په ټاکنیزو مبارزو کې د کاندیدانو خصوصي حریم مات شوی
فیچري راپورونه - سپتمبر 25, 2019

په ټاکنیزو مبارزو کې د کاندیدانو خصوصي حریم مات شوی

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): په ټاکنو کې ښکېل لوري، د ځینو ټولنیزو شبکو کاروونکو، رسنیو او کاندیدانو له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د خصوصي حریم پر نقض نیوکه کوي او د دغه کار د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده.

خصوصي یا شخصي حریم، د یوه کس شخصي اطلاعاتو ته وايي؛ د شخصي حریم خوندیتوب د یوه اصل په توګه، په ځانګړي ډول په پرمختللو ټولنو کې منل شوی او دغه حریم ته درناوی د ښځو او سړیو په ګډون د ټولنې د غړو یوه له اخلاقي کړنو حسابېږي او د افشا کېدو له امله یې شخص ته جسمي، مالي او رواني زیانونه پېښېږي او ان قانون او محاکم هم نه شي کولی له کره دلایلو پرته پر شخصي حریم تېری وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین د روان کال د زمري په شپږمه رسماً پیل شو او ټاکل شوې د روانې تلې میاشتې تر ۳مې؛ یعنې د ټاکنو له ورځې (د تلې ۶مه) ۴۸ ساعتونه مخکې دوام پیدا کړي.

«د جامو اغوستلو ډول»، «سینګار»، «د غني مېرمن په افغانستان کې د زېږون درد نه دی تحمل کړی»، «مېرمنې ته طلاق ورکول»، «مین کېدل او له خپلې شاګردې سره واده کول» او نور هغه کلمات دي د ټاکنیز کمپاین پر مهال د رسنیو له لارې د ولسمشرۍ د کاندیدانو او ټاکنیزو بحثونو کې بیان شوي دي.

د خصوصي حریم د نقض په اړه د قوانینو او طرزالعملونو حکم:

د افغانستان د جزايي کوډ په ۶۲۸مه ماده کې چې د «د کورنۍ د اسرارو افشا» ته ځانګړې ده، داسې راغلي: ((هغه شخص چې له علني وسایلو په استفادې د یوې بلې کورنۍ اسرار افشا کړي، که څه هم حقیقت ولري، له لسو تر دېرش زره افغانۍ پر نغدي جریمه محکومېږي.))

د ټاکنو په جریان کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو د تنظیم لایحې د څلورمې مادې په لومړۍ فقره کې چې د کسانو د شخصیت او خصوصي حریم ته احترام ته ځانګړې ده، راغلي چې ټولنیزې رسنۍ دې د اشخاصو کرامت او شخصیت ته درناوی ولري او د هغوی شخصي او خصوصي حریم ته دې نه داخلېږي.

دغه راز د اوومې مادې په دویمه فقره کې چې د کمېټو د پرېکړو او ټاکنیزو رسنیزو سرغړونو او تخلفاتو په اړه ده، داسې راغلي، د هغو مطالبو او معلوماتو خپرول چې د ټاکنو د کاندیدانو او نورو اشخاصو حرمت ته سپکاوی بلل کېږي، تخلف او سرغړونه ده چې د دغه طرزالعمل د اتمې مادې په دویمه فقره کې راغلي دي چې د اوومې مادې د دویمې فقرې ناقض له پنځو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېږي.

د کاندیدانو پر خصوصي حریم د تېري په اړه د ټاکنیزو ټکټونو نیوکه:

نوموړي، د رسنیو په ځینو برنامو او ټولنیزو شبکو کې د «تدبیر او پراختیا» ټېم د رهبرۍ له خصوصي حریمه د نقض په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته یې کړه: ((تر اوسه مو رسمي شکایت نه دی ثبت کړی او زموږ لپاره د اندېښنې ځای دی؛ د دې لپاره ځینې رسنۍ هڅه کوي د وسیلې په توګه داسې مسایلو ته لمن ووهي چې له سالمو سیاسي او ټاکنیزو سیالیو سره هېڅ اړیکه نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د یوه خصوصي ټلوېزیون په ټاکنیزه برنامه کې چې په هغې کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند فرامرز تمنا مېرمن اروز نورستانۍ او د دولت ساز ټېم په استازیتوب مریم صدیقي ګډون درلود، شخصي مسایل راپورته شول.

د فرامرز تمنا مېرمن اروز نورستانۍ د دولت ساز ټېم استازې ته په خطاب کې وویل: ((چا چې په دغه هېواد کې له امکاناتو پرته د زېږون درد نه وي تحمل کړی، هغې ښځې ته افغانه نه شو ویلی او د افغانستان لومړۍ مېرمن نه ده او څوک چې د یوې معاملې له مخې د افغانستان لومړۍ مېرمن شوې، هغه بېل بحث دی.))

وروسته د دولت ساز ټېم په استازیتوب مریم صدیقي وویل چې فرامرز تمنا پر خپلې یوې شاګردې مین شو او له هغې سره یې واده وکړ او د افغانستان له یوې قوي ښځې (حمیرا قادري) سره یې لویه جفا وکړه او د درېیو کلونو لپاره یې له یوې مور خپل ماشوم بېل کړ.

پر ټاکنو د څار بنسټونو نظر:

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایي رییس رشید یوسف وویل چې د افغانستان د قوانینو پر اساس د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو په جریان کې سپکاوی، د اشخاصو د خصوصي حریم نقض، په عام محضر کې د شخصي مسایلو یادول مناسب نه دي او له فرهنګي اړخه هم ښه کار نه شو ورته ویلی.

هغه وویل: ((موږ شاهدان وو چې ډېری ټاکنیزو ټکټونو په خپلو کمپاینونو کې د دې پر ځای چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپلې برنامې چې څه کار ترسره کوي، خلکو ته بیان کړي، خو له بده مرغه داسې خبرې مطرح کوي د افغانستان په څېر له یوه ملت سره نه ښايي او د تاسف ځای دی چې د کاندیدانو له غیر مسلکي خبرو په الهام د هغوی پلویان هم اغېزمن کېږي او په وروسته مرحلو کې په لانجه اوړي.

نوموړي د کاندیدانو له خوا د یو بل پر خصوصي حریم د تېري په اړه د نیوکې او اندېښنې ترڅنګ وویل چې د ټاکنیزو ټېمونو ویاندویانو په ټاکنیزو بحثونو کې چټیات وايي او د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو پر خصوصي حریم تېری کوي او دغه ډول چلند په راتلونکي کې د هېوادوالو ترمنځ ستونزې رامنځته کوي چې ترمیم به یې ساده کار نه وي.

رشید په رسنیو کې د کاندیدانو بحثونو ته په اشاره زیاته کړه: ((ځیني وخت دومره لانجمنو بحثونو ته داخلېږي چې کنټرول یې د یوه خبریال لپاره ساده خبره نه وي او ښايي وروسته خپله دوی هم پښېمانه شي.))

د حقوقي کارپوهانو نظر:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاده شهلا فرید د دې په یادولو سره چې د افغانستان په قوانینو کې  د افرادو خصوصي حریم نه دی تعریف شوی، وویل چې د جزا په کوډ کې د خصوصي حریم په اړه اشاره شوې ده، خو لا هم کافي نه ده او څوک چې وغواړي له خپله خصوصي حریمه دفاع وکړي، داسې محکه نشته چې هغه تعقیب کړي.

هغې په ټاکنیزو مبارزو کې د کاندیدانو له خوا د یو بل له خصوصي حریمه پر نقض نیوکه وکړه او ویې ویل: ((ټولنیز اخلاق اجازه نه ورکوي چې خلک یا رسنۍ د کاندیدانو د کورنیو مسایلو او خصوصي حریم په اړه پوښتنه وکړي.))

دغې حقوقي کارپوه زیاته کړه چې ډېری لوستو هېوادوالو د کاندیدانو له خوا د برنامې نه وړاندې کولو له امله تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې کوم کاندید ته رایه ورکړي.

هغې څرګنده کړه: ((خلکو هیله درلوده چې کاندیدان به د یو بل پر برنامو نقد وکړي او خپل پلانونه به خلکو ته وړاندې کړي خو له بده مرغه ولسمشر او د حکومت اجرائیه رییس او نورو کاندیدانو هر یوه د دې پر ځای چې پر برنامو نقد وکړي، د یو بل پر شخصیت تعرض کوي او حتا د جامو او سینګار په اړه یې هم پوښتل کېږي، چې دا د ټاکنیزو اصولو خلاف کار دی او له کمپاینه سم تعریف نه لري.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې نظر:

د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټې کمېشنرې او منشي بنفشې بینش وویل چې د هېواد د قوانینو پر اساس چې د افرادو په ځانګړې توګه د کاندیدانو خصوصي حریم له تېري خوندي دی.

هغې «د ټاکنو په جریان کې د ټولیزو رسنیو د فعالیتونو د تنظیم لایحې» څلورمې مادې ته په اشارې زیاته کړه چې د دې لایحې له مخې ټولیزې رسنۍ حق نه لري چې د چا پر کرامت او شخصیت تعرض وکړي او د هغوی شخصي او خصوصي حریم ته ننوځي.

نوموړي وویل چې که چېرې د کومې رسنۍ یا خبریال له لوري داسې پوښتنه مطرح شي چې د مرکه کېدونکي په خصوصي حریم پورې اړه ولري، د ټولیزو رسنیو د تنظیم لایحې د څلورمې مادې له دویمې فقرې څرګند نقض دی او که دغه موارد په ضبطي او ژوندۍ برنامه کې د خبریال او رسنۍ له خوا د خلکو په نیابت وي، څه ستونزه نه لري او کمپایني اړخ لري.

هغه څرګنده کړه: ((کله چې یو خبریال په ضبطي برنامه کې داسې پوښتنه له یوه کاندیده مطرح کوي چې د ډېری ګډون کوونکو رایه ولري، د خصوصي حریم نقض نه شو ورته ویلی؛ خو دا چې خپله د ټولیزو رسنیو د خبریال له خوا پوښتنه وشي، په هغه حالت کې د ټولیزو رسنیو د تنظیم لایحې د څلورمې مادې د دویمې فقرې صریح نقض دی.))

بینش دې ته په اشاره چې د خصوصي حریم نقض کوونکو ته ځانګړي انضباطي تدابیر نیول کېږي، وویل، هرکله چې د یوې رسنۍ له خوا د یوه شخص خصوصي حریم نقض شي، دخالت وشي او یا د هغه شخصي مواردو ته سپکاوی وشي، د شکایت ترلاسه کېدو او د دې کمېټې له خوا د تشخیص په صورت کې لومړی د اصلاح لپاره سپارښتنه او لیکلې اخطاریه ورکول کېږي او وروسته له پنځو تر یو لک افغانیو نغدي چریمه کېږي.

د هغې په خبره، سره له دې هم که چېرې رسنۍ سرغړونه وکړي او د قانون د نقض کړنې ته دوام ورکړي عدلي او قضايي تعقیب ته معرفي کېږي.

هغې دې ته په اشاره چې د رسنیو په کمېټه کې تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د خصوصي حریم په اړه کوم شکایت نه دی ثبت شوی، وویل، په ځينو نورو برخو کې ځینو رسنیو چې د طرزالعملونو او لایحو نقض یې ترسره کړی و، هغو ته توصیه او لیکلې اخطاریه ورکړل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نظر:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي په دې اړه چې د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د خصوصي حریم د نقض اصطلاح نه ده ذکر شوې، په تاسف سره وویل: «دغه اصطلاح بل کاندید ته د زیان په توګه کارول شوې ده چې کولای شو هغې ته د شخصي حریم له قضیې سره تړاو ورکړو.»

هغې د دې په یادولو سره چې د سالمو او رغوونکو مبارزو په منظور باید  منفي رقابت ترسره نه شي، زیاته کړه چې هر ډول منفي رقابت ته چې نورو ته سپکاوی او تحقیر وي او زیان ور اړوي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغو ته رسېدنه کړې او کوي یې.

الیاس وویل چې تر اوسه د شخصي حریم په اړه کوم شکایت نه دی ثبت شوی.

عزیزالله همدرد

Hits: 7010

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…