د رايې اچونې پر مهال له ښځو د عکس اخيستو په اړه خپاره شوي معلومات جعلي دي
ناسم - سپتمبر 25, 2019

د رايې اچونې پر مهال له ښځو د نه عکس اخيستو په اړه خپاره شوي معلومات جعلي دي

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د رايې اچولو پر مهال د ښځو عکس اخيستل اوس هم لازمي دى او په دې اړه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي معلومات تشې اوازې دي او حقيقت نه لري.

د ټاکنو کمېسيون د دې پرېکړې په غبرګون کې په ځینو ولايتونو کې اعتراضونه وشول او خلکو ګواښ وکړ چې که دغه شرط پر ځای پاتې شي، په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

ناسم معلومات:

په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې له نن سهار راهيسې لسګونو کسانو داسې پوسټونه کړي چې ګواکې د ټاکنو کمېسيون د ښځو د عکس اخيستلو له پرېکړې اوښتى دى.

د بشير غفارزي په نوم يوه کس پر خپله فېسبو ک پاڼه ليکلي: “ښه خبر! د ټاکنو په ورځ د ښځو د انځور اخيستلو ستونزه حل شوه، ښځې به له انځور اخيستلو پرته په عادي توګه خپله رايه کاروي.”

د رايې اچونې پر مهال له ښځو د عکس اخيستو په اړه خپاره شوي معلومات جعلي دي

داسې معلومېږي چې دا ډول اوازې د يوې ځانګړې ډلې له خوا خپرې شوې؛ ځکه چې دغه متحد المال پوسټ ګڼو کسانو په خپلو پاڼو کې خپور کړی دی.

همدغه ډول پوست احمد جاوېد، نجيب اکرام او ګڼو نورو کسانو هم خپور کړى دی.

د عبدالله هوډ په نوم يوه بل کس په فېسبوک کې ليکلي: “د کمېسيون د پرېکړې له مخې، د ټاکنو په ورځ د ښځو د عکس اخيستلو خبره لغوه شوه.”

د رايې اچونې پر مهال له ښځو د عکس اخيستو په اړه خپاره شوي معلومات جعلي دي

هغه له خپلو ملګرو غوښتنه کړې چې دا موضوع ښه ډېره په فېسبوک کې خپره کړي.

سم معلومات:

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رايې اچولو پر مهال د ښځو د انځور اخيستلو پرېکړه پر خپل ځاى ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ

هغې له ښځو وغوښتل چې د ټاکنو پروسې د برياليتوب لپاره په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون په فېسبوک پاڼه کې نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کمېسيون د مدني ټولنې د همغږۍ له ډلې سره د ولسمشرۍ ټاکنو ته د چمتووالي په اړه د معلوماتو شریکولو په موخه ناسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې مشري یې د کمېسیون د غړې مېرمن رحیمې ظریفي پر غاړه وه، د ټاکنو په ورځ د مرکزونو د انټرنېټي پوښښ، د کارکوونکو د ګومارنې، په بايوميټريک دستګاوو کې د ښځو د انځورونو د کارونې، مرکز ته د برېښنایي او کاغذي پایلو د لېږد او باورلیکونو د وېش په اړه خبرې اترې وشوې.

مېرمن ظریفي ګډونوالو ته وويل، له تېرو ټاکنو په تجربه د کمېسیون مشرتابه غړو پرېکړه وکړه چې د درغلیو د مخنیوي لپاره په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو له انځوره کار واخلي چې ښځې خپله رایه په خپله وکاروي.

بلخوا د دولت ساز ټېم وياند جاوېد غفور پژواک ته وويل چې دوى د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته درناوى لري او هېڅ کله پر فېسبوکي اوازو باور نه کوي.

د حقيقت معلومولو پايله:

پژواک خبري اژانس په یوه نوې برنامه کې د ټاکنو په اړه خپرې شوې اوازې څېړي او خلکو ته ښيي چې نا تایید شوی خبر د ((سم، لږ سم، نیمايي سم، لږ ناسم او ناسم)) کټګوریو په ډله کې دی.

د پژواک موندنې ښيي چې له عکس پرته د ښځو رايه اچول يوه فېسبوکي اوازه ده.

عزیزالله همدرد او جاوېد هميم کاکړ

Hits: 5132

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…