له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم څخه د حامد کرزي د ملاتړ خبر رد شو
ناسم - سپتمبر 12, 2019

له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم څخه د حامد کرزي د ملاتړ خبر رد شو

کابل (پژواک، ٢١ وږی ٩٨): د فسبوک ځينو کارکوونکو او یوې خبري شبکې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» له ټيم څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملاتړ خبر ورکړی، خو د کرزي مطبوعاتي دفتر بیا دغه خبر رد کړی او د پژواک موندنې ښيي چې یاد راپور په ناسم کټګورۍ کې راځي.

ناسم اطلاعات:

تېره ورځ یوې خبري شبکې داسې خبر خپور کړ چې ګواکي پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم څخه ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د اطلاع رسونې شبکې د وږي په ۲۰مه له ثبات او همپالنې ټېم څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملاتړ خبر خپور کړ.

فېسبوک کاروونکي:

د ثبات او همپالنې له ټېم څخه د حامدکرزي د ملاتړ خبر له تېرې ورځې راهیسې د فېسبوک کاروونکو ترمنځ د زیات خپرېدو په حال کې دی.

 په سمنګان ولایت کې د ثبات او همپالنې د ټېم پر فېسبوک پاڼه داسې لیکل شوي: «د بریا په لور یو لوی ګام، پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړی چې راتګ یې نېک او د بریا پرلور یو لوی ګام دی.

د «خبر فوری» په نامه پر فېسبوک پاڼه داسې لیکل شوي: «تازه:ـ پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم سره یوځای شو.»

 همدارنګه د «چشم بادامی ها» په نامه پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي: «کرزي خپلو ټولو پلویانو ته سپارښتنه کړې چې له هرې ممکنې لارې کوښښ وکړي څو عبدالله عبدالله په لومړي پړاو کې له ۶۰ سلنه ډېرې رایې وګټي.»

 په فرهنګي چاروکې د ولسمشر ستر سلاکار شاحسین مرتضوي هم پر خپله فېسبوک پاڼه دا خبر خپور کړی او داسې یې لیکلي: «عبدالله به په کرزي باور وکړي؟ په تېره دوره کې له نوماندانو د کرزي ملاتړ مهم و. عبدالله عبدالله څو ځله کوښښ وکړ څو حامد کرزی دده له ټېم سره یوځای شي خو کرزي هر ځل ویلي: “ما قدرت له استاد رباني څخه په تحویل اخیستی او اوس یې تاسوته سپارم.”

دغه راز د مرتضوي پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي متن کې راغلي: «عبدالله په همدې خوش باورۍ پر حامد کرزي باور وکړ. خو د کریم خرم خاطرې په ډاګه کوي چې حامد کرزی د عبدالله په تړاو رښتینی نه و. له هغه وروسته عبدالله د کرزي پر وړاندې کلکه کینه پيدا کړه. څو کاله وړاندې عبدالله عبدالله په ناڅاپي ډول له حکومت سره اړیکې پرې او د ولسمشر غني په اړه یې سخت غبرګون وښود. وروسته معلومه شوه چې د عبدالله د احساساتي کېدو لامل په ارګ کې د سلام خانې په مراسمو کې کرزي ته د ولسمشر غني ځانکړی قدر و. اوس معلومه نه ده چې په لومړي سرکې به کرزی عبدالله عبدالله ته څه ډول نقشه وړاندې کوي. خو ښکاري چې ډاکتر عبدالله به په اسانۍ پر حامد کرزي باور ونه کړي»

د سارا افضلي په نوم د فېسبوک یوې بلې کاروونکې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د خبرونو پر اساس کرزى د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شوى دى.

د سارا افضلي د لیکنې په پای کې سید مهتاب الدین لیکلي: ” حامد کرزي د تېرو پنځو کلونو په لړ کې ولسمشر غني ته د درغلۍ په خاطر خپل وجدان شکنجه کړی دی.”

دغه راز تاج محمد رسام هم پر خپل فېسبوک لیکلي: « والله د عبدالله کار جوړ شو.»

همدارنګه د فېسبوک یوه بل کاروونکي دا پوسټ شریک کړی: «پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم  څخه ملاتړ  کړى دى. »

د نوید عظیمي د پوسټ په پای کې عاطفې عظیمي داسې ویلي: «الله دې اتفاق ورکړي، رښتیني دې وي.»

وېبلاک لیکونکي:

د وېبلاک یوه کاروونکي هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

 عبدالرزاق مامون د «ګزارشنامه افغانستان» په نامه پرخپله وېبلاک پاڼه داسې لیکلي، په هغه خبر کې چې دغه وېبلاک ته رسېدلی ویل شوي چې د پخواني ولسمشر کرزي او ولسمشر غني ترمنځ د کلک مخالفت له امله کرزي د عبدالله عبدالله له ټېم څخه ملاتړ  کړى دی.

مامون زیاتوي: «حامد کرزي له خپلو بهرنیو ملاتړو سره لوی کندهار ته د سفر پر مهال ډاکټر عبدالله عبدالله ته کمپاین کړی او د درانیو قومي مشرانو ته یې سپارښتنه کړې چې په خپلو ټولو ساحو کې عبدالله عبدالله ته کمپاین وکړي. کرزي د عبدالله عبدالله په اړه دوه ټکي « ډاکټر عبدالله مسلمان او مجاهدوالي» په نښه کړي. نوموړي دغه راز د تاجک او پښتون تر منځ د وینې ګډ پیوند ته په اشاره دغه ځانګړنه ملي يووالي ته د احترام لپاره د ډاکتر عبدالله ښه والی بللی دی، حامد کرزي کندهار ته تر خپل وروستي سفر مخکې وویل چې غني له هندو بابا څخه پیدا شوی او نیکونه یې د پېښور د سکانو او هندیانو څخه وو چې د انګلیس د تسلط پر مهال افغانستان ته د ژباړونکي په توګه را استول شوی و او ترپایه یې د اسلام دین قبول نه کړ. له یوې مسیحي ښځې سره د غني د واده لامل د دې واقعیت ښکارندوی دی.

 کرزي خپلو پلویانو ته امر کړی چې د امکان ترکچې هڅه وکړي څو عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې له ۶۰ سلنه ډېرې رایې ترلاسه کړي.

 د ثبات او همپالنې ټېم:

 د ثبات او همپالنې ټېم یوه ستر سلاکار چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه حامد کرزي په رسمي ډول له دوی ملاتړ نه دی اعلان کړی؛ خو خپلو پلویانو ته یې ویلي چې د ثبات او همپالنې له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړي.»

رښتيني اطلاعات څه دي؟

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مطبوعاتي مسوول محمد یوسف سها پژواک ته له عبدالله عبدالله سره د حامد کرزي د یوځای کېدو خبرونه بشپړ رد کړل.

 هغه ددغو راپورونو په اړه وویل: «د حامد کرزي دریځ له وړاندې معلوم دی او له هېڅ نوماند څخه ملاتړ نه کوي.»

 نوموړی زیاتوي، کرزي هر وخت د بین الافغاني مذاکراتو له مخې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کړې دي.

 د سرچینې په خبره، حامد کرزي نه مخکې له کوم نوماند څخه ملاتړ کړی، نه اوس کوم هوډ لري او نه به په راتلونکي کې له کوم نوماند څخه ملاتړ وکړي.

د حقیقت پایله:

 پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې د حقایقو څېړنه کوي او خلکو ته ښيي چې دا خبر له «سم، یوڅه سم، لږ سم، ناسم، یوڅه ناسم او نیم سم. لږ ناسم او ناسم» کټګوریو څخه د ناسمو خبرونو په کټګورۍ کې راځي.

زرغونه صالحي

Hits: 5586

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…