فیچري راپورونه - اگست 11, 2021

انتي ‌بیوتیک او سپرین د کرونا ضد درمل نه دي‌

کابل (پژواک،۲۰ زمری۱۴۰۰): په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه چې ” کرونا باکټریا ده نه ویروس او د هغې د درملنې لپاره باید له انتي ‌بیوتیک او سپرین څخه ګټه واخیستل شي” لاس په لاس کېږي، خو طبي پوهان دغه خبره ردوي او وایي چې هیڅ معتبر روغتیایي بنسټ دغه موضوع نه ده تایید کړې.

ادعا: په روسیه کې څېړنو ښودلې چې کرونا باکټریا ده نه ویروس او د هغې د درملنې لپاره باید له  آنټي‌بیوټیکو استفاده وشي.

اوازې:

«خبرهای تازه از سراسر جهان»، په نوم یوې فیسبوک پاڼې لیکلي چې په روسیه کې څېړنو ښودلې چې کرونا ویروس نه دی، بلکې باکټریا ده چې له امله یې د وینې لخته کېدل د انسان د مرګ لامل ګرځي

د فیسبوک دغه کاروونکي لیکلي، چې په روسیه کې ډاکترانو په کرونا د اخته کسانو د جسدونو مټې، پښې او د بدن نور غړي څیرلي او په اړه یې څېړنه کړې ده، ځیر شوي چې په رګونو کې یې وینه ټینګه او خرابه شوې او د وینې د جریان د بندښت او اکسیجن د کمښت لامل شوې.

په دغه فیسبوکي پوسټ کې زیاته شوې:”هغو نارغانو ته چې پایله یې مثبته وه سل میلي ګرامه سپرین  او ایمروماک ورکړل شوي او په پایله کې یې ناروغ په ښه والي پیل کړی او روغتیا یې ښه شوې ده. د روسیې د عامې روغتیا وزارت په یوه ورځ کې له ۱۴۰۰۰ډېر ناروغان درملنه کړي دي.”

سرچینې لیکلي دي چې په پایله کې یې د روسیې د عامې روغتیا وزارت د کرونا د درملنې تګلارې ته بدلون ورکړ او وړاندیز یې وکړ چې په کرونا د اخته کسانو د درملنې لپاره دې انټي بیوټیک او سپرین ورکړل شي.

یوشمېر نورو کاروونکو دغه مطلب له خپلو خواله شبکو څخه خپور کړی دی.

حقیقت موندنه:

په افغان-چاپان روغتون کې د جدي مراقبتونو موظف مسوول ډاکتر حشمت‌ الله فیضي پژواک ته وویل چې تراوسه د روسیې هیڅ رسمي سایټ په دې اړه چې ” کرونا باکټریا ده نه ویروس او د هغې د درملنې لپاره باید له انټي ‌بیوټیک او سپرین څخه ګټه واخیستل شي” مطلب نه دی خپور کړی.

هغه زیاته کړه چې په فیسبوک کې هر ډول لیکنې خپریږي خو ترڅو چې له کوم رسمي ژورنال څخه نشر نه شي نو په هغو باور نه شي کېدای.

هغه په ټینګار سره وویل چې کرونا یو ډول ویروس دی چې مخکې هم موجود و، خو په ۲۰۱۹کال کې کشف شو.

طبي پوهان وایي چې کرونا د وینې ټنګښت پورته بیایي، رګونه بندوي او سږي له فعالیته غورځوي، د زړه او نفس د درېدو لامل ګرځي چې په ټوله کې دغه عمل په کرونا د اخته کس د مړینې لامل کیږي.

هغه زیاته کړه چې د کرونا دې خاصیت ته په پام ډاکتر پر کرونا اخته ناروغ ته د وینې د ټینګښت ضد درمل توصیه کوي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مخکنی مشاور ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وویل چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی یاد مطلب یوه اوازه ده .

هغه وویل چې دغسې لیکنې زیاتره وخت په خواله رسنیو کې د پام د راجلبولو لپاره خپریږي او زیاته یې کړه، همدارنګه د واکسین مخالف ځینې بنسټونه هم دغه ډول اوازې خپروي.

نوموړي وویل چې کرونا نه ده ختمه شوې او اوس هم د نویو موجونو د رامنځته کېدو په حال کې ده خو د کرونا د نویو بڼو په اړه هم څېړنې جریان لري چې دغو نویو بڼو یې خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې تراوسه هیڅ پوهنتون او په نړۍ کې هیڅ روغتیايي بنسټ دغه د سپرین او انټي بیوټیک موضوع نه ده تایید کړې.

د عامې روغتیا د ویاند مرستیال ډاکتر عثماني طاهري پژواک ته وویل چې ویروسونه او باکټریاوې مشترکه وجه نه لري او له  بیولوژیکي نظره ډېر توپیر سره لري دوی کولی شي چې د ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل شي.

هغه په دې اړه چې د کرونا ویروس تنفسي سیستم  تر برید لاندې نیسي، سږو ته د اکسیجن او د ګازونو د نه تبادلې له امله وینه ټینګیږي، وویل ډېر هغه کسان نیسي چې د زړه ناروغۍ لري.

نوموړي وویل، ویروس وړوکې ذره ده چې د ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل کیږي او د باکټریا په پرتله ۱۰۰ځله وړوکی دی، او د ژوندیو موجوداتو په ډله کې نه حسابیږي، خو باکټریاوې ژوندي موجودات دي.

طاهري وایي چې ویروس د انټي‌بیوټیک په وسیله نه درملنه کیږي خو پر باکټریاوو اغېز لري.

د ده په خبره، چې کرونا یو نوی ویروس دی او په اړه یې څېړنې روانې دي خو تراوسه پورې په بشپړه توګه نه دی پېژندل شوی.

ده زیاته کړه:”د وینې د نرم والي لپاره سپرین ګټور دي خو انټي‌بیوټیک ویروس ته ګټه نه لري.”

هغه وایي، په دې خاطر چې انټي‌بیوټیک پر ویروس اغېز نه لري نو له هغه ګټه اخیستل اړین نه دي، خو بدن ته د دویم مکروب د نه داخلېدو په برخه کې کولی شو ګټه ترې واخلو، خو له ډېرو انټي‌بیوټیکو ګټه اخیستل د ناروغ د بدن معافیت کموي.

پایله: هغه راپورنه چې کرونا باکټریا ده نه ویروس او د هغې د درملنې لپاره باید له انټي‌بیوټیکو استفاده وشي، علمي بنسټ نه لري او هیڅ  پوهنتون او روغتیایي څېړنیز نړیوال بنسټ دغه موضوع نه ده تایید کړې.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 7616

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…