ناسم - اپریل 15, 2021

اوربند ته د«حکومت او امارت» د چمتو کېدو خبر ناسم دی

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠٠): د «سولې تلوېزیون» په نوم جعلي فېسبوکپاڼې هغه خبر ناسم دی چې سلګونو کسانو ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کړی او وایي«حکومت او امارت» چمتو شوي چې د ترکیې په غونډه کې اوربند وکړي.

ټاکل شوې افغانستان کې د سولې لپاره د ترکیې ناسته د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو، افغان دولت، سیاسي ګوندونو او طالبانو د استازو په ګډون په روانه اپریل میاشت کې جوړه شي او ملګري ملتونه یې مدیریت کړي.

ادعا: د افغانستان حکومت او طالبان اوربند ته چمتو شوي دي.

د «سولې تلوېزیون» په نوم یوې جعلي فېسبوکپاڼې دوه ورځې مخکې د «بېړنی خبر» تر عنوان لاندې د اوربند په اړه د املایي غلطیو لرونکی یو متن خپور کړی.

دغې پاڼې لیکلي:”مخکې له مخکې په ټولو دردېدلو هېوادوالو زيری کوم ان شاء الله راتلونکې روژه به زموږ د څلویښت کلنې جګړې پای وي د يوې باوري سرچينې څخه مې خبر ترلاسه کړ [د افغانستان] حکومت او [د افغانستان اسلامي] امارت د ترکیې په غونډه کې اوربند ته چمتو شوي روژه کې دايمي اوربند راځي ټولو افغانانو ته مبارکي ورکوم. ډېر یې شیر کړی چې ټول غم ځپلي افغانان خبر شي.”

ځینو کسانو پر دې ناسم خبر باور کړی؛ نن (د وري ۲۳مه، له غرمې وروسته تر شاوخوا یوې نیمې بجې، ۵۵۴ تنو په ټولنیزو رسنیو کې له نورو سره شریک کړی او ځینو د دغه خبر له مخې د «کېدونکي اوربند» له امله خلکو ته مبارکۍ هم ورکړې دي.

له یادې فېسبوکپاڼې د پیغام له لارې په دې اړه و پوښتل شول خو ځواب يې ور نه کړ.

حقیقت موندنه:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د سولې په نوم یو خصوصي تلوېزیون په دغه وزارت کې ثبت دی، خو تر اوسه یې د جواز رسمي پړاوونه نه دي بشپړ شوي.

د دغه تلوېزیون مسوول مدیر رامین امیري هم وایي، په پام کې ده چې دغه تلوېزیون په هرات کې فعالیت پیل کړي، خو تر اوسه یې رسمي خپرونې نه دي پیل کړي.

له هغه مو د سولې تلوېزیون په نوم فیسبوکپاڼې له خوا د اوربند په اړه د خپاره شوي خبر د څرنګوالي په هکله وپوښتل. هغه وویل چې یاده پاڼه جعلي ده او دوی پر خپله فیسبوکپاڼه داسې څه نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د سولې په هغو طرحو بحثونه روان دي چې حکومت او بېلابېلو ګوندونو او ټولنو وړاندې کړې دي. دغه طرحې – چې اوربند هم په کې شامل دی ـ د ترکیې ناستې ته وړاندې کېږي او دا لا نه ده څرګنده چې په یاده ناسته کې به څه پرېکړې وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا تېره ورځ ویلي و چې د دغې شورا یوې ځانګړې کمېټې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې طرحې مسوده وروستۍ کړې او د تصویب لپاره یې د دغې شورا د رهبرۍ کمېټې ته سپارلې ده. دا هم نه ده معلومه چې دغه طرحه به کله او په کومه بڼه تصویب شي.

د پژواک د تېرې ورځې خبر له مخې، امریکا، ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر د سولې خبرو پر ځینو مهمو مواردو د هوکړې لپاره نهه ماده يي مسوده «ګډ اصول» تر استانبول ناستې مخکې د افغانستان د دواړو لورو مرکچی پلاویو ته سپارلې ده.

د دغې مسودې په یوه ماده کې راغلي:« ټول افغانان د څو شخړو له امله ځورېدلي دي؛ موږ د جګړې پای ته رسولو لپاره د هغوی مخلصانه غوښتنو ته درناوی لرو او د سیاسي مشارکت او دایمي اوربند له لارې د سوله ییز افغانستان لپاره د دوی غوښتنو منلو ته ژمن یو.»

په قطر کې د افغانستان سفارت د روانې وري میاشتې په ۱۸مه ویلي و چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په دې اړه خپل لیدلوری شریک کړی، خو طالبانو په دې اړه د خپل دریځ د څرګندولو لپاره دوی ورځې وخت غوښتی. طالبانو تر اوسه هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پایله: د سولې تلوېزیون په نوم یوې جعلي فېسبوکپاڼې، اوربند ته د افغانستان د حکومت او طالبانو د چمتو کېدو خبرو ورکړی، خو د سولې تلوېزیون مسوول مدیر وایي چې دغه فېسبوکپاڼه جعلي ده او دوی داسې څه نه دي خپاره کړي.

پرېکړه: اوربند ته د حکومت او طالبانو د چمتو کېدو خبر ناسم دی.

 

احمد صهیب حسرت

Hits: 5456

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…