فېسبوکي اوازې - مارچ 6, 2024

ترکیه کې د انټرپول پولیسو له خوا د دوستم نیول کېدو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د انټرپول پولیسو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې نیولی خو د هغه دفتر دا اوازې ردوي.

عبدالرشید دوستم وړم کال په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ترکیې ته ولاړ او اوس هلته ژوند کوي.

ځینو کسانو په تېرو څو ورځو کې پر ټولنیزو پاڼو د «معتبرو سرچینو» په حواله لیکلي چې عبدالرشید دوستم د انټرپول پولیسو له خوا په ترکیه کې نيول شوی دی.

هغوی پرته له دې چې سرچینې څرګندې کړي، زیاته کړې چې په نړۍواله محکمه کې پر دوستم د مالي اختلاس ترڅنګ د بشري جرمونو په تړاو شکایتونه ثبت شوي وو.

ځینو نورو سرچینو هم ورته څرګندونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوستم پر جنګي جرمونو تورن دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د اسیا پاسفیک څانګې یوه چارواکي د ۱۳۸۸ کال په چنګاښ میاشت کې ویلي وو: «داسې حقایق شته او ښیي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یو ډېر شمېر بندیان چې د دوستم ځواکونو په اسارت کې وو، وژل شوي او مړي یې د لیلې دښته کې خښ شوي دي.»

هغه زیاته کړې وه چې په ۲۰۰۱ کال کې په لیلې دښته کې ډله‌ییزه وژنه او په تړاو یې د عبدالرشید دوستم غبرګون په دې اړه د بېړنیو څېړنو اړتیا جوتوي.

خو دوستم مخکې ویلي، دا ممکنه نه ده چې د «طالبانو او القاعده شبکې» له محبوسینو سره دې ناسم چلند شوی وي.

حقیقتموندنه: د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو تېره شپه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ترکیه کې د دوستم نیول کېدو په اړه اوازې حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړې: «دا راپورونه یو سلنه هم حقیقت نه لري او تاسو ته معلومه ده چې له کلونو راهیسې بېلابېلې کړۍ همداسې دروغ او بې سرچینې راپورونه خپروي، نو دا خبر حقیقت نه لري، کاملاً دروغ دي او له حقیقت سره هېڅ نږدې‌والی نه لري.»

پایله: احسان نیرو د دوستم د نیول کېدو خبر ردوي او په دې اړه کومې باوري سرچینې هم څه نه دي خپاره کړي.

پرېکړه: ترکیه کې د انټرپول پولیسو له لوري د دوستم د نیول کېدو اوازې ناسمې دي.

Hits: 411

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…