خبرونه - مارچ 6, 2024

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویلي چې اسلامي امارت د مرستو له لارې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې، خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې او ځینو امریکایي چارواکو هم ویلي چې له نقدي مرستو په جدیت سره څارنه کېږي.

د راپورونو له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال د یوې استماعیه غونډې پر مهال ویلي چې «طالبانو» د مرستو له لارې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او د ملګرو ملتونو په ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کوي.

هغه ویلي: «طالبان د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه له بل هر وخت ډېره ګټه اخلي.»

دغه راز، د کانګرس یاد غړي ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت له غیرحکومتي سازمانونو پیسي غواړي.

حقیقت موندنه:

هغو امریکايي چارواکو چې له افغانستان سره د مرستو څارنه کوي، د خروج له پروسې وروسته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د افغانستان د پالیسۍ ارزونې په اړه د استماعیې په دې غونډه کې امریکايي قانون جوړوونکو ته ویلي چې له دغو مرستو په جدي توګه څارنه کېږي، څو د افغانستان سرپرست حکومت ونشي کولای ګټه ترې واخلي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د نړۍوالې پراختیا د اسیا څانګې اداري مرستیال مایکل شفر ویلي: «موږ د مرستو په سپارلو کې د انحراف او مداخلې د هڅو پر وړاندې فوق‌العاده احتیاط کوو. د متحده ایالاتو اداره د نړۍوالې پراختیا لپاره د امریکایي مالیه ورکوونکو د ډالرو د ناظر په توګه خپله دنده په جدي ډول پر مخ وړي.»

دغه راز، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطيف نظري نن (د مرغومي ٢٤مه) د مايکل مکل‌کال د ادعا په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اسلامي امارت د نړۍ‌والو مرستندويه موسسو په فعالیتونو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

هغه زیاته کړه: «زموږ سیاست دا دی چې له مرستندویه بنسټونو سره همکاري او اسانتیاوې ورته رامنځته کړو، موږ هڅه کوو چې د ملي او نړۍوالو موسسو فعالیتونه په شفاف ډول دوام ومومي او بشري مرستې وړ کسانو ته ورکړل شي. موږ د جعلي موسسو جوړول چې په ځینو راپورونو کې ذکر شوي، په کلکه ردوو، د مرستندویه موسسو په چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه لرو او اسلامي امارت هم خپل کسان د ملګرو ملتونو دفترونو کې نه دي ځای پر ځای کړي، موږ غواړو چې یوازې د مرستو له بهیره څارنه وکړو څو په عادلانه ډول وړ کسانو ته ورکړل شي.»

هغه وايي چې د اسلامي امارت سیاست له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره همکاري او مثبت تعامل دی.

پایله:

مایکل مک‌کال د خپلو ادعاوو په اړه ثبوت نه دی وړاندې کړی، ځیني امریکایي چارواکي چې له افغانستان سره د مرستو څخه څارنه کوي، وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سرپرست حکومت ونه شي کولای له یادو مرستو ګټه واخلي په پوره جدیت سره له مرستو څارنه کېږي.

دغه راز، د افغانستان اقتصاد وزارت – چې غیردولتي موسسې په کې ثبت دي – هم د مایکل مک‌کال د ادعا په ردولو سره ویلي، اسلامي امارت د مرستندویه بنسټونو په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه لري او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم خپل کسان نه دي ځای پر ځای کړي.

حکم: افغانستان کې د جعلي موسسو د جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې بې‌بنسټه ادعاوې دي

Hits: 415

Check Also

ترکیه کې د انټرپول پولیسو له خوا د دوستم نیول کېدو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د انټرپول پولیسو د افغانس…