یو څه سم - جون 9, 2021

ترکیې ته د کابل هوایي ډګر د امنیتي چارو سپارلو خبر تر ډېره بریده سم دی

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د ترکیې دفاع وزیر ویلي چې ناټو او امریکا ورسره د کابل “حامد کرزي” نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو په اړه خبرې کړې، خو دوی ورته خپل شرایط ایښي دي.

موضوع :

په دې وروستیو کې ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر ورکړی و چې ناټو او امریکا غواړي د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت خونديتوب په موخه امنیتي چارې یې ترکیې ته وسپاري.

(دي سن) په نوم یوې بریتانوۍ رسنۍ او ځینو نورو رسنیو خبر ورکړی و چې ناټو او امریکا په دې اړه له افغان حکومت او ترکیې سره خبرې کړې دي.

د ترکیې غبرګون :

د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار (Hulusi Akar) ویلي، دوی به هغه مهال دغه کار وکړي چې په سیاسي، اقتصادي او لوجستیکي برخو کې د دوی ملاتړ وشي.

د ترکیې د حریت (Hurriyet) ورځپاڼې د خبر له مخې، دفاع وزیر دغه څرګندونې پرون د خپلو بحري ځواکونو د تمرینونو پر مهال خبریالانو ته کړې دي.

هولوسي ویلي :”موږ په دې اړه له امریکا سره خبرې کړې دي، دغه راز تېره اوونۍ د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې هم پر دغې موضوع خبرې وشوې.”

د هغه په وینا، ترکیې په دغې برخه کې یاد شرایط ایښي که چېرې ومنل شي، نو دوی به په افغانستان کې پاتې او د کابل هوایي ډګر امنیت به خوندي کړي.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې ترکیې له ناټو او امریکا څخه د کابل هوایي ډګر د امنیت او عملیاتي چارو لپاره د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې چې د هغوی له خوا منل شوې ده.

ترکیه اوس مهال په افغانستان کې۵۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې دندې ترسره کوي.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر دوه برخې (نظامي او ملکي) لري چې نظامي یې د افغان ملي دفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو له خوا کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې له ناټو څخه وغوښتل چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بشپړ کنټرول ور وسپاري، خو ځینې اندېښنه لري چې افغانان د هوایي ډګر د عملیاتي چارو ترسره کولو وړتیا نه لري.

د افغان حکومت غبرګون :

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي او دی نه غواړي د اوازو په اړه نظر ورکړي.

د ملي هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تراوسه په دې اړه له دوی سره څه معلومات نه دي شریک شوي او په اړه یې خبر نه لري. ده وویل، ښه ده چې په دې اړه له امنیتي ارګانونو څخه پوښتنه وشي.

د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ پژواک ته وویل، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د انتقال کمېسیون رامنځته شو چې تر اوسه يې بېلابېلې کمېټې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه کمېټې په ملي او نړیواله کچه د هوايي ډګرونو د امنيت خونديتوب، په هوایي ډګرونو کې د سیستمونو پیاوړتیا او نکشاف او له بهرنیانو څخه د وسايلو او تجهيزاتو د تسليمۍ مسووليت لري چې تراوسه پورې يې ځينې پړاوونه بشپړ شوي او دغه چاره دوام لري.

خو مولوي اندړ په ځانګړې توګه د ترکیې په اړه څه ونه ویل.

پایله: دا چې په خپله د ترکیې دفاع وزیر په دې اړه رسمي څرګندونې کړې دي، نو له دې برېښي چې ترکیې ته د کابل هوایي ډګر د امنیتي چارو سپارلو موضوع تر ډېره بریده سمه ده.

پرېکړه: ترکیې ته د کابل هوایي ډګر د امنیتي چارو سپارلو خبر تر ډېره بریده سم دی

احمد صهيب حسرت

Hits: 8767

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…