د رایې له حقه د صلاح الدین رباني محرومیت واقعیت نه لري خو نغدي جریمه پرې راغلې ده
نیمه سم - سپتمبر 10, 2019

د رایې له حقه د صلاح الدین رباني محرومیت واقعیت نه لري خو نغدي جریمه پرې راغلې ده

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): ځینو رسنیو په ټاکنو کې د رایې له حقه د صلاح الدین رباني د محرومېدو په اړه خبر خپور کړی خو د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د رباني تر څنګ کریم خلیلي او حمیدالله فاروقي هم نغدي جریمه او همدارنګه د ولسمشر دوه سلاکاران مرتضوي او عزیزي بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایې له حقه محروم پېژندل شوي دي.

ناسم اطلاعات:

تېره ورځ بي بي سي، پایګاه خبر انتخاباتي، د صبح کابل ورځپاڼې، سپوټنیک، شفقنا، مهر خبري اژانس د رایې له حقه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محرومېدوه په اړه خبر خپور کړ.

د بي بي سی په راپورو کې داسې راغلي: ((ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو ولایتي کمېسیون اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر، د کابل پوهنتون رییس او د ولسمشر غني سلاکاران یې د ټاکنیزو سرغړونو له امله پر نغدي جریمه او د رایې له حقه پر محرومیت محکوم کړي دي.))

دغه راز په یو بل راپور کې چې په مهر خبري اژانس کې خپور شوی راغلي چې صلاح الدین رباني د سرغړونې له امله په ټاکنو کې له ګډونه محروم شو.

د صبح کابل ورځپاڼې هم دغه ډول یو راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په کمپاینونو کې د ګډون له امله ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه او د رایې له حقه محروم شوی دی.

د شفقنا خبري اژانس هم تېره ورځ په ویه خبر کې لیکلي چې صلاح الدین رباني د سرغړونې له امله په ټاکنو کې له ګډونه محروم شوی دی.

خبر محروم شدن صلاح الدين ربانى از حق راى واقعيت نداشته اما جریمه نقدی گردیده است

سم اطلاعات:

خو د پژواک خبري اژانس څېړنې ښيي چې یوازې شاه حسین مرتضوي او مولوي رحیم الله عزیزي د دې ترڅنګ چې ۱۵- ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه شوي، د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون له حقه هم محروم شوي دي.

د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوې باوري سرچینې نن (د وږي ۱۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی، د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د خپلې خوښې کاندیدانو په کمپایني غونډو کې د ګډون له امله هر یو پر لس لس زره افغانیو نغدي جریمه محکوم شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ریاست د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي، د افغانستان د علماوو د انسجام په چارو کې د ولسمشر سلاکار رحیم الله عزیزي او د کابل ښار د حاجي چمن جومات خطیب د ټاکنیزو سرغړونو په دلیل ۱۵، ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه او په ټاکنو کې د رایې ورکولو له حقه هم محروم شوي دي.

سرچینه وايي چې تر اوسه ۳۴ شکایتونه په کمېسیون کې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۴ شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۱۹ شکایتونو ته برائت حاصل کړی او نور تر څېړنې لاندې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په یوه سند کې راغلي چې د شاه حسین په فېسبوکپاڼه کې د دولت ساز ټیم په ګټه کافي اسناد موجود دي.

دغه راز په دغه سند کې راغلي چې د دولت ساز ټیم په ګټه د مرتضوي د کمپاینونو په اړه هم بېلابېل شکایتونه چې د ټاکنو قانون خلاف دي، د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت شوي دي.

د دغه سند په پای کې راغلي چې د دغه کمېسیون کمېشنرانو اسناد او شواهدو ته په پام له قانون سره سم پرېکړه کړې او شاه حسین مرتضوي یې د دې ترڅنګ چې ۱۵زره افغانۍ یې جریمه کړی په ټاکنو کې د ګډون له حقه یې هم محروم کړی دی.

جريمه

مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دی د خواله رسنیو له لارې د ټاکنیزو شکایتونو له دې پرېکړې خبر شوی او نه پوهېږي چې حقیقت لري او که څنګه.

هغه وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه په دې اړه له ده سره نه دی په اړیکه کې شوی.

هغه وویل چې په هېڅ یوه کمپایني غونډه کې یې ګډون نه دی کړی او نه یې هم په ټولنیزو رسنیو کې د دولتساز ټیم په ګټه څه ویلي دي.

مرتضوي په دې اړه چې په فېسبوک پاڼه کې یې د ثبات او همپالنې ټیم په خلاف ځیني پوسټونه شته، وویل: ((نه پوهېږم چې قانون د لایک، کمېنټ او ځینو دغه ډول پسټونو په اړه څه حکم کوي.))

هغه دغه راز په دوام وايي: ((له خپرو شوو خبرونو پوه شوم چې د نغدي جریمې تر څنګ یې زه په ټاکنو کې له ګډونه هم محروم کړی یم، نه پوهېږم چې د رایې له حقه محرومول د کمېسیون واک دی که نه.))

د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هغه څوک چې جریمه او یا د رایې له حقه محروم شوي، د استیناف غوښتنې حق لري او کولای شي له خپل دغه حقه استفاده وکړي.

د ټاکنو قانون له مخې، دولتي کارکوونکي حق نه لري چې له دولتي امکاناتو د کوم کاندید په ګټه یا خلاف استفاده وکړي او د ماموریت پر مهال له یوه مشخص کاندیده علني ملاتړ وښيي.

له دې مخکې ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره سپارښتنه کړې وه چې دولتي چارواکي، منسوبین او کارکوونکي مکلف دي څو د ټاکنو په پروسه کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

په دغه فرمان کې راغلي چې د دولتي بنسټونو چارواکي، منسوبین او کارکوونکي نه شي کولای چې د ټاکنو په پروسه کې له دولتي سرچینو د چا په ګټه یا خلاف استفاده وکړي.

د حقیقت معلومولو پایله:

پژواک خبري اژانس په یوې نوې برنامه کې حقایق څېړلي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د ((سم، لږ سم، نیمه سم، یو څه سم او ناسم)) ګتګوریو له ډلې د نیمه سم ګتګورۍ کې دی.

 زرغونه صالحى

Hits: 14012

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…