Silence on election law violations slammed
فیچري راپورونه - سپتمبر 12, 2019

پر ټاکنیزو سرغړونو سترګې پټول بدې پایلې لرلی شي

کابل (پژواک، ٢۳ وږی ۹۸): شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا ټاکنیزې سرغړونې د اندېښنې وړ ګڼي او له اړوند کمېسیون څخه غواړي چې له قانون ماتونکو سره جدي عمل وکړي څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه شي.

 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې تر اوسه د ټاکنیزو سیالیو د بهیر په اړه په یاد کمېسیون کې ۵۳ شکایتونه ثبت شوي او دغه کمېسیون ۷۰ سلنه یادو شکایتونو ته له رسېدو سربېره د ځینو ناثبت شوو سرغړونو په تړاو هم اقدام کړی دی.

د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ لپاره د ولسمشر غني او اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو نوم لیکنه کړې وه، خو له دې ډلې زلمي رسول له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ او یوه نوماند خپلې ټاکنیزې سیالۍ بندې کړې دي.

ټاکنیزې مبارزې د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د تلې میاشتې تر درېیمې به دوام ولري.

سرغړونې:

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ځینو ټاکنیزو ډلو لکه د محمد اشرف غني په مشرۍ (دولت جوړونکی)، د ډاکتر عبدالله په ګډون د «ثبات او همپالنې»، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» او د فرامرز تمنا په مشرۍ د «تدبیر او پراختیا» د ټاکنیزو سیالیو تر رسمي پیلېدو مخکې سرغړونې کړې دي.

یاد کمېسیون ویلي و، کندهار او زابل ولایتونو ته له دولتي امکاناتو په ګټې اخيستو د محمد اشرف غني سفر او د پروژو پرانیستل، له دولتي امکاناتو څخه په استفاده مزار او شبرغان ښارونو ته د ډاکتر عبدالله سفر، د ټاکنیزو سیالیو لپاره بلخ ولایت ته د رحمت الله نبیل سفر او هرات ته د فرامرز تمنا سفر له ټاکلي وخت وړاندې ټاکنیزې سیالۍ وې.

دغه راز د یوه راپور له مخې، د دغه کمېسیون ارزونې ښيي چې غني په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو لکه ځایونو، تجهیزاتو او لېږد له وسایلو استفاده کړې او ځینو دولتي کارکوونکو یې هم په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی دی. د دغه کمېسیون مسوولینو د صدراعظمۍ او درېیم مرستیال بستونو د ژمنې له امله د «ثبات او همپالنې ټېم »په ټاکنیزو سرغړونو کې شامل ګڼلي دي.

دغه راز هېڅ ټاکنیز ټکټ تر اوسه خپل اړوند مالي راپور نه دی وړاندې کړی.

د یو بل خبر له مخې، د ټاکنو د څار بنسټونو د چنګاښ په ۱۳ مه د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو له ټاکلي وخت پر مخکې مبارزو، د یو او بل په سپکاوي او رټلو تورن کړل خو په دې اړه یې جزيیات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، د ټاکنو د څار بنسټونو ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان د خپلو پروګرامونو د تشريح پر ځای کنایو ویلو ته مخه کړې.

عبدالله عبدالله د مولانا د شعر د دکلمې پر مهال د ولسمشر غني تېروتنې ته په اشاره ویلي: ((اوس خبره تر شاعرانو هم ورسېده، ځان د مولانا او بیدل میراث دار معرفي کوي. هغو کسانو ته کم احترام دا دی چې شعر یې سم ووايي.))

دغه راز ولسمشر غني تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشاره چې عبدالله یې پایلې نه منلې او پلویان یې واټونو ته راووتل له خپلو سیالانو وغوښتل چې د دولت جوړوونکي ټيم د بریالیتوب په صورت کې واټونو ته راونه وځي او د ټاکنو پایلې ومني.

عکس:

دغه راز د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د هېواد په ځينو سیمو کې د نوماندانو انځورونه هم تخریب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو د لایحې له مخې، د نوماندانو او د دوی د پلویانو له خوا د نورو نوماندانو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه، د نوماندانو او پلویانو له خوا یې د نورو نوماندانو د پوسټرو تخریب، له ټاکلي وخت مخکې او وروسته یا د سکوت په دوره کې د ټاکنیزو سیالیو ترسره کول، د ټاکنیزو سیالیو په پروګرامونو کې د دولت کارکوونکو ته د ګډون زمینه برابرول ټاکنیزې سرغړونې بلل کېږي.

 دغه راز د لایحې د موادو له مخې، سیاسي ګوندونه او ايتلافونه د ټاکنیزو سیالیو پر مهال له عامه ملکیتونو او شتمنيو استفاده نه شي کولی، مګر داسې مهال چې ټولو نوماندانو ته یو ډول امکانات او اسانتیاوې برابرې شي.

پر ټاکنیزو سرغړونو سترګې پټول او د هغې بدې پایلې:

سیاسي شنونکي او پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې سرغړونو ته د نه رسېدو په صورت کې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي او پایلې به یې د منلو وړ نه وي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرايیوې رییس محمد یوسف رشید وايي، کله چې د نوماندانو سرغړونې نادیده وګڼل شي او پر ټولو یو ډول قانون پلی نه شي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سرغړونو په برخه کې له خپلو صلاحیتونو استفاده ونه کړي د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي او پایلې به یې پر ټاکنو د څار بنسټونو او خلکو ته د منلو وړ نه وي.

حقوق پوه ګل الرحمن قاضي هم د ټاکنیزو سرغړونو د ارزونې او هغه ته پر رسېدو د ټینګار ترڅنګ وویل: ((هر څه چې پر باطل پیل شي باطل دي، د دغه وضعیت دوام به د ټاکنو د پایلو د بحراني کېدو لامل شي.))

هغه زیاته کړه، ټاکنیزې سرغړونې په افغانستان کې ډېر مخنیه لري او ترسره شوې سرغړونې د ټاکنو بهیر تر پوښتنې لاندې راولي او هر څوک چې له درغلیو او سرغړونو په ډکو ټاکنو کې بریالی شي، نور نوماندان به یې پایلې ونه مني.

نوموړي دې ته په اشاره چې په اوسنیو شرایطو کې د عمومي، خپلواکو او مستقیمو ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه نه ده برابره ټاکنیز کمېسیونونه د قانون د تطبیق په برخه کې په ناغېړۍ تورن کړل.

 د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح ورته نظر درلود او ویې ویل: ((که اصول او قانون په ټولیز ډول مراعات نه شي د ټاکنو پایلې به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي او د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته به د منلو وړ نه وي.))

مصباح زیاته کړه، پر قانوني سرغړونو سترګې پټول به بدې پایلې ولري او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په فکر کې د قانون د پلي کېدو وېره واچوي.

په تاجکستان کې د افغانسان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو کارپوه محمد فاروق بره کي وویل، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د نوماندانو له خوا د قانون تر پښو لاندې کول پر عامه ذهنیتونو منفي اغېز کوي، ځکه خلک په دې اند دي چې دوی به له بریالیتوب وروسته تر کومې کچې قانون مراعات کړي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو کمېسیونونو چلند او ترسره شوو سرغړونو ته په کتو باید خلک د رڼو ټاکنو تمه ونه لري.

 د نوموړي په خبره، په دغه ډول وضعیت کې د ټاکنو ترسره کېدل د ټاکنو پر مشروعیت منفي اغېز کوي او د پایلو منل به یې د خلکو، ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او نړیوالې ټولنې لپاره سخت وي.

د ۵۳ شکایتونو ثبت:

 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي او ویاند محمد قاسم الیاسي وویل، تر اوسه په یاد کمېسیون کې ۵۳ شکایتونه ثبت شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه، تر اوسه ۷۰ سلنه شکایتونو ته رسېدنه شوې خو د ټاکنو بهیر د څارنې په برخه کې پر ټاکنو د څار بنسټونو، ټاکنیزو کمېسیونونو، رسنیو، نوماندانو او سیاسي ګوندونو همکارۍ ته اړتیا ده.

هغه له جزيیاتو پرته وویل، تر اوسه تر ټولو ډېر شکایتونه د محمد اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړوونکي» او ډاکتر عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» له ټکټونو څخه ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم په ټاکنیزو کمېسیونونو کې له وخت مخکې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټکټونو له خوا د ټاکنیزو سیالیو پیلول، د یادو دوو ټکټونو په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو د ګډون او له دولتي امکاناتو څخه د یادو دوو ټکټونو له خوا د استفادې په اړه شکایت نه و ثبت شوی، خو د کمېسیون د موندنو په اساس د دغو سرغړونو له امله یادو دوو ټاکنیزو ټکټونو ته اخظاریې ورکړل شوې او سپارښتنه ورته وشوه چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ټاکنیزو سیالیو لایحې ته پام وکړي.

الیاسي د ټاکنیزو ټکټونو د مالي لګښت اړوند راپور په اړه وویل، تر اوسه یادو ټکټونو راپور نه دی وړاندې کړی، خو دوی مکلف دي چې خپل مالي راپور وړاندې کړي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي او د اسلامي وحدت ګوند رییس محمد کریم خلیلي د خپلې خوښې وړ نوماند په ټاکنیزو سیالیو کې د ګډون له امله هر یو ۱۰ زره افغانۍ نغدي جریمه شول او په فرهنګي چارو کې د ولسمشرۍ ریاست مشاور شاه حسین مرتضوي، د افغانستان د دیني عالمانو د انسجام په چارو کې د ولسمشر مشاور او د کابل ښار د مرحوم حاجي چمن جومات خطیب د ټاکنیزو سرغړونو له امله هر یو ۱۵ زره افغانۍ نغدي جریمه او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکولو له حقه محروم شوي دي.

ټاکنیز ټېمونه سرغړونې ردوي:

د دولت جوړوونکي ټېم د ټاکنیز سیالیو د دفتر ویاند جاوېد فیصل د دوی له خوا له وخت مخکې د ټاکنیزو سیالیو د پیل ادعا رد کړه او ویې ویل، د دولت جوړوونکي ټېم سیالان د یاد ټېم د بدنامولو لپاره ځينې پروګرامونه له وخته مخکې کمپاین بللي دي.

نوموړي د دوی په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو په اړه وویل: ((دولت جوړوونکي ټېم داسې لایحه جوړه کړې او تصمیم یې نیولی چې دولتي کارکوونکي په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون ونه کړي، هغه کسان چې په کمپاینونو کې ګډون کوي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه کولای شي په اړه یې قانوني اجراات وکړي.))

هغه له دولتي امکاناتو څخه د استفادې په اړه وویل، دغه موارد مستند کولو ته اړتیا لري او رسنۍ، ټاکنیز کمېسیونونه، پر ټاکنو د څار بنسټونه او نوماندان باید د دغه ډول وضعیت د لیدو په صورت کې ټاکنیزو کمېسیونونو ته اسناد وړاندې کړي.

فیصل په دې اړه چې ولې تر اوسه دولت جوړوونکي ټېم کمېسیون ته خپل مالي راپور نه دی وړاندې کړی؟ وویل، دغه ټېم د خپلو ټاکنیزو سیالیو یو میاشتنى راپور جوړ کړی او ډېر ژر به یې کمېسیون ته وسپاري او د ټاکنیزو سیالیو میعاد تر پای ته رسېدو وروسته به بشپړ راپور وړاندې کړي.

د ثبات او همپالنې ټېم وياند فریدون خوځون وویل، تر اوسه هېڅ دولتي کارکوونکي د یاد ټيم په ګټه کمپاین نه دی کړی.

 دا په داسې حال کې ده چې صلاح الدین رباني او د اسلامي وحدت ګوند رییس محمد کریم خلیلي د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ ۱۵-۱۵زره افغانۍ جریمه شوي دي.

 خوځون په دې اړه وویل: ((هغه «صلاح الدین رباني» د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستۍ سربېره د یوه ګوند مشر دی، د ټاکنو په قانون کې د هغو کسانو په اړه چې د حکومت د غړیتوب سربېره د یوه سیاسي ګوند مشري پر غاړه ولري وضاحت نه دی شوی، خو له غږ پورته کېدو وروسته رباني په کمپاینونو کې ګډون نه دی کړی.))

خواجه بصیر فطري

Hits: 6930

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…