د ډاکتر عبدالله پر ضد د محمدي د خبرو په اړه د رازق مامون څرګندونې ناسمې دي
ناسم - سپتمبر 25, 2019

د ډاکتر عبدالله پر ضد د محمدي د خبرو په اړه د رازق مامون څرګندونې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د ملي دفاع وزارت پخوانی وزیر بسم الله محمدي په دې اړه د یوه مطلب خپرېدل چې ګواکي نوموړي ویلي: «ډاکتر عبدالله عبدالله لبسرین وهي» ناسمې ګڼي او وايي، دغه څرګندونې بې اساسه دي او ثبوت نه لري.

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماند دي چې درې یې تر اوسه د یوه نوماند په ګټه تېر شوي او محمد حنیف اتمر په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده او ویلي یې دي چې له هېڅ مشخص نومانده ملاتړ نه کوي.

اوس مهال ټاکنیزې سیالۍ روانې دي او د پژواک خبري اژانس د یوه خبر له مخې، ځيني نوماندان غواړي پر خپلو سیالانو د تور پورې کولو له لارې هغوی ته ضربه ورسوي.

ناسم اطلاعات:

تېره ورځ افغان لیکوال او ژورنالېست رزاق مامون چې له هېواده بهر ژوند کوي، د جنرال بسم الله تر سرلیک لاندې رغلي: “د خدای لپاره، سیاسي رهبر لبسرین وهي!!” تر عنوان لاندې مطلب په خپل وېب سایټ «گزارش نامه افغانستان» کې خپور کړ.

اظهارات رزاق مامون در مورد سخنان محمدی علیه داکتر عبدالله نادرست است

په دغه مطب کې چې د «پټ راپور» پر اساس خپور شوی، راغلي، محمدي د ډاکتر عبدالله له لاسه وینی قی کوي او بې ساري لوڅو څرګندونو ته یې مخه کړې ده.

په مطلب کې راغلي: “تاسو او خدای، رهبر لبسرین وهي؟ رهبر د ښځې غوندي سینګار کوي؟ رهبر سینګار ته ځي؟ دغه سړي پنځه کاله یوازې په همدې کارونو تېر کړل، شرم دی چې استاد عطا او قانوني غوندي کسان، موږ او سلګونه نور کسان د دې نانځکې ملاتړ وکړو چې د اشرف غني په یو ځل کتو یې له خېټې باد وځي!”

سرچینې لیکلي چې محمدي دغه څرګندونې په دې وروستیو کې د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په خپل کور کې یوې ناستې ته کړې دي.

په مطلب کې د محمدي په حواله لیکل شوي: “د عبدالله اسکلېټ د ښځو په څېر دی!… عبدالله داسې څه ته د رسېدو هڅه کوي چې الله ج د هغه لپاره نه دی پیدا کړی؛ یانې ولسمشرۍ ته.”

په خپاره شوي مطلب کې د محمدي له قوله لیکل شوي: “ما په تېرو ټاکنو کې د ملي دفاع ټول وزارت د قانون او مقرراتو خلاف د دغه سړي خدمت ته وړاندې کړ، د ملي اردو قطعو ورته په کافي کچه درغلي وکړه، هلیکوپټر یې په خدمت کې وو. په ډېری مواردو کې د ملي اردو منسوبینو د غني له کمپاینرانو سره شخړې کولې، ان هغو سیمو ته چې د غني نفوس په کې ډېر و، ټاکنیز مواد انتقال نه کړل.”

دغه مطلب په ځینو نورو رسنیو کې هم خپور شوی او د فېسبوک یو شمېر کارکوونکي يې هم لاس په لاس کوي.

اظهارات رزاق مامون در مورد سخنان محمدی علیه داکتر عبدالله نادرست است

سم اطلاعات:

د بسم الله محمدي یوه ملګري حمید سالنګي په خپله فېسبوک پاڼه د خپاره شوي مطلب په اړه د محمدي له قوله لیکلي:”په دې وروستیو کې د رزاق مامون له خوا زما له ادرسه زما د ګران ورور ډاکتر عبدالله عبدالله په اړه څرګندونې شوې چې پر سختو ټکو یې غندم، د دوی تورونه بې اساسه او بې ثبوته دي او له اختلاف او فتنې اچونې پرته بل څه نه لري، له ډاکتر عبدالله سره مې څلوېښت کلنه ورورګلوي او همسنګري تر دې چې پر دغه ډول بې اساسه تورونو دې کاواکه شي، ډېره قوي ده. موږ به د تېر په څېر د یو او بل ترڅنګ ولاړ یو. جنرال بسم الله محمدي.”

اظهارات رزاق مامون در مورد سخنان محمدی علیه داکتر عبدالله نادرست است

دغه راز د بسم الله سالنګي دستیار شفیق سالنګي د حمید سالنګي د خبرو د تایید ترڅنګ رزاق مامون د شخصیتونو پر ترور تورن کړی او ویلي یې دي، هغه څه چې د محمدي په اړه مامون خپاره کړي، په بشپړ ډول بې اساسه دي.

نوموړي د دغه مطلب خپرول د بسم الله پر وړاندې دسیسه ګڼلې او یادونه یې کړې چې محمدي په دې اړه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې خپل شکایت ثبتوي څو دغه موضوع وڅېړل شي.

د حقیقت معلومولو پایله:

پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې د ټاکنو او نوماندانو په اړه خپرې شوې ګنګوسې څېړي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم، او ناسم» له کټګوریو په کومه کټګورۍ کې راځي.

د یاد مطلب په اړه د دغه اژانس څېړنې ښيي چې د رزاق مامون په ویب سایټ کې عبدالله ته د سپکاوي په اړه خپور شوی مطلب بې اساسه او ناسم دی.

خواجه بصیر فطري

Hits: 6730

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…