ناسم - جولای 5, 2021

په کابل کې د امریکا سفارت د تخلیې پروګرام چټکتیا نا سمه ادعا ده

کابل (پژواک،۱۳چنګاښ ۱۴۰۰): هغه راپورونه چې ګواکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو د اندېښنې له امله په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د احتمالي تخلیې پروګرام کار چټک کړی، نا سمه ادعا ده.

ادعا:

د وال سټرېټ ژورنال «The wall street journal» په نوم امریکايي ورځپاڼې او ځينو افغان رسنیو لکه هشت صبح ورځپاڼې، خامه پرېس اژانس او کابل نیوز تېره ورځ راپور خپور کړی چې «امریکايي چارواکو» په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو د اندېښنې له امله چې ښايي د پاتې امنیتي سرتېرو، دیپلوماټانو او نورو امریکايانو ژوند له خطر سره مخ کړي، په کابل کې د دغه هېواد سفارت د تخلیې د احتمالي پلان چارې چټکې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې د امریکا سفارت په تخلیه کېدو به نه یوازې د دغه سفارت کارکوونکي، بلکې ښايي زرګونه نور امریکایان هم له افغانستانه بهر کړل شي.

سرچینې لیکلي، امریکايي چارواکو منلې چې د سفارت بېړنۍ تخلیې ته اړتیا نشته، تر اوسه دغه پروګرام نه دی وروستی شوی، خو د یاد پروګرام فوریت هم مطرح دی. امریکايي چارواکو وال سټرېټ ژورنال ته ویلي چې د دغه پروګرام د ترسره کېدو لپاره پوځ د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره د همغږۍ په حال کې دی.

امریکایي چارواکو ویلي چې که څه هم د دې پلان جزییات ډلبندي شوي او محرم دي؛ خو متحده ایالات د کابل په هوایي ډګر کې د چورلکو او د هغو د عملې د ځای پر ځای کولو په حال کې دي، څو له دغو تجهیزاتو د تخلیې د برنامې د یوې برخې په توګه کار واخلي.

حقیقت موندنه:

دغه موضوع مو د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه؛ خو تراوسه یې ځواب نه دی ویلی؛ خو په کابل کې د امريکا سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې د متحده ايالاتو سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي.

سرچینې لیکلي، لکه څرنګه چې بایډن لارښوونه کړې دوی به د افغانستان له خلکو او حکومت سره خپلو دیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکوي او په کابل کې د سفارت د تړلو هېڅ پلان نه لري.

سرچینې لیکلي، لکه څرنګه چې ولسمشر بایډن او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي؛ خو په دغه هېواد کې به خپل دیپلوماټیک ماموریت ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې: “په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت په دوامداره توګه د احتمالي مواردو او خلکو لپاره د ګواښونو د راکمولو د څرنګوالي لپاره د پلان جوړولو په حال کې دی. موږ په افغانستان کې له شته امنیتي ننګونو خبر یو او د اړتیا په صورت کې به د دغو ننګونو د حل لپاره خپل شتون تنظیم کړو. موږ ډاډه یو چې موږ کولای شو خپله دنده د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو لپاره په خوندي ډول ترسره کړو. موږ د نورو بهرنيو ماموریتونو په څېر، د سفارت لپاره ښه امنیتي پلانونه جوړ کړي، چې زموږ د کارکوونکو او تاسیساتو د خوندي ساتلو د څرنګوالي پلان هم په کې شامل دی.”

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۴۰ ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې دي او امریکایي ځواکونه د چنګاښ په ۱۱مه نېټه، له تر ټولو لوی نظامي مرکز (بګرام هوایي ډګره) هم ووتل.

ټاکل شوې چې ټول بهرني سرتېري تر سپټمبر پورې له افغانستان څخه ووځي؛ خو د یوه راپور له مخې، ځینو سرچینو ویلي چې په کابل کې به د امریکا سفارت د امنیت او په افغانستان کې د امریکایي تجهیزاتو او اتباعو د ساتنې په موخه به ۶۰۰ امریکایي سرتېري پاتې شي.

پایله: ځینو رسنیو راپور ورکړی چې امریکایي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه د اندېښنې له امله، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د احتمالي تخلیې پر پلان کار چټک کړی دی؛ خو په کابل کې د امریکا سفارت چارواکي وایي چې هېواد یې د سفارت د تړلو پلان نه لري.

پرېکړه: په کابل کې د امریکا سفارت د تخلیې پروګرام چټکتیا نا سمه ادعا ده

احمد صهيب حسرت

Hits: 8689

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…