ټویټري اوازې - مارچ 6, 2024

ترکیه کې د عبدالرب رسول سیاف نیول کېدو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوې هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکې عبدالرب رسول سیاف په ترکیه کې نیول شوی دی.

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف په ګډون یو شمېر پخواني سیاستوال ترکیې ته ولاړل او هلته مېشت دي.

له تېرې ورځې راهیسې ځینو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي: «د ترکیې هېواد خبري اژانس انادولو خبر ورکړی چې د افغانستان پخوانی جهادي رهبر استاد سیاف په انقره کې د ترکيې د پوليسو له خوا د اسرائیل استخباراتي شبکې موساد ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی.»

دغو سرچینو د نیولو کېدو په حالت کې د یوه کس انځور هم خپور کړی چې ګواکې سیاف دی.

حقیقت‌موندنه:

د استاد سیاف زوی حبیب‌الرحمن سیاف نن (د سلواغې ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا اوازې ناسمې دي.

هغه وویل: «څو وارې همداسې د دروغو خبرونه له نامعلومو ادرسونو خپاره شوي، په اصلي موخه او هدف یې نه پوهېږم، خو په دې اواخرو کې د ځینو دا رنګه دروغو خبرونو شاهد یو.»

پژواک خبري اژانس د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویب‌پاڼه چک کړه، خو داسې څه یې نه دي خپاره کړي.

پر یادو پاڼو خپور شوی انځور هم د سیاف نه دی.

د «وطن» په نوم یوې بهرنۍ وېب‌پاڼې یوه میاشت مخکې لیکلي چې په ترکیه کې یوه ډله د اسرائیل موساد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده.

سرچینه لیکي چې په نیول شوو ۳۴ کسانو کې د ښځو په ګډون عرب او ترکان شامل دي.

یادې وېب‌پاڼې د نیول شوو کسانو ویډیو هم خپره کړې او یو هغه سپین‌ږیری هم شته چې خواله رسنیو کې ځینو کسانو د هغه انځور استاد سیاف ته منسوب کړی دی.

پایله: ځینو کسانو په ټولنیزو پاڼو کې ادعا کړې چې ګواکې په ترکیه کې د دعوت اسلامي ګوند مشر د نیول کېدو خبر اناتولي اژانس هم خپور کړی، خو د دغه اژانس پر پاڼه داسې کوم خبر ونه موندل شو؛ د سیاف زوی هم دغه ادعا رد کړه، خپور شوی انځور هم د سیاف نه دی او خپاره شوي انځورونه د هغو عربو او ترکانو دي چې د راپورونو له مخې، یوه میاشت مخکې نیول شوي دي.

پرېکړه: ترکیه کې د عبدالرب رسول سیاف د نیول کېدو اوازې ناسمې دي

Hits: 405

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…