د ټاکنو د چمتووالي په اړه د ابراهيم الکوزي نيوکه د ټاکنو کمېسیون سمه نه بولي
یو څه سم - سپتمبر 11, 2019

د ټاکنو د چمتووالي په اړه د ابراهيم الکوزي نيوکه د ټاکنو کمېسیون سمه نه بولي

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د ولسمشرۍ نوماند ابراهیم الکوزى ادعا کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هېڅ ډول چمتو والى نه لري، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا دغه نيوکه سمه نه بولي.

الکوزي دغه څرګندونې د وږي په ٢٠مه، په کابل کې د يوې کمپايني غونډې پر مهال وکړې.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند زیاته کړه، د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره بايد زمینه برابره شي، خو د نا امنيو په شتون کې رڼې ټاکنې له امکان څخه لرې دي.

د ده په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتو والى نه لري او ټاکنې باید وځنډول شي، تر څو د افغانستان ټول خلک په دغه هنداره کې خپل ځان وویني او خپل انتخاب و کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوى د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بشپړ او هر اړخيزه پوره چمتو والى لري.

ده زیاته کړه، ۲۶ ولایتونو ته د ټاکنو اړونده توکي رسېدلي او د همدې اوونۍتر پایه به نورور پاتې ولایتونو ته هم دغه توکي ورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند وايي :” د ولسمشرۍ ټاکنو هغه نوماندان چې د ټاکنو پر کمېسیون او د ټاکنو پر ترسره کېدا بې باوره دي ښه به دا وي چې خپلو کمپاینونو ته پاملرنه او د خلکو رايو ترلاسه کولو لپاره کار وکړي”.

ده وویل، د ولسمشرۍ نوماندان دې خپلې برنامې له خلکو سره شریکې کړي او که برنامې نه لرې په منفی تبلیغاتو دې د خلکو ذهنیت د یوې ملي پروسې پر وړاندې نه خرابوي.

د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا)

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٦٠ سلنه چمتووالى نيولى، خو په دې پروسه کې اوس هم ځينې تخنيکي ستونزې شته دي.

هغه پژواک ته وویل، د دې ترڅنګ د ځینو کارکوونکو له خوا د نوماندانو پلوي او د مدیریت دقیق نشتون هغه ستونزې دي چې دوى یې اندېښمن کړي دي.

ده زیاته کړه: ” زه د ابراهیم الکوزي خبرو سره ۴۰ فیصده همغږی یم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو لپاره لازم چمتوالى نه لري. “

ايوب زاد وايي، تېرکال نړیوالې ټولنې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه څارنه او مالي ملاتړ کاوه، خو سږ کال یې د ځینو ستونزو له امله نه کوي.

ده وویل، که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون  په مرکز او ولایتونو کې تخنیکي ستونزو او د څارنې لپاره جدي اقدام و نه کړې د ټاکنو روڼوالى به له ستونزو سره مخ شي.

د حقیقت موندنې پایله

پژواک خبري اژانس په یوه نوې برنامه کې حقایق څېړلي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د «سم، لږ سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم» کټګوریو له ډلې، په يو څه سم کې دى.

احمد صهیب حسرت

Hits: 7552

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…