضور ولري، شکايت یې لیکلی وي، پته او کس بايد مشخص کړي.”

هغه زياتوي، تر دې دمه څوک نه دي ورغلي او په دې تړاو يې کوم شکايت نه دی درج کړی.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيزو شکايتونو او تخطيو څېړلو کمېسيون مرستيال ضيا بوميا هم وايي چې تر اوسه چا ورته په دې اړه شکایت نه دی کړی او قانون اجازه نه ورکوي چې د چا له شکایت پرته لاس په کار شي.

هغه وايي: “د قانون پر اساس متضرر اړخ موږ ته شکايت کوي او د هماغه شکايت پر بنا موږ هغه موضوع څېړو، که چېرې د توصيې وړ وه، توصيه ورته کوو او که جرمي اړخ ولري نو عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کوو.”

احمدشاه عرفانیار

Hits: 5267

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…