په عبدالله او غني پسې د سوشما سوراج د کتاب له ادرسه کېدونکې خبرې جعلي دي
ناسم - سپتمبر 11, 2019

په عبدالله او غني پسې د سوشما سوراج د کتاب له ادرسه کېدونکې خبرې جعلي دي

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني په اړه هغه خبرې چې ګواکې د هند د بهرنیو چارو مخکنۍ وزیرې سوشما سوراج په خپل کتاب کې لیکلې، جعلي او بې بنسټه دي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د ولسمشرۍ کانديدانو ډاکتر عبدالله عبدالله او اشرف غني په اړه د هندوستان د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې مېرمن سوشما سوراج د کتاب خبرې خپرېږي، خو د پژواک له څېړنو معلومه شوه چې هغه نه په دې نوم کوم کتاب لري او نه يې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

ناسم معلومات:

له تېرې اوونۍ راهيسې د فېسبوک يو شمېر کاروونکي د هندوستان د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې مېرمن سوشما سوراج په اړه ځينې څرګندونې خپرې کړې دي.

لومړى دغه کار په ظاهره د اشرف غني پلويانو کاوه چې ګواکې مېرمن سوراج په خپل کتاب کې د ډاکتر عبدالله په اړه څرګندونې کړې، خو کله چې دغه پوسټونه ډېر شول، نو د ډاکتر عبدالله ملاتړو هم په غبرګون کې په ورته څرګندونو او ليکنو پيل وکړ.

د صاحبزاده په نوم يوه کس په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج د خپلو يادښتونو کتاب (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې) په ۱۸۲ مخ کې ليکلي چې د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله په کابل کې د ليدنې پر مهال له دې ځينې غوښتنې کړې وې.

د صاحبزاده په دې ليکنه کې د هند د وزیرې د کتاب له نقله لیکي، په دې ليدنه کې ډاکتر عبدالله ترې وغوښتل چې د خوست د هوايي ډګر پروژه چې د هند په مرسته جوړېږي، بايد شمالي ولايتونو ته ولېږدول شي.

دغه راز په دې ليکنه کې ادعا شوې چې ډاکتر عبدالله له نوموړې څخه ځينې نورې غوښتنې درلودې، چې یوه قوم ته سپکاوی هم په کې شوی و.

د دغه پوسټ په اخره کې ليکل شوي: ((د هندو اخبار مشهور ليکوال “ساونت راش اچاريه” د انګليسي ژبې نه ژباړل شوى مضمون))

د صاحبزاده په نوم يوه کس په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج د خپلو يادښتونو کتاب (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې) په ۱۸۲ مخ کې ليکلي چې د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله په کابل کې د ليدنې پر مهال له دې ځينې غوښتنې کړې وې.

دغه متحد المال مطلب لسګونو کسانو کاپي او په خپلو فېسبوکونو کې خپور کړ چې بيا نورو کاروونکو په تبصرو کې بېلابېل نظرونه ورکړي او ډېرو يې ډاکتر عبدالله ته سپکې سپورې ويلې دي.

دغه راز د ببرک عمر په نوم يوه بل کس چې په فېسبوک کې د ډاکتر عبدالله په پلوۍ پوسټونه کوي، هم دا ډول يوه ليکنه کړې ده.

هغه ويلي چې د هند د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج د خپل کتاب په ١٥٥ مخ کې ليکلي: ((ولسمشر غني افغانستان دومره تباه کړ چي په سلو کالو کې به هم خپل پخواني ځای ته رانه شي، اشرف غني چلباز دى او د واک لپاره هر څه کوي.))

پر دې کمېنټونو کې لسګونو کسانو د کتاب د ادرس، پي ډي اېف او نورې پوښتنې کړې دي، خو هېچا يې ادرس او په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز د ببرک عمر په نوم يوه بل کس چې په فېسبوک کې د ډاکتر عبدالله په پلوۍ پوسټونه کوي، هم دا ډول يوه ليکنه کړې ده.

سم معلومات:

پژواک د خپلو څېړنو او پلټنو په پایله کې معلومه کړه چې د هندوستان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې مېرمن سوراج په دغه نوم هېڅ کوم کتاب نه دى ليکلى.

مېرمن سوراج تېره مياشت د ۶۷ کلونو په عمر مړه شوې هم ده.

پژواک په ګوګل او نورو شبکو کې ډېرې پلټنې وکړې، خو د (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې) په نوم د سوشما سوراج کوم کتاب يې پيدا نه کړ.

نوموړې يواځې يو کتاب (Greet women of INDIA) ليکلى دى.

د هندوستان مشهور ژورنالېست سدانت سيبل چې پخوا د هند د مشهور اژانس ډي اېن اى او ملي ټلوېزيون سره يې دنده ترسره کوله، خو اوس د WION ټلوېزیون سره د مشر خبریال په توګه کار کوي، پژواک ته وويل چې مېرمن سوراج په دې نوم هېڅ کتاب نه لري.

د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم وياند فريدون خوځون وايي چې دوى پر سالمو ټاکنیزو سالیو باور لري او ورته ژمن دي چې په هغو کې شخصیت ته احترام شوی وي خو په کړنو نیوکه او نقد د هر چا حق ګڼي.

هغه پژواک ته وويل: ((هر څوک حق لري چې له خپل نومانده د هغوی د برنامو او کړنو په اړه وپوښتي. خو په ټاکنیزو رقابتونو کې د افواهاتو، اتهاماتو او توهین ځایول اخلاق نه ایجابوي.))

د خوځون په وينا، د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د کتاب او په کې په ډاکتر عبدالله عبدالله پسې تړل شوی بحث نادرست او دوى د رقیبانو له لوري یو کاذب اتهام دی چې حقيقت نه لري.

دى وايي: ((تمه مو دا ده چې ټول سیاسي ټیمونه په ټاکنیزو سیالیو کې ارزښتونه او اخلاقي معیارونه مراعت کړي، دا چې د ثبات او همپالنې ټیم د ولسي ملاتړ له امله له اوسه خپله بریا یقیني کړې نو له همدې امله یې رقیبان له بېلابېلو اتهاماتو او پروپاګنډو سره غواړي چې عامه ذهنیت خراب کړي، هغه څه چې ناممکن دي.))

بل لور ته د دولت ساز ټيم يو وياند جاوېد غفور هم وايي چې د دغه کتاب په اړه معلومات نه لري او نه هم فېسبوکي اوازو ته ارزښت ورکوي.

هغه پژواک ته وويل، کوم نوماند چې سمه برنامه ونه لري، پلويان يې دا ډول ناوړه تبليغات او ناسمې اوازې خپروي.

نوموړى وايي: ((زموږ نوماند عملي برنامې لري او د خپلو برنامو له مخې پر مخ ځي او په تېرو پنځو کلونو کې يې هم دا ثابته کړې ده.))

د سياسي چارو شنونکى نعمان دوست وايي، جعل او تذویر په عقیدوي لحاظ او هم د ژورنالېزم د اخلاقو له مخې یو غیر اخلاقي کار دی. ‎

هغه پژواک ته وويل، جعل د خلکو باور وژني، حقایق مسخه کوي او جعلکاران، خلکو ته د احمقانو په سترګه ګوري، نو دا په هر لحاظ ناوړه او مردود کار دی.

نوموړى وايي، کاندیدان او پلویان يې باید ‌‌‌‌‌‌ډېر محتاط اوسي؛ ځکه دا د دوی اعتبار ته هم زیان رسوي. ‎نن سبا ‌‌‌‌‌‌له ډېری خلکو سره معلوماتي وسایل په لاس کې دي، جعل رسوا کېږي او چې یو ځل څوک جعلکار ثابت شو بیا یې څوک پر رښتیا هم باور نه کوي.

دوست له عدلي ارګانونو غواړي چې باید د دغسې خلکو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي، جعلي قضیې وڅېړي او مجرمینو ته سزا ورکړي.

د حقیقت معلومولو پايله:

پژواک خبري اژانس په یوې نوې برنامه کې حقایق څېړلي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د ((سم، لږ سم، نیمه سم، یو څه سم او ناسم)) ګتګوریو له ډلې د ناسم په ګتګورۍ کې دی.

جاوېد هميم کاکړ

Hits: 12832

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…