د رخصتۍ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته منسوب مکتوب جعلي دی
ناسم - سپتمبر 25, 2019

د رخصتۍ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته منسوب مکتوب جعلي دی

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د ټاکنو په مناسبت د چهار شنبې، پنجشنبې او شنبې ورځو د رخصتۍ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته منسوب مکتوب چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، ناسم او جعلي دی.

ناسم خبر

پرون یو مکتوب چې ګواکې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت معینیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر سرلیک لاندې صادر کړی، په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په مکتوب کې چې املايي تېروتنې هم لري، راغلي: ((د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو او دغه راز د ټاکنو د ورځې د امنیت ټینګښت لپاره د دولتي اراکینو د نمبر یو ازاراتو (احضاراتو) په موخه د چهار شنبې، پنجشنبې او شنبې ورځو رخصتۍ د اطلاعیې موضوع.))

حقیقت څه دی؟

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: “هغه مکتوب چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا خپور شوی چې ګواکې سبا رخصتي ده، ناسم او یو جعلي سند دی، سبا د معمول په څېر رسمیات دي.”

د پوهنې وزارت پرون له غرمې وروسته اعلان وکړ چې ټاکنو ته د چمتووالي لپاره د هېواد ټول ښوونځي په پنجشنبې او شنبې ورځو باندې رخصت دي.

د پوهنې وزارت په اطلاعیه کې راغلي: “لکه څرنګه چې د ۱۳۹۸ کال د تلې شپږمه شنبې ورځ د ټاکنو ترسره کېدو ورځ ده، نو پر دې اساس د رایې اچونې مرکزونو ته د توکو لېږدولو پروسه او ټاکنو کې د اسانتیا رامنځته کېدو لپاره د تودو او سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي سر له پنجشنبې ورځې (د تلې ۴مه) بیا د رایې ورکولو ورځې تر پای پورې (شنبې، د تلې ۶مه) رخصت دي.”

د حقیقت معلومولو پایله:

پژواک خبري اژانس په یوه نوې برنامه کې د ټاکنو په اړه خپرې شوې اوازې څېړي او خلکو ته ښيي چې نا تایید شوی خبر د ((سم، لږ سم، نیمايي سم، لږ ناسم او ناسم)) کټګوریو په ډله کې دی.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د منسوب مکتوب په اړه د پژواک څېړنه ښيي چې دغه مکتوب ناسم دی او یوه فېسبوکي اوازه ده.

زرغونه صالحي

Hits: 6822

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…