خبرونه - جولای 7, 2021

د طالبانو له خوا د سولې طرحې وړاندې کولو خبر کې مبالغه شوې

کابل (پژواک، ۱۵چنګاښ ۱۴۰۰): رویټرز د طالب ویاند له خولې خبر خپور کړی چې طالبان په یوه میاشت کې افغان حکومت ته د سولې طرحه وړاندې کوي، خو طالبان يې ردوي، ویلي یې دي چې د سولې طرحه لري او کله چې خبرې “اصلي متن” ته ورسېږي بحث به پرې وکړي.

ادعا: د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو شاوخوا یو کال مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پیل کړي، خو یواځې د خبرو پر تګلاره یې هوکړه کړې او وروسته دغه خبرې له ځنډ سره مخ شوې دي.

خو رویټرز خبري اژانس تېره ورځ راپور خپور کړی چې طالبان په راتلونکې میاشت کې د افغانستان دولت ته په داسې حال کې د سولې لیکلې طرحه وړاندې کوي چې د طالبانو د یو ویاند په وینا، هغوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هېواد ډېره خاوره هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. دغه اژانس لیکي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: “په راتلونکو ورځو کې به د سولې خبرې او پروسه ګړندۍ شي … او تمه کېږي چې یو مهم پړاو ته داخله شي، طبیعي ده چې د سولې د پلانونو په اړه به وي.”

سرچینه لیکي چې مجاهد د سولې د یادو خبرو په اړه زیاتوي: “کېدای شي یوه میاشت وخت واخلي تر څو دواړه لوري د سولې لیکلې طرحې سره شریکې کړي.”

په راپور کې د مجاهد له خولې راغلي چې که څه هم طالبان د جګړې په ډګر کې برلاسي دي، خو د سولې خبرو په برخه کې هم جدي دي.

دغه خبر په خواله رسنیو کې هم لاس په لاس شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون کابل نیوز خصوصي تلوېزیون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د اساسي قانون په تړاو بحثونه شوي دي.

یاد تلوېزیون د رویټرز د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي: “دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي چې د دواړو خواوو د توافق په اساس نه شي کولی د میز د سر پرېکړې رسنیزې کړي، خو د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، چې د دوی او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ ناستې پیل شوي او هڅه دا ده، څو دغه هڅې د دایمي سولې د ټینګښت سبب شي.”

حقیقت موندنه:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: “رویټرز ته موږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې فعلا د دواړو مرکچي پلاوو ترمنځ تماسونه شته، ناستې کېږي، امید شته چې راتلونکې کې دغه تماسونه زیات شي، دا خبره چې موږ طرحه جوړه کړې او یا حکومت ته طرحه وړاندې کوو دا یې غلطه کوډ کړې، موږ ورته وویل چې موږ د سولې طرحه لرو، کله چې خبرې اصلي ځای او متن ته ورسېږي بیا به خبرې پرې وکړو.”

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم وایي: “په ځینو رسنیو کې یو بې اساسه خبر خپور شوی چې ګواکې اسلامي امارت د سولې لپاره کومه طرحه یا پروګرام جوړ کړی او په راتلونکې میاشت کې به يې کابل ادارې ته ورکوي، داسې کوم شی نشته.”

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د رویټرز د یاد خبر په اړه وویل: “په دې اړه له طالبانو پوښتنه وکړئ، زموږ سره د دې موضوع وضاحت نشته.”

هغې وویل، د حکومت مرکچي پلاوي تل دا هڅه کړې چې د سولې خبرې په سرعت مخته ولاړې شي، تر څو یوې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي او امریکایي ځواکونه د چنګاښ په ۱۱مه، له تر ټولو لوی نظامي مرکز (بګرام هوایي ډګره) هم ووتل او ټاکل شوې چې ټول بهرني سرتېري تر سپټمبر پورې له افغانستان څخه ووځي.

پایله: رویټرز د طالب ویاند له خولې خبر خپور کړی چې طالبان په یوه میاشت کې افغان حکومت ته د سولې طرحه وړاندې کوي، خو طالبان يې ردوي، وایي ویلي یې دي چې د سولې طرحه لري او کله چې خبرې اصلي متن ته ورسېږي خبرې به پرې وکړي.      

حکم: د طالبانو له خوا د سولې طرحې وړاندې کولو په خبر کې مبالغه شوې.

احمد صهيب حسرت

 

Hits: 4472

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…