د ولسمشرۍ نوماندانو په اړه جعلي فېسبوک پاڼو اندېښنې راولاړې کړې دي
فیچري راپورونه - سپتمبر 11, 2019

د ولسمشرۍ نوماندانو په اړه جعلي فېسبوک پاڼو اندېښنې راولاړې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۰ وږى ٩٨):د ولسمشرۍ نوماندانو په نومونو د فېسبوک لسګونه جعلي او ناتاييد شوې پاڼې جوړې شوې چې په ځينو په تېره بيا د “تورسن” په نوم جعلي پاڼو کې د نورو نوماندانو پر ضد منفي او د اخلاقي معيارونو ماتوونکي تبليغات کېږي.

د موندنو له مخې، له ١٧ نوماندانو څخه يوازې د يو تن (نور رحمان لېوال) په نوم جعلي فېسبوکپاڼه نه ده جوړه شوې او د پاتې نورو ١٦ تنو په نومونو ټولې ٥٣ جعلي او یا ناتاييد شوې فېسبوکپاڼې شته چې تر ټولو ډېرې (١٢) يې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم دي.

پر ټاکنيزو چارو د څار بنسټونه او شنونکي وايي چې اړوند ارګانونه بايد د دا ډول جعلي پاڼو او ناسمو تبليغاتو مخه ونيسي؛ ځکه چې د خلکو پر ذهنيتونو او په ټولنه کې پر ټاکنو ناسم اغېز کولى شي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شي. د دغو ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د زمري مياشتې په شپږمه پيل شوې دي.

د ولسمشرۍ لپاره ١٨ تنو ځانونه نوماند کړي وو، خو له دې ډلې زلمى رسول د يو بل نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شو او محمد حنيف اتمر هم خپلې ټاکنيزې سيالۍ ځنډولې دي.

په ټاکنيزو سياليو کې نوماندان او پلويان يې له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې په ټاکنو کې ډېرې رايې تر لاسه کړي، خو ځينې کسان د ځينو نوماندانو د کم ښودلو لپاره ناسمې تبليغاتي لارې کاروي، تر څو په ټاکنو کې يې د بريا مخه ونيسي.

په افغانستان کې هم د ټاکنيزوسياليو له پيل سره په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک کې ناسمې سيالۍ پيل شوي او هڅې کېږي چې د فېسبوک د جعلي پاڼو له لارې د نورو نوماندانو په اړه د خلکو ذهنيتونه خراب شي.

پژواک خبري اژانس په فېسبوک کې د کانديدانو اصلي او ځينې جعلي او ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې موندلي او خلکو ته يې ورپېژني، ترڅو د دغو جعلي پاڼو له لارې غوولونکي تبليغات خلک د خپلې خوښې نوماند په غواروي کې له ستونزو سره مخ نه کړي.

په دې څېړنه کې موندل شوې د هر نوماند اصلي، جعلي او ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې در پېژندل کېږي:

د نوماندانو نومونه او د هغو د ټولنيزو رسنيو پاڼو په اړه معلومات د ټاکنو کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ نوماندانو د اعلان شوي وروستي نوملړ د ترتيب له مخې ليکلي شوي دي.  

رحمت الله نبيل

۱- رحمت الله نبيل:

د رحمت الله نبيل د ټاکنيزې ډلې “امنیت او عدالت” د دارلانشاء رييس طاهر سعادت پژواک خبري اژانس ته د دغې ټاکنيزې ډلې د فېسبوک اصلي پاڼه ورپه ګوته کړه.

د نبيل پر اصلي فېسبوک پاڼه د نبيل د انځور تر څنګ، د فيروزه يي رنګ لرونکى بيرغ چې “امنيت او عدالت” پرې ليکل شوي تر سترګو کېږي.

خو د هغه په نوم پر جوړو شويو جعلي فېسبوک پاڼو نور ډول انځورونه لګول شوي او بېلابېل نومونه ورکړل شوي دي.

په فېسبوک کې د نبيل په نوم د جعلي پاڼو پتې: https://bit.ly/2khazmIhttps://bit.ly/2lTUaEY  – https://bit.ly/2lBmv2C

په دغو درېيو پاڼو کې هم د نبيل ځينې ليکنې او څرګندونې خپرې شوې دي.

د يادې ټاکنيزې ډلې د دارلانشاء رييس طاهرسعادت د دغې ډلې د اصلي د ټولنيزو شبکو د پاڼو په اړه وايي: “موږ خپله داسې صفحې لرو چې وريفای (تصديق) شوې دي او خپله نبیل صاحب په دې اړه له خپلې صفحې دا ويلي چې همدا مو رسمي پاڼې دي.”

هغه وايي چې دوى د رحمت لله نبيل په نوم د جعلي پاڼو په اړه تر اوسه چا ته شکايت نه دى کړى.

۲- سيد نورالله جليلي:

د پژواک له پرله پسې اړيکو او غوښتنو سره، سره د سيد نورالله جليلي د ټاکنيزې ډلې غړي حاضر نه شول چې د خپلو ټولنيزو پاڼو اصلي ادرسونه له پژواک سره شريک کړي، خو د هغه په نوم څلور فېسبوک پاڼې جوړې شوي او يوه يې هم د فېسبوک ادارې يا د يادې ټاکنيزې ډلې له خوا تاييد شوې نه ده.

د دغوڅلورو پاڼو پتې: https://bit.ly/2lD6JnVhttps://bit.ly/34fM0Zthttps://bit.ly/2lxpAB3https://bit.ly/2lXwO1l

له دغو پاڼو په درېيو کې د جليلي په ګټه تبليغات شوي، خو په يوه کې يې تر اوسه هېڅ هم نه دي خپاره شوي.

د جليلي د مطبوعاتي دفتر رييس نجيب الله معنوي وايي:”موږ تر اوسه له ډېرو جعلي پاڼو سره مخ شوي يو، خو تر اوسه مو يې په اړه کوم اقدام نه دى کړى.”

فرامرز تمنا

 ۳ – فرامرز تمنا:

د فرامرز تمنا پر اصلي فېسبوک پاڼه د هغه د انځور ترڅنګ، د هغه د دوو مرستيالانو انځورونه او د “آینده یافتنى نیست، ساختنى است” شعار لګول شوي دي.

د پژواک د موندنو له مخې د تمنا په نوم درې نورې فېسبوک پاڼې جوړې شوي او پر دغو پاڼو يواځې د تمنا انځورونه له بل ډول ليکنو سره لګول شوي دي.

د دغو درېيو جعلي پاڼو پتې: https://bit.ly/2ks7wbghttps://bit.ly/2ktl1Y3https://bit.ly/2lZA24v

په دغو پاڼو کې د فرامرز له څو انځورونو پرته نور څه نه دي خپاره شوي.

د فرامرز تمنا د ټاکنيزې ډلې عملياتي مشر بکتاش صابري د دغو جعلي پاڼو په اړه وايي: “يو، يا دوه داسې موارد موږ پيدا کړل خو ځکه مو يې په اړه څه اقدام ونه کړ چې ډاکټر صاحب په ټولنه کې منفي څه نه لري نو هغوى به څه خپاره کړي؟”

شيدا محمد ابدالي
شيدا محمد ابدالي

۴– شيدا محمد ابدالي:

د شيدامحمد ابدالي دفتر وايي چې دغه ټاکنيز ټکټ دوه اصلي فېسبوک پاڼې لري، چې په يوه کې يې نوم په انګريزي او پر بله هم په انګريزي او هم په دري ليکلي شوي دي.

د ابدالي په نوم درې نورې فېسبوک پاڼې هم جوړې شوې دي.

د دغو درېيو جعلي پاڼو پتې:  https://bit.ly/2kqIdpShttps://bit.ly/2lviRaOhttps://bit.ly/2kqFM6P

د شيدا محمد ابدالي د ټاکنيزې ډلې وياند حکمت الله اسحاقزى وايي چې تر اوسه څو ځلې له دغه شان جعلي پاڼو سره مخ شوي چې د دوى په اړه يې منفي تبليغات کول.

هغه وايي: “زموږ د اې ټي برخې مسوولين کوښښ کوي چې د دغه ډول جعلي پاڼو د فعاليت مخنيوى وکړي.”

اسحاقزي، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى تر اوسه د دغو پاڼو په اړه دوه ځلې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شکايتونه کړي، خو تر اوسه يې کوم اقدام نه دى کړى.

دا په داسې حال کې ده چې له يادو درېيو پاڼو څخه په يوه کې له خلکو سره د ابدالي د کتنو انځورونه او لنډ معلومات خپاره شوي، په يوه کې تر اوسه څه نه دي خپاره او په بله کې هم د نورو نوماندانو پر ضد څرګندونې نه تر سترګو کېږي.

احمد ولي مسعود

۵- احمد ولي مسعود:

د احمد ولي مسعود سکرتر فهيم قيامي وايي چې د احمدولي مسعود فېسبوک پاڼه د فېسبوک ادارې له خوا تصديق شوې ده.

د مسعود اصلي فېسبوک پاڼه کې د هغه د ځانګړي انځور تر څنګ، په بل انځور کې مسعود له خلکو سره په يوه غونډه کې تر سترګو کېږي.   

خو د هغه په نوم څلور جعلي فېسبوک پاڼې( https://bit.ly/2lxBUBjhttps://bit.ly/2lvt334https://bit.ly/2lRIO4j

https://bit.ly/2kirHIL ) هم جوړې شوې دي.

له دغو څلورو پاڼو د یوې په يوه برخه کې له ولسمشر غني سره د طلوع نيوز مرکې ته اشاره شوې او لیکل شوي:” طلوع نيوز ستايم، د ښاغلي اشرف غني چلوصاف يې له اوبو راوويست. کوږ بار تر منزله نه رسي.”

له دغو څلورو پاڼو په دوو نورو کې د احمد ولي د ستايلو تر څنګ، ځينې نور توکي چې له ټاکنو سره اړيکه نه لري، خپاره شوي دي. د احمد ولي مسعود سکرتر وايي: “موږ د جعلي پاڼو له لوري کوم مشکل سره نه يو مخ شوي، نو ځکه مو تر اوسه کوم شکايت هم نه دى ثبت کړى.”

نور رحمان ليوال

۶- نور رحمان ليوال:

لېوال يواځې يوه اصلي فېسبوک پاڼه لري.

د هغه په نوم نورې پاڼې نه دي جوړې شوي.

د نور رحمان لېوال د ټاکنيزې ډلې دویم مرستيال ډاکټر محمد يحيى وياړ وايي چې په فېسبوک کې هر ډول تبليغات د دوى په ګټه دي.

هغه وايي:” که سياسي خبره وي، يا اختلافات، هره خبره چې په فېسبوک او يا هم رسنيو کې زموږ په اړه کيږي، هغه زموږ په ګټه دي، تر اوسه موږ شکايت نه دى کړى.”

انجنیر محمد شهاب حکيمي

۷- انجنیر محمد شهاب حکيمي

د حکيمي په اصلي فېسبوک پاڼه کې د هغه د ځانګړي انځور تر څنګ، د يو شمېر ماين پاکانو انځور تر سترګو کېږي.

د محمد شهاب حکيمى په نوم دوه نورې ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې (https://bit.ly/2lBxWr4https://bit.ly/2lDiGtN ) هم جوړې شوې دي. په دغو پاڼو کې د ولسمشرۍ د دغه نوماند د ټاکنيزو مبارزو انځورونه او خبرونه خپاره شوي دي.

د شهاب حکيمي سکرتر هېواد ملکزاده وايي چې په فېسبوک او يا هم په نورو ټولنيزو رسنيو کې د دغې ټاکنيزې ډلې په اړه منفي تبليغات نه دي شوي.

محمد اشرف غني

۸- محمد اشرف غني

د محمد اشرف غني د دفتر د معلوماتو له مخې، د هغه پر اصلي فېسبوک پاڼه کې د غني دوه انځورونه له يو بل رسامي شوي انځور سره لګول شوي دي.

خو د نوماندانو په منځ کې تر ټولو ډېرې جعلي او ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې د محمد اشرف غني په نوم جوړې شوې دي.

د دغو ١٢ پاڼو پتې: https://bit.ly/2kskwO6- https://bit.ly/2lvFKLehttps://bit.ly/2kqRm1Nhttps://bit.ly/2lCFsC1https://bit.ly/2lwm75E- https://bit.ly/2lXL2zk- https://bit.ly/2k258ry- https://bit.ly/2lvG7FC- https://bit.ly/2khgTKWhttps://bit.ly/2lxDaExhttps://bit.ly/2khn8OU- https://bit.ly/2k3gJGS

له دغو پاڼو په يوه کې د يوې ټوکې په پاى کې ليکل شوي:” انګیرنه: ١- مجاهدین په دوو ټکو (چور، حمله) باندې ډېر په اسانه پوهېږي.
٢ – د جهادي بګراونډ لرونکو نوماندانو د امنيتي، اقتصادي، تعليمي، صحي او نورو عام المنفعه برنامو تمه او هيله مه کوئ!!! (د دوى اهداف نور دي).”

د غني په نوم له جوړو شويو جعلي پاڼو په يوه بله کې ليکل شوي چې د اجرايي رياست په پښتو ژبه ليکلي مکتوبونه نه مني. په دغه ليکنه کې اجرايي رييس ډاکټر عبدالله په بد نوم ياد شوى دى.

د غني د ټولنيزو رسنيو مسوول احسان الله ارغنديوال وايي چې دوى په ټولنيزو رسنيو کې د جعلي پاڼو په اړه څېړنه کوي.

هغه وايي: “موږ چې کومې جعلي پاڼې پيدا کړو، هغه له منځه وړو په دې اړه موږ څېړنه پيل کړې ده.”

ډاکټر عبدالله عبدالله

 ٩- ډاکټر عبدالله عبدالله:

د ډاکټر عبدالله عبدالله پر اصلي فېسبوک پاڼه د ده او د هغه د دوو مرستيالانو او ځينو نورو کسانو انځورونه تر سترګو کېږي .

د ولسمشرۍ د دغه نوماند په نوم درې نورې فېسبوک پاڼې هم جوړې شوي چې ياده ټاکنيزه ډله يې نه تاييدوي.

د دغو درېيو پاڼو پتې: https://bit.ly/2lZJnJHhttps://bit.ly/2lXKHwyhttps://bit.ly/2kqW9QI

له دغو درېيو پاڼو په يوه کې د ډاکټر عبدالله په ګټه ليکنې شوې او دوه نورې نه پرانيستل کېږي.

په دې اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز ډلې وياند فريدون خوځون وايي، کومې پاڼې چې د دوى په اړه منفي تبليغات کوي هغه يې له منځه وړې دي.

دى وايي: “کومې صفحې چې زموږ په شان جوړې شوي او مثبت تبليغات کوي هغه بيا زموږ لپاره ښې دي او کومې چې بيا منفي تبليغات کوي هغه موږ له منځه وړې دي. “

محمد حکيم تورسن

۱۰ – محمد حکيم تورسن

د تورسن اصلي فېسبوک پاڼه د “حامیان محمد حکیم تورسن نامزد مستقل رياست جمهورى” په نوم ده او پر دغه پاڼه له لُنګۍ سره د دغه نوماند انځور لګول شوى دى.

د تورسن په نوم څلور جعلي فېسبوک پاڼې جوړې شوې دي.

په دغو جعلي پاڼو (https://bit.ly/2k1Gtn1https://bit.ly/2knsoR7https://bit.ly/2lJpOF1https://bit.ly/2lXKlG3 ) کې د نورو نوماندانو پر ضد ليکنې شوي، چې ځينې يې طنزي بڼه هم لري.

د تورسن په نوم د دغو جعلي پاڼو له ليکنو په يوه کې د ملي يوالي حکومت ته چې ولسمشر او اجرايي مشر يې دواړه د ولسمشرۍ نوماندان هم دي، اشاره شوې او په کې راغلي:”هر څه يې چې زړه وغوښتل ويې کړل، ملت سکوت وکړ، اخر مې يوه ورځ فېسبوک کې پروفايل تور کړ، ښکنځل مې وکړل او …”

د دغې جعلي پاڼې چلوونکي، ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي مشر ډاکټر عبدالله او د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي په بدو نومونو ياد کړي دي.

 دغه راز له دغو جعلي پاڼو په يوه کې راغلي:” زما د حکومت په دوران کې د ارګ ځانګړي ساتونکي او قطعه له هغو نجونو جوړوم چې د تکواندو او کاراټې لوبغاړې وي، ځکه چې نارينه تل د وطن لپاره شرم ګرځېدلي دي.”

په ليکنه کې په دې اړه د دوو تنو نومونه هم د بېلګې په توګه ياد شوي او د ليکنې په پاى کې راغلي:” ستاسو د سر تاج او راتلونکى ولسمشر محمد حکيم تورسن”

له دغو جعلي پاڼو په يوه کې د ولسمشرۍ نوماند او اوسنى ولسمشر ته رايه ورکول “قاتل ته رایه” بلل شوې ده او پر يوه جعلي انځور چې خلک کوم څوک خاورو ته سپاري او ولسمشر هغوى ته په لاس اشاره کړې، ليکل شوي:”مرګ حق دى او ما ستاسو په حق کې کمى نه دى کړى”

د حکيم تورسن سکرتر بهير امرخېل په دې اړه وايي: “موږ له خپلې رسمي پاڼې دغه خبره له خلکو سره شريکه کړې ده چې په نورو پاڼو کې که زموږ په اړه څه خپرېږي نو موږ پورې اړه نه لري او جعلي دي.”

۱۱- ګلبدين حکمتيار:

د حکمتيار ټاکنيزه ډله ځانګړې فېسبوک پاڼه نه لري.

د حکمتيار د مطبوعاتي دفتر غړى فضل غني حقمل وايي چې په ټولنيزو رسنيو کې د دوى رسمي پاڼې په اتومات ډول بلاک کېږي.

هغه وايي: “موږ د دې مشکل په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ادارو سره تماسونه نيولي، خو تر اوسه يې ځواب نه دى راکړى. “

خو د ګلبدين حکمتيار په نوم د فېسبوک دوه پاڼې (https://bit.ly/2lPtiWDhttps://bit.ly/2kqXas1 ) جوړې شوې دي.

له دغو دوو پاڼو چې حزب اسلامي وايي پر دوى پورې اړوند نه دي، د نورو نوماندانو پر ضد څرګندونې نشته، خو ځينې داسې ليکنې په کې شته چې د حکمتيار څرګندونو ته ورته نه دي او په يو ځاى کې يوه داسې ويډيو هم خپره شوې چې خلکو په حکمتيار نيوکې کړې دي.

عبداللطيف پدرام

 ۱۲-عبداللطيف پدرام

د عبداللطيف پدرام پر اصلي فېسبوک پاڼه کې د هغه دوه انځورونه لګول شوي چې په يوه کې يې خپل لاس اوچت کړى دى.

د پدرام په نوم يوه بله فېسبوک پاڼه هم جوړه شوې خو اوس نه پرانيستل کېږي. د دغې ټاکنيزې ډلې د اړيکو د برخې يوه غړي ايرج د دغې پاڼې په اړه وايي:”دغه پاڼې که هرڅومره موږ له منځه يوسو، نورې پاڼې جوړېږي، نو ځکه يې موږ په اړه هېڅ فکر نه کوو.”

۱۳- نورالحق علومي:

پژواک پرله پسې د نورالحق علومي د ټاکنيزې ډلې له غړو او مشرانو سره ټيلېفوني او مخامخ اړيکې ونيوې ترڅو د خپلې ټاکنيزې ډلې د ټولنيزو رسنيو لينکونه له پژواک سره شريک کړي خو بېلابېلې پلمې يې مخ ته کړې او د څو ورځو په تېرېدو سره يې هم دغه لېنکونه شريک نه کړل.

په فېسبوک کې د نورالحق علومي په اړه درې پاڼې جوړې شوې دي.

د دغو پاڼو پتې:https://bit.ly/2ltNzAZhttps://www.facebook.com/profile.php?id=100022755999821https://www.facebook.com/profile.php?id=100029535907619

د دغو پاڼو چلوونکو د علومي ځينې انځورونه خپاره کړي دي.

په دې اړه د نورالحق علومي لومړى مرستيال بشير احمد بېژن وايي، د دوى په اړه جعلي پاڼې نه دي جوړې شوي خو ځينې ګروپونه شته دي چې د هغوى په اړه منفي تبليغات کوي.

بيژن وايي: ” خو موږ ته دا خبره مهمه نه ده چې څوک جعلي پاڼې جوړې کړي، ځکه زموږ په ټيم کې نه فساد شته او نه هم تعصب لرو، نو خلک موږ پورې منفي خبرې نه شي تړلى. “

محمد ابراهيم الکوزى

۱۴- محمد ابراهيم الکوزى:

د الکوزي په اصلي فېسبوک پاڼه کې د هغه د ځانګړي انځور تر ځنګ يو انځور کې ښکاري چې الکوزى د يو شمېر کسانو منځ کې ولاړ دى.

د الکوزي په نوم درې نورې فېسبوک پاڼې هم جوړې شوي چې ياده ټاکنيزه ډله يې نه تاييدوي.

د دغو دوو پاڼو پتې: https://bit.ly/2jWhstehttps://bit.ly/2kqGBwt

له دغو پاڼو په يوه کې د الکوزي د ځينو غونډو انځورونه خپاره شوي، خو د بلې په يوه برخه کې ليکل شوي چې د امريکا د استخباراتو مشرانو پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ د يوه نوماند افغانستان کې د داعش ډلې د ترويج کولو د جرم دوسيه نړيوالې محکمې ته استول شوې ده.

په ليکنه کې د نوماند نوم هم اخيستل شوى دى.

 د الکوزي وياند عبدالرفيع وايي چې دوى تر اوسه د جعلي پاڼو د بندولو په اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغه زياتوي: “دا خلک دي هرڅه چې وايي موږ ته مهمه نه ده.”

دوکتور غلام فاروق نجرابی

۱۵-غلام فاروق نجرابي:

د نجرابي په نوم دوه فېسبوک پاڼې جوړې شوې دي.

له دغو پاڼو په يوه کې د هغه د انځور تر څنګ، د يوې طبيعي منظرې انځور لګول شوى.

د هغه په نوم يو بله فېسبوک پاڼه هم جوړه شوې چې د هغه ځينې پيغامونه هم په کې خپاره شوي دي.

ډاکټر غلام فاروق نجرابي وايي چې کانديدانو او يا هم خلکو تر اوسه د ده په اړه د منفي تلبيغاتو په موخه جعلي پاڼې نه دي جوړې کړي.

ده وويل: ” نه زه د چا په اړه بد او رد وايم او نه هم خلک زما په اړه بد الفاظ کاروي، نو ځکه فکر نه کوم چې څوک دې زما په ضد جعلي پاڼه جوړ کړي.”

عنايت الله حفيظ

۱۶- عنايت الله حفيظ:

د عنايت الله حفيظ په اصلي فېسبوک پاڼه کې د هغه د انځور تر څنګ د يوې ډلې پوځيانو انځور لګول شوى دى.

خو د هغه په نوم دوه نورې (https://bit.ly/2lByWeOhttps://bit.ly/2kt0d2V ) فېسبوک پاڼې هم جوړې شوې دي.

د حفيظ د دفترمسوول عنايت وايي، دوى تر اوسه داسې مخالفين نه لري چې د دوى پر ضد تبليغات وکړي، نو ځکه يې د دغو جعلي پاڼو په اړه اقدام نه دى کړى.

محمد حنيف اتمر

۱۷- محمد حنيف اتمر:

د محمد حنيف اتمر اصلي فېسبوک پاڼه کې د اتمر د انځورونو تر څنګ ملي بيرغ او په شاليد کې يې د يوې غونډې انځور لګول شوى دى.

خو د اتمر په نوم د فېسبوک څلور نورې جعلي پاڼې هم جوړې شوي چې ياده ډله وايي چې په دوى پورې اړه نه لري.

د دغو څلورو پاڼو پتې:  https://bit.ly/2lQZl8Chttps://bit.ly/2kqEhpdhttps://bit.ly/2khfoMOhttps://bit.ly/2lwJiwE

له دغو پاڼو په يوه کې ليکل شوي:” د ټولو ستونزو که هغه قومي، سمتي او ژبنۍ دي، د ټولو عامل سست عنصره او د جان کرى لاسپوڅي او بې ارادې نظام دى.”

د محمد حنيف اتمر وياند قادر شاه د دغو څلورو پاڼو په اړه وايي چې د جعلي پاڼو د مخنيوي لپاره دوى کوم اقدام نه دى کړى.

خو هغه زياتوي: “دغه موضوع مو له ټيم سره شريکه کړې، ترڅو له اصلي پاڼو خلکو ته ووايو چې دغه پاڼې په موږ پورې اړه نه لري.”

محمد حنيف اتمر دا مهال خپل ټاکنيز کمپاين درولى دى.

وروستى يا اتلسم نوماند ډاکټر زلمى رسول دى چې د ټاکنيزو سياليو په پيل کې يې خپل ملاتړ د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکي ټيم څخه اعلان کړى دى.

پر ټاکنو د څار بنسټونه

بل لورته پر ټاکنو د څار بنسټونو مسوولين وايي چې په ټولنيزو او نورو رسنيو کې هېچا ته بايد سپکاوى ونه شي او ترڅنګ يې بايد په اړه جعلي خبرونه هم خپاره نه شي.

په دې اړه د فيفا اجرائيه رييس يوسف رشيد پژواک ته وويل چې په ټولنيزو رسنيو کې د کانديدانو په اړه ناسمې څرګندونې د خلکو ذهنيتونه بدلوي او د کمپاين پر بهير يې بده اغېزه کوي.

ده وويل:”د خلکو تحصلي سويه ډېره لوړه نه ده، دغه ډول څرګندونې او نظريات پرې تاثير کوي او بيا د کانديد په مقابل کې عقده پيدا کوي او رايه نه ورکوي.”

يوسف رشيد ټينګار وکړ چې په دغه برخه کې اړوند ارګانونه بايد د دغه ډول ليکونو د مخنيوي لپاره يو منظم ميکانيزم جوړ کړي.

همدارنګه د تيفا رييس محمد نعيم ايوب زاده هم پژواک ته وويل چې په فېسبوک او د ټولنيزو رسنيو په نورو برخو کې د دغه ډول پاڼو له لارې منفي تبليغات د خلکو پر مفکورو منفي اغېزې کوي چې بايد مخنيوى يې وشي.

ده زياته کړه: ” ددغه ډول پاڼو د مخنيوي لپاره بايد قانون جوړ شي او ځينې محدوديتونه هم بايد وضع شي او ترسره کوونکو ته يې بايد سزا ورکړل شي.”

ايوب زاده دا هم وويل چې د ټاکنو کمېسيون او د ټاکنو پر پروسې د څار بنسټونه بايد د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي، ترڅو پر دغه ډول پاڼو باور ونه کړي.

په همدې اړه د ټاکنو کمېسيون پخواني رييس او د ټاکنيزو چارو کارپوه فضل احمد معنوي پژواک ته وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه بايد په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ډول جعلي پاڼو د فعاليت مخه ونيسي.

دى هم وايي چې د دغه ډول جعلي پاڼو له لارې تبليغات د رايه ورکوونکو پر ذهنيت منفي اغېزې کوي او نه شي کولى چې بيا د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

معنوي زياتوي: “موږ او تاسو په دې پوهيږو چې د کانديدانو ترمنځ سياسي اختلافات شته ، خو يو د بل پر وړاندې بايد له داسې کړنو کار وانخلي ځکه ډېرى ځوانان له فېسبوک نه استفاده کوي او دا بيا پر هغوى منفي او بدې اغېزې کوي.”

اړوند بنسټونه:

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيو کمېټې مشر محمد رفيع صديقي په دې اړه پژواک ته وويل چې په افغانستان کې په ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت کولو په اړه هېڅ ډول پاليسي نه شته نو ځکه دوى نه شي کولى پر وړاندې يې اقدام وکړي.

صديقي زياتوي: “داسې کوم سيستم نه شته چې موږ د هغه له مخې د کانديدانو اصلي پاڼې وپېژنو او که بيا چيرې کومه سرغړونه کوي چې موږ يې جريمه کړو، خو دا چې خلک جعلي پاڼې جوړوي، نو نه له حکومت سره او نه هم موږ سره کومه پاليسې شته چې مخه يې ونيسو. “

دغه راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وياند شکيب کامجو پژواک ته وويل، دوى هغه مهال د جعلي پاڼو د مخنيوي لپاره اقدام کولى شي چې کانديدان دوى ته شکايت وکړي.

د کامجو په وينا، له شکايت وروسته دوى کولى شي چې جعلي پاڼې او يا هم جعلي ويبسايټونه له منځه يوسي.

ده زياته کړه: ” دغه کار ډېر اسانه دى، موږ فورمې لرو، دوى بايد دغه فورمې ډکې کړي نور د بندولو کار يې بيا په موږ پورې اړه لري. “

د هغه د معلوماتو له مخې، که چېرې د دغه ډول جعلي پاڼو فعاليت له هېواده بهر هم وي، نو دوى کولاى شي چې د بهرنيو چارو وزارت او سفارتونو له لارې يې پيدا او فعاليت يې بند کړي.

کامجو وويل چې د جعلي پاڼو په اړه تر اوسه کوم کانديد له دوى سره اړيکه نه ده نيولې نو دوى نه شي کولى چې په خپل سر په دې برخه کې اقدام وکړي.

بهشته ارغند

Hits: 5667

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…