پنجشېر کې د عبدالله د پلویانو له خوا د غني د څارونکي د وژلو اوازه ناسمه ده
کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): په پنجشېر کې د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله د پلویانو له خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د “دولت ساز” ټېم د یو څارونکي د وهلو او وژلو اوازه بې بنسټه ده.
د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳ نوماندانو ترمنځ نن سهار پیل شوې دي.
ناسم اطلاعات:
د امین یوسفزي په نوم يوه کس په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: “لوی جنايت! په پنجشېر کې د عبدالله کسانو د دولت ساز ټېم ناظر په وهلو وژلی!”

رښتيني اطلاعات څه دي؟
د پنجشېر د والي وياند محمد منصور عنابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه وايي: “دا يوه فېسبوکي اوازه ده، داسې هېڅ څه نه دي شوي او په دغه ولايت کې ټاکنې په نورمال ډول روانې دي.”

احمدشاه عرفانيار
Hits: 722
د کرونا ناروغانو ته د امپولو تطبیق اړوند اوازو عام ذهنیت اغېزمن کړی
کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ٩٩): که څه هم په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو شاوخوا لس میاشتې…