خبرونه - مارچ 6, 2024

ځدراڼ: کابل کې د امنیتي ځواکونو ډزو کې د پنځو کسانو وژل کېدو خبر حقیقت نه لري

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): یو خبر خپور شوی چې ګواکې د کابل ښار قصبې سیمه کې پر یوه کرولا موټر د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د یادې پېښې په اړه معلومات نه لري او د کابل امنیه قومانداني یې هم ردوي.

ادعا: د کابل ښار قصبه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

حکم: د کابل قصبه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر یوه نااثبات شوې ادعا ده.

 «هشت صبح» ورځپاڼې د «ځایي سرچینو» له قوله راپور ورکړی چې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند قصبه سیمه کې پر یوه کرولا موټر د «طالبانو» د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي، یاده پېښه د سلواغې په ۲۳مه د دوشنبې ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې موټرچلوونکي د تلاشۍ ځای ته پاملرنه نه وه کړې.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو تېره ورځ د یادو پنځو کسانو جنازې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

حقیقت‌موندنه: درېیو کسانو چې د قصبې په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د داسې یوې پېشې رامنځته کېدو په اړه بې خبري وښوده.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي مهتاب‌الدین وویل: «قصبه کې د موټرفروشۍ سړک ته نږدې یو چیک‌پاینټ دی او زموږ کور دغه چیک‌پاینټ ته نږدې دی، یادې پېښې په اړه مې څه نه دي اورېدلي، ټولنیزو شبکو کې مې یاده موضوع تر سترګو شوه، د پنځو کسانو وژل کېدل راته جالب و، شپې مهال هم یوه سوپر مارکیټ ته چې زموږ له کور سره نږدې دی ولاړم، هلته هم چا د دغې پېښې په اړه څه ونه ویل.»

د قصبې دوو نورو اوسېدونکو هم وویل چې د یادې پېښې په اړه یې څه نه دي اورېدلي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدارڼ هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ځینو رسنیو خبر خپور کړی چې ګواکې امنیتي پولیسو د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي، پنځلسمه حوزه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې او حقیقت نه لري.»

پایله: هشت صبح ورځپاڼې د سرچینې له ښودلو پرته ادعا کړې چې قصبه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د قصبې سیمو درېیو اوسېدونکو وویل چې داسې یوې پېښې په اړه خبر نه لري او د کابل امنیه قومانداني هم دا خبر له واقعیته لرې او دروغ ګڼي.

حکم: د کابل په قصبه کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د پنځو کسانو وژل کېدو اوازه یوه نااثبات شوې ادعا ده.

Hits: 405

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…