"په يوه مياشت کې د يوميليون دندو رامنځته کولو په اړه د لېوال ژمنه خيالي ده"
ناسم - سپتمبر 25, 2019

“په يوه مياشت کې د يوميليون دندو رامنځته کولو په اړه د لېوال ژمنه خيالي ده”

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې د يوې مياشتې په موده کې د يو ميليون دندو رامنځته کولو په برخه کې د ولسمشرۍ نوماند نور رحمان لېوال ژمنه خيالي ده؛ ځکه چې دا مهال د دې کار لپاره اړین امکانات شتون نه لري.

د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند نور رحمان لېوال پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، که ولسمشر شي نو د يوې مياشتې په موده کې به يو ميليون او د درېيو مياشتو په موده کې به یو میلیون نورو او د درېيوکلونو په موده کې به پنځه ميليونه او د پنځو کلونو په موده کې به لس ميليونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

لېوال وايي چې د ده په حکومت کې به يوه ډله خلک له سهاره تر مازيګره او بله ډله خلک به د شپې له مخې د اتو ساعتونو لپاره کار کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دولتي چوکاټ کې شاوخوا پنځه سوه زره کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

دى وايي:”زه د خپل کار په لومړيو ٣٠ ورځو کې پنځه سوه زره کسانو ته د شپې له خوا په دولتي چوکاټ کي دندې رامنځته کوم، دوه نيم سوه زرو ته په خصوصي سکتور کې کار پيدا کوم او دوه نيم سوه زره نور بيا په ځنځيري خدماتو کې نيسم چې ټول يو ميليون کسان کېږي.”

دغه راز دى وايي چې د ده په حکومت کې هېڅوک نه شي کولى په دوو دولتي بستونو کې هم مهاله کار وکړي.

هغه وايي: “د دې کار د مخنيوي لپاره موږ يو خاص سيستم فعال کړى چې د څېرې له مخې هر کس پېژني او څوک نه شي کولى چې په دوو دولتي دندو هم مهاله کار وکړي.”

په دې اړه لېوال وايي چې په اوسني حکومت کې ډېری کسان د سلاکارانو په توګه کار کوي او لوړ معاشونه اخلي چې ميليونونه افغانۍ کېږي.

خو دی وايي چې د ده په حکومت کې به د سلاکارانو په نوم هېڅوک نه وي او د اوسنيو سلاکارانو تنخواوې به هغو کسانو ته د معاش په توګه ورکړي چې د شپې له مخې کار کوي.

ده وويل: “زما په حکومت کې که مشاور هم وي نو هغه به د ولس او حکومت ترمنځ مشاور وي چې د ولس ستونزې به له حکومت سره شريکوي.”

د لېوال په خبره، اوسني او پخوانيو حکومتونو د اداري فساد له امله يواځې ٣٧ سلنه عوايد را ټول کړي، خو د ده په حکومت کې به فساد نه وي او ټول عوايد به د حکومت خزانې ته ځي.

هغه زياته کړه: “دا دويم شفټ مامورين چې رامنځته کوو د عوايدو په لوړوالي کې هم مهم رول لوبولى شي او له دې لار به يې هم معاشونه ورکول کيږي.”

په دولت کې د مامورينو شمېر او تنخواوې:

د ملکي خدماتو کمېسيون وياند عبدالفريد احمد پژواک ته وويل چې دا مهال په ټول هېواد کې ٤٢٤ زره ملکي مامورين په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.

هغه وايي چې د دولتي معاشونو د نوې پالېسۍ له مخې د دولتي مامورينو ټېټه تنخوا ١٤ زره افغانۍ او لوړه  يې ٣٢٠ زره افغانۍ ده.

د ده په وينا، په دغو دولتي مامورينو کې د حکومت سلاکاران هم شاملېږي.

د سلاکارانو د شمېر او تنخوا په اړه مو له ماليې وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراييه رياست او د رسنيو له مرکز څخه وپوښتل، خو يو هم حاضر نه شو چې په دې اړه کره معلومات راکړي.

خو د خپرو شويو راپورنو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني ١٠٢ او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ١١٠ سلاکاران لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي چې دغه سلاکاران هم د لوړپوړو دولتي کارکوونکو په څېر تنخواوې ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې د حکومت د سلاکارانو تنخواوې له ٣٠ زره افغانيو پيلېږي تر ٧٦ زره افغانيو پورې خو ځينې استثنايي سلاکاران هم شته چې نور امتيازات لکه د دسترخوان لګښت، د موټر تېل، ساتونکي، کريډت کارت او نورهم لري.   

د ماليې وزارت غبرګون:

د لېوال د څرګندونو په غبرګون کې د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وایي چې حکومت د خپلو عوايدو او مالياتو ډېره برخه را ټولوي.

دى وايي:”د حکومت چې څومره عوايد وي، هغه ټول موږ را ټولوو خو په ځينو ځايونو کې د امنيتي ستونزو او اداري فساد له امله عوايد او ماليات پاتې کيږي خو کچه يې ډېره کمه ده.”

ده د لېوال د څرګندونو په اړه وويل، هغه بايد دا ثابته کړي چې د ٣٧ سلنه عوايدو مسله يې د کومې محاسبې له مخې کړې ده.

د بېکارۍ کچه:

بل لورته د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزی وایي چې په افغانستان کې ټولټال نهه ميليونه کسان د کار وړتیا لري او له دغې ډلې شاوخوا دوه میلیونه کسان بېکاره او یا کم کاره دي. 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزى وايي، دا له حقيقت نه لرې خبره ده چې د افغانستان په داسې سختو حالاتو کې دې په ٣٠ ورځو کې يو ميليون کسانو ته هغه هم د دولت په چوکاټ کې دندې رامنځته کړاى شي.

دى زياتوي:”د خصوصي سکتور په برخه کې تر هغه چې په بېلابيلو برخو کې پانګونې ونه شي، د کار کولو لپاره زمينې برابرې نه شي، هېڅ امکان نه لري چې يو کانديد دې په يوه مياشت کې دوه نيم سوه زره کسانو ته په خصوصي سکتور کې دندې پيدا کړي.”

د الکوزي د معلوماتو له مخې، خصوصي سکتور په يوه مياشت کې نه شي کولى چې ٢٠ زرو کسانو ته کار پيدا کړي؛ نو څنګه امکان لري چې په يوه مياشت کې دوه نيم سوه زره کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي؟

د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر محمد لياقت عادل وایي، که په دولت کې د کارکوونکو لپاره بستونه هم ډېر شي، خو بيا هم امکان نه لري چې په يوه مياشت کې دې يو ميليون کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

عادل زياتوي:”که څوک د کارګرانو او د کار برخه کې پلان لري موږ یې ملاټري یو خو داسې وعدې غولوونکې دي او دوی په داسې وعدو سره غواړي عوام فریبي وکړي او د خلکو رایې ترلاسه کړي.”

کارپوهان د لېوال دغه څرګندنې خيالي بولي:

په دې اړه د چارو شنونکى عبدالکبير رنجبر وایي چې د ده د ارزونو له مخې که چېرې يو سم او له فساد څخه پاک حکومت جوړ شي، نو د افغانستان مالي سرچينو او نورو امکاناتو ته په کتنې سره په دوو کلونو کې به يو ميليون کسانو ته په دولت کې کاري فرصتونه مساعد کړل شي.

دى وايي: “د ټاکنو وخت دى او کانديدان غواړي په دغه شان خبرو سره خلک وغولوي، خو خلک بايد هوښيار واوسي او په دې خبرو ونه غوليږي.”

د رنجبر په اند، که چېرې کانديدان له خلکو سره دغه ډول خيالي ژمنې وکړي، نو دا به د هغوی لپاره معکوسه پايله ولري.

دغه راز د کابل پوهنتون استاده شهلا فريد وایي چې دغه ډول خيالي ژمنې يواځې د هغو نوماندانو له لوري کيږي چې د کار کولو لپاره مشخص پلانونه نه لري.

دې وويل: “د پلان د عملي کولو لپاره بوديجې ته اړتيا ده، خو دوى پلان نه لري چې دغه ډول خبرې کوي چې په يوه مياشت کې يو ميليون کسانو ته د کار زمنيه برابروي.”

فريد وايي چې خلک نور په دغه شان خيالي او غير عملي ژمنو نه غوليږي او نوماندان هم بايد خلک تېر نه باسي.

د حقيقت معلومولو پايله:

پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ د نوماندانو ژمنې ارزوي او خلکو ته ښيي چې دغه ژمنې له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو (برخو) څخه په کومه برخه کې شاملې دي.

د بېلابېلو سرچينو څرګندونې ښيي چې په يوه مياشت کې يو ميليون کسانو ته د دندو پيدا کولو په اړه د ولسمشرۍ د نوماند نور رحمان لېوال ژمنه ناسمه ده؛ ځکه چې دا مهال امکاناتو ته په پام د دې ژمنې عملي کول شوني نه دي، خو کېداى شي د اوس په پرتله د وزګار کسانو شمېر تر یوه بریده راکم کړل شي.  

بهشته ارغند

Hits: 7072

Check Also

د ګمرکونو او مخابراتو د عوایدو ډېروالي په اړه د حکمتیار څرګندونې یو څه ناسمې دي

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د پژواک څېړنه ښیی چې د ګمرک د عوایدو د ډېروالي په برخه کې د ولسمشر…