ناسم - اپریل 5, 2021

افغان دولت او طالبان: د ترکیې ناستې د وخت په اړه پرېکړه نه ده شوې

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۰): ځينې رسنۍ وایي، ترکیه، امریکا او ملګري ملتونه سلا شوي چې د ترکيې ناسته د اپریل په ۱۶مه جوړه شي، خو طالبان او افغان دولت وایي، تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

ټاکل شوې افغانستان کې د سولې لپاره د ترکیې ناسته په روانه اپریل میاشت کې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو د استازو، د افغان دولتي چارواکو، سیاستوالو او طالبانو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان تر نظارت لاندې جوړه شي.

ادعا: هوکړه شوې چې د ترکیې ناسته به د اپریل په ۱۶ مه جوړه شي.

بي بي سي د یوې معتبرې سرچینې په حواله لیکلي چې ترکیه، د امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه’ د اپریل په ۱۶ مه (د وري ۲۷مه) پیل شي.

په دغه راپور کې سرچینه نه ده په ډاګه شوې، خو ویلي یې دي چې دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او په کې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بېلا بېل سیاسي اړخونه ‘د افغانستان سیاسي راتلونکي ‘ په هکله یوه توافق ته ورسېږي.

دغه راز«یک» تلوېزیون هم د ناڅرګنده سرچینې په حواله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«شونې ده د افغانستان سولې لپاره د ترکیې ناسته د اپریل په ۱۶ مه نېټه باندې پیل شي. یک تلوېزیون ته سرچینې وایي چې دا ناسته به لس ورځې دوام پیدا کړي.»
افغان دولت او طالبان دا خبر نه تاییدوي:
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويانده ناجيه انوري په دې اړه نن (د وري په ۱۵مه، دوولس نیمې بجې) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترکیې د غونډې د وخت او اجنډا پر سر همدا اوس خبرې روانې دي او تر اوسه دا موضوع نه ده وروستۍ شوې.

هغې زیاته کړه:«د هغو ټولو خواوو ترمنځ، چې تاسو په دغه متن کې ليکلي [لکه ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان] په دې موضوع باندې کار روان دی.»

ناجیه وایي، هر کله چې د یادې ناستې پر وخت هوکړه وشي، په اړه به یې له خلکو سره معلومات شریک کړي.

دغه راز، په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د اپریل په ۱۶مه، د ترکیې د ناستې جوړېدو د نېټې ټاکلو په اړه نن شاوخوا یوه نیمه بجه پژواک ته وويل:«په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.»

د امريکا متحده ایالتونو، ترکيې او ملګري ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تېره ورځ ویلي و چې د ترکیې د غونډې لپاره پر اجنډا، د استازو پر ګډون او د نېټې په ټاکلو هوکړه نه ده شوې.

ده ویلي و چې د افغانستان حکومت له بېلا بېلو اړخونو سره د یادې غونډې اړوندو مسایلو په تړاو په سلا مشورو بوخت دی.

دغه موضوع مو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له ویاند نادر نادري او د ملي پخلاینې عالي شورا له ویاند فریدون خوځون سره هم د واتس اپ له لارې شریکه کړه، خو تر اوسه (له غرمې وروسته دوې نیمې بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو چې یاده ناسته به د اپریل په ۱۵مه تر سره شي، خو ځينو رسنيو راپور ورکړی و چې طالبانو له يادې نېټې سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي چې دغه ناسته دې تر روژې وروسته جوړه شي.

پایله: ځینو رسنیو د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي، هوکړه شوې چې د ترکیې ناسته به د اپریل په ۱۶ مه جوړه شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت او طالبان دغه خبر نه تاییدوي.

پرېکړه: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

 

احمد شاه عرفانیار

 

Hits: 3980

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…