ناسم - جولای 8, 2021

د نبیل او خلیلزاد په نومونو لاس په لاس کېدونکي ناندریز ټویټونه جعلي دي

کابل  (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ظاهراً د نبیل او خلیلزاد د ټویټونو انځورونه خپاره کړي چې د یو او بل پر وړاندې یې د تند موقف نیونې ښکارندویي کوي، خو دغه لیکنې د دوی پر اصلي ټويټرپاڼو نه تر سترګو کېږي او جعلي دي.

ادعا:

له تېرې ورځې راهیسې په واټسپ ګروپونو کې یو متن لاس په لاس کېږي چې په کې راغلي: “د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د نبیل تر تندو موقفونو او افشاګریو وروسته زلمي خلیلزاد [د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي] د طالبانو په ملاتړ د رحمت الله نبیل [د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس] پر وړاندې تند موقف نیولی او له حکومته یې غوښتي چې د نبیل غږ چوپ کړي.”

د ټولنیز رسنیو ځینو کاروونکو داسې انځورونه جوړ کړي چې ظاهراً په ډاګه کوي چې د نبیل او خلیلزاد له خوا ټویټونه شوي دي.

په یادو انځورونو کې په هغه ټویټ کې چې د خلیلزاد بلل شوی، راغلي: “د سولې مخالفین اور به دې تمه پیلوي چې په سرعت سره پراخ شي او د تل لپاره لوګی وکړي. د کابل له حکومته په جدي ډول هیله کوم څو له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د طالبانو او سولې بهیر پر وړاندې نفرت خپروي.”

دغه راز رحمت الله نبیل ته په منسوب شوي ټويټ کې چې په ظاهراً د خلیلزاد په ځواب کې لیکل شوی، راغلي: “هغه کسان چې د پاکستان او طالبانو له حنجرې خبرې کوي، افغان حکومت ته د «کابل حکومت» خطاب کوي. د طالبانو د اصلي څېرو او د سولې خبرو د تیاره لورو افشا کولو ته به دوام ورکړم. زما د معلوماتو له مخې، تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانستان د طبیعي سرچینو او کانونو پر چور څرخي. د افغانستان خلک هېڅ کس او ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان طبیعي سرچینې او کانونه چور کړي. د بیان ازادۍ او د ډيموکراسۍ ارزښتونو ته درناوی وکړئ.”

حقیقت موندنه:

پژواک خبري اژانس د خلیلزاد او نبیل ټويټرپاڼې چک کړې، خو پورته یاد ټويټونه په کې ونه لیدل شول. رحمت الله نبیل ته یوه نږدې سرچینه هم وايي چې د رحمت الله نبیل دغه پاڼه جعلي ده.

د یادونې ده، د خلیلزاد د جعلي پاڼې په انځور کې شین رنګه نښه ( ) نشته، په داسې حال کې چې د نوموړي اصلي پاڼه تایید شوې ده.

دغه راز لیدل کېږي چې په جعلي انځور کې د نبیل عکس د نوموړي په اصلي ټويټرپاڼه کې له استفاده شوي عکس سره توپیر لري.

پایله: د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ظاهراً د نبیل او خلیلزاد د ټویټونو انځورونه خپاره کړي چې د یو او بل پر وړاندې یې د تند موقف نیونې ښکارندویي کوي، خو دغه لیکنې د دوی پر اصلي ټويټرپاڼو نه تر سترګو کېږي او جعلي دي.

حکم: د یو او بر پر وړاندې د نبیل او خلیلزاد د تند موقف نیونې په تړاو خپرې شوې اوازې ناسمې دي.

Hits: 8669

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…