پاروونکې ویناوې - سپتمبر 24, 2019

سید نورالله جلیلي تر طالبان ډېر پر «اسلامی امارت» ټينګار کوي

سید نورالله جلیلي تر طالبان ډېر پر «اسلامی امارت» ټينګار کوي

 کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): د ولسمشرۍ ریاست یو نوماند په داسې حال کې اسلامي امارت ته د اسلامي جمهوریت د بدلولو خبره کوي چې ځینو پر جمهوریت تکیه کړې او طالبان هم یوازې د نظام پر اسلاميتوب ټينګار لري نه د نظام د نوم پر څرنګوالي.

 د روان کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ کسان نوماند وو، دوه یې د یوه بل نوماند په ګټه تېر شوي او محمد حنیف اتمر هم خپلې ټاکنیزې سیالۍ درولې دي.

 د یادو نوماندانو له ډلې سید نورالله جلیلي ویلي چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې سیاسي نظام له جمهوریت څخه په اسلامي امارت بدلوي.

جلیلي یوازینی نوماند دی چې وايي، د سولې د ټینګښت لپاره سیاسي نظام له جمهوریت څخه امارت ته بدلوي.

 هغه ویلي: ((اسلامي امارت د پیغمبرانو او اسلام د خلیفه ګانو لاره ده. جمهوریت داسې څه دي چې د بشر په لاس جوړ شوی او د بشر د لاس نسخه ده. زه که ولسمشر شم ډېر ژر به لویه جرګه راوغواړم او هلته به د افغانستان دولتي سیستم له جمهوریت څخه امارت ته بدل کړم. ټولې ټولې هغه خبرې چې طالبان ترې تل شکایت کوي او هره ورځ د هغه له امله خلک وژل کېږي او ټول موضوعات حل کوم. یوه موضوع هم بې حله نه پرېږدم ځکه دلته ژوند او مرګ دي.

دغه راز نوموړي ویلي، امارت سلامي یې سره نه بلکې شنه کرښه ده او که ولسمشر شي د طالبانو اسلامي امارت به په رسمیت پېژني.

باید وویل شي چې د ولسمشرۍ ټاکنو نورو نوماندانو نه دي ویلي چې د سیاسي نظام ډول له اسلامي جمهوریت څخه اسلامي امارت ته بدلوي.

 اسلامي جمهوریت د افغانستان د اوسني نظام جوړښت دی چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید او اسلامي امارت له تیت او پرک کېدو وروسته رامنځته شوی دی.

خو څه موده مخکې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي و: ((د اشغال تر پای ته رسېدو وروسته د نظام جوړښت د افغانانو کار دی ددې په ګډون چې اسلامي امارت نوم پرې ږدي یا اسلامي جمهوریت، ځکه نوم مهم نه دی بلکې د نظام محتوا مهمه ده.))

 نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، دا په افغانستانو پورې اړه لري چې پر اسلامي امارت توافق لري او یا د حکومتدارۍ پر بل نوم، خو راتلونکی نظام به داسې نظام وي چې د افغانانو اسلامي او ملي ارزښتونه به په کې خوندي وي.

د دواړو نظامونو اساسي توپیر

 د هغه مطلب له مخې چې محمد قاسم رحماني لیکلی او د ملي ارمان په ورځپاڼه کې خپور شوی په جمهوري نظام کې د افغانستان اساسي قانون سیاسي قدرت ته د رسېدو یوازینۍ لار ټاکنې دي خو په اسلامي امارت کې قدرت ته د رسېدو کار د حل و عقد شورا دی چې امیرالمومنین ټاکي.

 دغه راز رحماني لیکلي، په اسلامي جمهوریت کې د ولسمشر قدرت مطلق نه دی، بلکې د اسلام د مبارک دین د احکامو، اساسي قانون او په نورو عادي قوانینو پورې مشروط دی، خو په اسلامي امارت کې امیرالمومنین د اسلامي احکامو له مراعاتولو پرته د بل هېڅ قانون قید نه دی او بل هېڅ قانون نه شي کولای د امیرالمومنین صلاحیت محدود کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی نظرمحمد مطمئن وايي، په اسلامي امارت کې هم د حل و عقد شورا غړي د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او ددغې شورا غړي د خلکو په استازيتوب له امیر سره بیعت کوي.

هغه وايي، اسلامي امارت ډېر تاریخي مخینه لري او په اسلامي امارت کې ټولې چارې د فقهي اوامرو له مخې ترسره کېږي، خو جمهوري نظام د یو لړ قوانینو او په نړۍ کې د منل شوو اصولو له مخې جوړ شوی چې ځينې هېوادونه یې پابند دي.

د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د سولې خبرو له پیل وروسته ددغه دوه ډوله نظامونو په اړه بحثونه ډېر شوي او د اوسني حکومت چارواکي او ځینې سیاستوال ټینګار کوي چې اسلامي جمهوریت باید د سولې په خبرو کې سره کرښه وي، خو یو شمېر نو بیا وايي چې په دې اړه باید د افغانستان خلک تصمیم ونیسي.

 د یادونې ده چې دغه خبرې له نهو پړاوونو وروسته د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا ودرول شوې.

د اوسني نظام پر ساتلو ټینګار

 د افغانستان ولسمشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند اشرف غني څو ځله د اوسني نظام پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي: (( له جمهوریت پرته حساب ورکول او حساب اخیستل ناشوني دي، زموږ او ستاسو عزت او ویاړ په جمهوریت کې دی.))

 د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د سولې خبرو پر مهال د جمهوریت پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، د سولې په خبرو کې د نظام، اساسي قانون، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او ملي حاکمیت ساتل د افغان حکومت او خلکو سرې کرښې دي او په هېڅ صورت به پرې معامله ونه شي.

 د افغانستان د اسلامي جمعیت مهم غړي محمد یونس قانوني د جمهوریت پر ساتلو د ټینګار تر څنګ ویلي چې افغان سوله باید د امارت د رامنځته کېدو لامل نه شي، بلکې باید د جمهویت پر اساس وي.

 دغه راز په هېواد کې د ځینو سیاسي ګوندونو او سیاسي جریانونو د راپورونو له مخې د جمهوریت ساتل سره کرښه بلل شوې او ویلي یې دي، د سولې په خبرو کې هغه تغییرات نه مني چې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

 دغه راز د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د روان کال په زمري میاشت کې پیک خبري سایټ ترسره کړې د کابل ۸۴ سلنه اوسېدونکو له اسلامي امارت سره مخالفت کړی او پاتې نورو د اسلامي امارت غوښتنه کړې.

خلک باید تصمیم نیوونکي وي

 د سیاسي چارو شنونکي نظرمحمد مطمئن پژواک ته وویل، د نظام تغییر په یوه کس یا نوماند پورې اړه نه لري او خلک باید پرېکړه وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره کوم نظام ګټور دی.

 د نوموړي په خبره، باید داسې نظام جوړ شي چې محتوا او عملکرد یې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور وي.

 هغه د اسلامي امارت په اړه د سیدنورالله جلیلي د څرګندونو په هکله وویل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې نه یوازې جلیلي بلکې هر هېوادوال د نظر وړاندې کولو حق لري.

 خو مطمئن زیاته کړه: ((ښايي جلیلي د امارت د پلویانو د رایو ترلاسه کولو لپاره دغه څرګندونې کړې وي.))

 پخواني طالب چارواکي سیداکبر اغا هم وویل، یو کس د نظام د تغییر صلاحیت نه لري او د نظام تغییر باید د نظر د خاوندانو د غوښتنې مطابق وي.

 د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح هم د نظام تغییر د خلکو صلاحیت ګڼي او وايي، جلیلي د امارت د پلویانو د رایو د جذب لپاره داسې څرګندونې کړې چې د اساسي قانون خلاف دي.

 نوموړي چې د جمهوري نظام طرفدار دی وویل، د سیاي نظام تغییر ټول پوښتنې ته اړتیا لري او یو کس نه شي کولای په دې اړه تصمیم ونیسي.

پژواک خبري اژانس د سیدنورالله جلیلي د مطبوعاتي دفتر له یوې مسوولې اوږۍ سره اړیکه ټینګه کړه څو اسلامي امارت ته د اسلامي جمهوریت د تغییر په اړه له جلیلي سره خبرې وکړي.

 هغې وویل، جلیلي تیار دی چې د غرمې په ۱۲ بجو له پژواک سره مرکه وکړي خو په دفتر کې له یو نیم ساعت انتظار وروسته ددغه دفتر یوه مسوول پژواک ته وویل، جلیلي نه غواړي اسلامي امارت ته د نظام د تغییر په اړه ډېرې خبرې وکړي.

بصیر فطري

Hits: 13833

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…