په افغانستان کې د نظامي حکومت جوړېدو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۲چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د نظامي حکومت اعلان اوازه چې په ټولنیزو ګروپونو کې لاس په لاس کېږي ناسمه ده، ځکه د دې اوازې خپروونکو پر کومې سرچینې استناد نه دی کړی او ارګ یې هم بې اساسه ګڼي.

ادعا: ولسمشرغني د بسم الله محمدي تر مشرۍ لاندې پوځي حکومت اعلان کړی دی.

امریکا تېره یکشنبې اعلان کړی چې ټاکل شوې ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د روانې ميلادي میاشتې په ۲۵مه امریکا ته سفر وکړي او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د هېواد پر مسایلو خبرې وکړي.

غني تر دغه اعلان یوه ورځ وروسته په داسې حال کې د سولې او یاد سفر په تړاو له څو سیاسي او جهادي مشرانو سره ولیدل چې طالبانو په دې وروستیو کې خپل بریدونه ډېر کړي او په تېره یوه نیمه میاشت کې یې لسګونه ولسوالۍ نیولې دي.

له دې ناستې وروسته د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ټولنیزو ګروپو کې د «هېواد ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي تر ادارې لاندې نظامي حکومت غیر رسمي اعلان» په نوم متن لاس په لاس کوي.

په دغه متن کې راغلي: “ولسمشرغني په ارګ کې د خپلو مرستیالانو، شمال او شمال ختیځ زون کې د بېلا بېلو ګوندونو له سیاستوالو سره په بېړنۍ ناسته کې په بشپړه توګه نظامي حکومت اعلان کړی، سر له اوسه د وضعیت تر بدلون پورې یې ټول اجرائیوي صلاحیتونه د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي ته وسپارل.”

دغه راز په یاد متن کې ادعا شوې چې محمدي له امریکا څخه د ولسمشر تر بېرته راستنېدو د جمهوري ریاست سرپرست معرفي شوی او د وضعیت تر بدلونه په دولتي چارو کې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او نورو غړو صلاحیتونه ځنډېدلي دي.

حقیقت موندنه:

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود پژواک خبري اژانس ته وویل، د نظامي حکومت اړوند خپرې شوې اوازې اساس نه لري.

هغه زیاته کړه: ” له سیاستوالو او جهادي مشرانو سره د ولسمشر د لیدنې پر مهال ټولو له جمهوریت، واحد صف، سولې بهیر او د ولسمشر له سفر څخه ملاتړ اعلان کړ او دغه اوازې باطلې دي.”

د سیاسي چارو پوهان وايي چې نظامي حکومت هغه وضعیت دی چې په هغه کې پوځ د دولت په خوښه یا له کودتاه وروسته د هېواد چارې په خپل کنټرول کې اخلي او ځينې نافذه قوانین ځنډوي، په ځينو مواردو کې نظامي حکومت تګ راتګ منعه او نظامي محکمه جوړوي، دغه ډول دستور معمولا د یوې ځانګړې ډلې د ځپلو یا عمومي نظم ساتنې په موخه صادرېږي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل، په افغانستان کې د نظامي حکومت اعلان په هېڅ صورت امکان نه لري، ځکه د هېواد د اساسي قانون خلاف دی.

خو هغه زیاته کړه چې ولسمشر کولای شي د قانون په چوکاټ کې اضطراري حالت اعلان کړي.

د اساسي قانون په ۱۴۳ مه ماده کې راغلي: “که د جګړې، جګړې د خطر، وخیم اغتشاش او طبیعي افتونو او یا ورته حالت له مله د خپلواکۍ او ملي ژوند ساتنه په هغه طریقه چې په اساسي قانون کې ټاکل شوې ناشونې شي، د ولسمشر له خوا د ملي شورا په تایید د هېواد په ټولو یا ځینو برخو کې اضطراري حالت اعلانېږي. که اضطراري حالت تر دوو میاشتو ډېر دوام پیدا کړي د ملي شورا موافقه شرط ده.”

دغه راز په اساسي قانون کې راغلي چې په اضطراري حالت کې ولسمشر کولای شي د ملي شورا او سترې محکمې رییسانو په مشوره د ملي شورا ځينې صلاحیتونه حکومت ته انتقال کړي او د ځینو قوانینو تنفیذ وځنډوي، یا پرې قیودات وضع کړي.

سعیدي وویل: “البته د اضطراري حالت وخت درې میاشتې دی، خو د اړتیا پر مهال کېدای شي اضطراري حالت یې وعځېږي، خو د نظامي حکومت اعلان په هېڅ صورت امکان نه لري او د اساسي قانون خلاف دی.”

پایله: په افغانستان کې د نظامي حکومت جوړېدو اوازه هېڅ سرچینې نه ده خپره کړې، هغو کسانو چې یاده لیکنه په ټولنیزو ګروپونو کې لاس په لاس کوي هم پر کومې سرچینې استناد نه دی کړی. د هېواد ولسمشرۍ ریاست هم دغه اوازه بې اساسه ګڼي او د سیاسي چارو پوهان په افغانستان کې د نظامي حکومت جوړېدل د اساسي قانون خلاف او ناشونی ګڼي.

حکم: په افغانستان کې د نظامي حکومت جوړېدو اوازه ناسمه ده.

احمد صهیب حسرت

Hits: 8542

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…